کور / راپور / نن په چمن کې يو پر پراخ احتجاجي لاریون وشو او پرلت هم لا اوس هم دوام لري

نن په چمن کې يو پر پراخ احتجاجي لاریون وشو او پرلت هم لا اوس هم دوام لري

په چمن کي نن د عوامي نشنل ګوند آيالتي وياند اسد خان اڅکزي د لادرکه کيدو په وړاندي له احتجاجي لاریون وروسته د ډي سي دفتر مخي ته پرلت پيل شو چې لا دوام لري.

په دې احتجاجي لاریون کي د ښار ټولو سياسي او مذهبي ګوندونو ، د تاجرانو د سازمانونو ځايي مشرانو ،د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او د دې تر څنګ د ښار علماء کرام‌ ، وکيلان ، ډاکټران ، سپين ږيري قومي مشرانو ګډون درلود.

 

اول ځل دی چې د ښار ټول وګړي په يوه خوله دي او د ټولو په خولو کي هم يوه غوښتنه ده.

 

ياده دي وي چې د دغه احتجاجي لاریون او پرلت کنوينير او مشري يې د اسد خان ورور امجد خان په غاړه ده.

 

او بله خبره د اسد خان د لا درکه کیدو څو ورځي وروسته په چمن کي د حاجي شاولي حاجي محمد نبي او محمد داود په نامه درې کسه ماښام د لمانځه وروسته د خپل سپين موټر سره لا درکه شوي دي او لا تر اوسه لادرکه دي.