کور / تازه خبرونه / ننګرهار: د اوسپني ۱۵فابریکو کښي ۶۵۰ کسانو ته کاري ذمینه برابره سوې ده

ننګرهار: د اوسپني ۱۵فابریکو کښي ۶۵۰ کسانو ته کاري ذمینه برابره سوې ده

د ننګرهار په شیخ مصري ښارګوټې کې د اوسپني ویلي کولو او سیخ جوړولو ۱۵ فابریکو کې ۶۵۰ تنو ته کاري زمینه برابره شوې او بهر ته د اوسپني د لیږد مخنیوی هم شوی .

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رئیس محمد حسن محسن وایي،د دې ولایت په شیخ مصري صنعتي ښارګوټې کې د سیخ جوړولو په ۴ او اوسپنې ویلي کولو ۱۱ فابریکو کې یې ۶۵۰ تنو ته کاري زمینه برابره کړې او ګاونډي هېوادونو ته یې د اوسپني د صادراتو مخنیوی کړی دی .

هغه زیاتوي، د اوسپني د ویلي کولو فابریکه یې اوس مهال درې سوه ټنه تولید او د سیخ جوړولو فابریکه یې ۱۸۰ ټنه سیخ تولیدوي چې د اوسپني ویلي کولو فابریکه کې ۳ سوه او سیخ جوړولو فابریکه کې درې نیم سوه تنو ته کاري زمینه برابره شوې ده .

نوموړی وایي، تر دې وړاندې د اوسپنې خام مواد ګاونډیو هېوادونو ته صادریدل چې په ارزانه قیمت هم پلورل کېدل خو اوس د ویلې کېدو ترڅنګ ترې په ښه کیفیت ننګرهار کې ګول سیخ، ګاډر، ټایرنې او نور بېلابېل ودانیز او نور توکې جوړیږي .