کور / تازه خبرونه / وزیرستان: پاکستاني پوځیانو یو پښتون په پوځي ګاډي ووهه او شهید یې کړ

وزیرستان: پاکستاني پوځیانو یو پښتون په پوځي ګاډي ووهه او شهید یې کړ

پنجابي اشغالګرو پوځیانو د پښتنو پر ضد د روانو جنایتونو په لړ کي نن په وزیرستان کي مامش خېل کالج ته څېرمه یو پښتون په پوځي ګاډی ووهه او شهید یې کړ.
ځايي خلکو چي د پنجابي غاصب او ظالم پوځ له جنایتونو یې ژوند ډیر تریخ دی، ددې پېښي پر خلاف په احتجاج لاس پورکړ او د میرانشاه سړک یې د هر ډول ترافیکو پرمخ تړلی دی.
په محکومه پښتونخوا کي د پاکستاني ریاست، پنجاب پوځ او استخباراتي کړیو ظلم او تشدد د پښتنؤ او بلوڅو پر وړاندي له زغم څخه وتلو ته نژدې دی.
محکوم پښتانه په نړۍ کي پر مېشتو پښتنؤ او نړیوالو بشري حقونو پر ادارؤ د ملاتړ او همکارۍ ږغ کوي.