کور / تازه خبرونه / د سهيلي پښتونخوا په ميزۍ اډه کي پر اته کلن ماشوم جنسي تیری سوی دی

د سهيلي پښتونخوا په ميزۍ اډه کي پر اته کلن ماشوم جنسي تیری سوی دی

پر تنکي ماشوم، اته کلن انعام الله داوي د سهيلي پښتونخوا د عبدالله کلا، ميزۍ اډې کلې د داویانو په کلي کښي د جنسي تیری سوی او بیا په ډیره بېرحمي وژل سوی دی.

د سیمي خلک چي په دې زړه زړه بوږنوونکې پېښه سخت غمجن سوي دي له لومړي وزیر ، د پوځ مشر ، وزیراعلی او نورو چارواکو غواړي چې د انعام الله داوي، وحشي وژونکي ونیسي او هغه دې په عام محضر کې اعدام کړي چي په راتلونکي کې دداسي جنایتونو د مخنیوي سبب سي.

پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

انعام الله داوي - قلعه عبدالله