کور / تازه خبرونه / ننګرهاریانو امنیتي چارواکي په فساد تورن کړل او د وسلې اخیستلو خبرداری یې ورکړ

ننګرهاریانو امنیتي چارواکي په فساد تورن کړل او د وسلې اخیستلو خبرداری یې ورکړ

حکومت ته د ننګرهاریانو خبرداری
د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ مخورو احتجاج کړی او حکومت ته خبرداری ورکړی چې، که په دغې ولسوالۍ کې د امنیت د ټنګښت لاس پکار نه شي، دوی به خپله وسله پورته کړي. قومي مشرانو ویلي د ولسوالۍ امنیتي مسولین قاچاق کوي او له ورانکارو سره لاس لري.
دا د ننګرهار د غني خېلو د ولسوالۍ قومي مشران او د تورخم – جلال اباد پر لویه لاره د مارکو د بازار کاروباریان دي چې ولایتي شورا ته په احتجاج راغلي. دوی وايي،هدفي وژڼو، لوټونو او خپل سریو تنګ کړي.
د مارکو د بازار د صرافانو مشر وايي، د حکومتي لباس او نوم څخه په استفادې هره ورځ صرافان لوېږي.
قومي مشران وايي، ۴میاشتې کېږي چې د غني خېلو ولسوالي امنیه قومندان نه لري او ټیټ رتبه افسران یې سرپرستان دي. دوی وايي، د ولسوالۍ ځېنې کسان له ورانکارو سره لاس لري او ولسوال بې کفایته دی. دوی خبرداری ورکړ چې که د حکومت بې غوري همداسې دوام وکړي نو خپله به وسلې ته لاس کړي.
د ننګرهارد والي ویاند عطاالله تاييدوي چې په شینوارو کې ناامنیو زیاتې شوي. نوموړی وايي، د سولې د خبرو له پیل سره سم طالبانو په بېلابیلو بڼو ورانکارۍ ډېرې کړي ترڅو پر حکومت ولسي فشار ډېر شي.
هڅه مو وکړه چې د دې احتجاج کوونکو د څرګندونو په اړه د غني خېلو د ولسوال او سرپرست امنیه قومندان نظر واخلو خو بریالي نه شو. وړمه ورځ د ننګرهار والي غني خېلو ته د وروستی موټربم برید د قربانیانو سره د خواخوږۍ لپاره تللی و. د والي په شتون کې د مارکو بازار کې یو صراف په ډزو ووژل شوی او پیسې ترې وړل شوي. د غني خېلو پر ولسوالۍ په وروستی موټر بم کې ۸۰ تنه مړه او ژوبل شوي.