کور / تازه خبرونه / په چارصدهٔ کي دوه کلنه ماشومه تر جنسي تیري وروسته په ظلم وژل سوې ده

په چارصدهٔ کي دوه کلنه ماشومه تر جنسي تیري وروسته په ظلم وژل سوې ده

‎دا زړه بوږنوونکې پېښه د دوه کلنې زینب سره سوې ده، دې وړې پرښتې له دې بې درده نړۍ دخپګان په دود پر سترګو ایښي او روح یې سپارلې ده.

‎د روغتون د ښځینه ډاکټرۍ په وینا ، پر ماشومي نجلۍ اول جنسي تیری شوی او بیا یې سینه او او نس په چاقو څيرې کړل سوي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ یو ملاتړی لمر وزیر چي په دې پېښه د ډیرو نورو پښتنؤ غوندي سخت دردیدلی دی خپل احساسات داسي څرګند کړل:

‎د پښتنو ماشومو انجونو سره په د پنجابي ریاست په واکمني کي داسي ډيري پيښې شوي خو رياست يوې پښتني ته هک انصاف نه دی ورکړی، نه يې دا مسله جدي اخستې ده خو کال وړاندې پر يوه بله زينب نومي پنجابي ماشومي باندې ټوله پاکستان غم څرګند کړي د هغې پنجابي انجلی قاتل يې سزا کړی خو زما زينب پښتنې پرښتي ته په دې، تش په نوم اسلام قلعه کې هيڅ د انصاف تمه نشو کولای ځکه چي دا هدفي پيښي دي دا ټوله ځناور د پنجابی پوځ تر سرپرستي لاندي ساتلي کيږی، د پښتون په دي وطن کې د سپو او ځناورو ژوند ده .

#Justice4Zainab