کور / راپور / په چمن کې په رڼا ورځ خلک د موټر سره ورک دې

په چمن کې په رڼا ورځ خلک د موټر سره ورک دې

د جمعې په ماښام د لمانځه وروسته د چمن د مال روډ څخه د شنه تالاب د يوې کورنۍ اوسېدونکي حاجي محمد نبي،حاجي شاولي، محمد داود چې د شپاړسو کلونو دی د خپل سپين موټر سره نادرکه دي،

د چمن انتظاميه يې په موندلو کې ناکامه ده تر اوسه هم نادرکه دی

کورنيان يې وائي چې د هيچا سره يې هيڅ ډول دښمني نسته، د پاک کينيا چای کمپنۍ تجاران دي په کوټه او چمن کې يې دفترونه شته،

دا رکم پيښې په چمن کې څو وخت له مخه بيخې زياتې وې

او اوس بيا هغه پخوانی حال روان دی

يوه اونۍ له مخه اسد خان اچګزی هم نادرکه شو چې لا يې تر اوسه حال او احوال نسته

د چمن د خلګو يوه ستونزه نه ده هر وخت کله لار پر بنده او کله هدفي وژنې او ژوندي خلک ورک سي نو ګوره دا رياست د پښتنو سره کومه لوبه کوې

اوس هم په چمن کې په زيات شمير ورک کسان شته چې کورنيان يې د خوشې کيدو غوښتنه کوي