کور / #PTM / پاکستاني پوځیانو د وزیرستان شپږ ملکي وګړي ونیول

پاکستاني پوځیانو د وزیرستان شپږ ملکي وګړي ونیول

د شمالي وزيرستان د ممى روغه منظرخېل په توت نارى کلي کښې د بم چاودنه وسوه چي مرګ ژوبله یې نه لرله خو په سیمه کي د پاکستان ظالم پوځ یوار بیا پر ملکي خلکو تشدد وکړ, شپږ بیګناه کلیوال یې له ځانونو سره بیولي دي او په سیمه کي یې ګرځبندیز اعلان کړی دی.

د سیمي اوسیدونکي وايي په دې سیمه کي چي په اصطلاح ګام پر ګام د پوځیانو چیک پوستونه جوړ سوي دي، څوک یو وړوکی چاقو هم نسي لېږدولای، دلته د بم راوړل د هیڅ ملکي وکړي د وس کار نه دی، د بمونو کاروبار یوازي پوځیان او هغه کسان کوي چي پوځیان یې پخپلو ګاډو کي لېږدوي رالېږدوي.

د سیمي ډیری خلک په دې نظر دي چي پوځیانو د څو میاشتو راهیسي یوار بیا د ملکي خلکو ځورولو ته ملا تړلې ده خو بل اړخ بیا په سیمه کي بیا د ناپیژاندو وسله والو ازاد تګ راتګ زیات سوی دی او پوځیان هغوی ته هیڅ نه وايي.

د وزیرستان خلک د تیري یوې نیمي لسیزي راهیسي د پاکستان د پوځ لخوا د ظلم او تشدد سره لاس و ګریوان دي، ددوی بشري حقونه تر پښو لاندي سوي دي، دوه سوه زره کسان یې په زور ترې نادرکه کړل سوي دي ورک او وژل سوي دي او د ستونزو کړاوونو دا لړۍ پرې اوس هم روانه ده.