کور / تازه خبرونه / په سهيلي پښتونخوا کي پر یوه اته کلن کوچني جنسي تیری سوی او وژل سوی دی

په سهيلي پښتونخوا کي پر یوه اته کلن کوچني جنسي تیری سوی او وژل سوی دی

پر تنکي ماشوم، اته کلن انعام الله داوي د سهيلي پښتونخوا د عبدالله کلا، ميزۍ اډې کلې د داویانو په کلي کښي د جنسي تیری سوی او بیا په ډیره بېرحمي وژل سوی دی.

د سیمي خلک چي په دې زړه زړه بوږنوونکې پېښه سخت غمجن سوي دي له لومړي وزیر ، د پوځ مشر ، وزیراعلی او نورو چارواکو غواړي چې د انعام الله داوي، وحشي وژونکي ونیسي او هغه دې په عام محضر کې اعدام کړي چي په راتلونکي کې دداسي جنایتونو د مخنیوي سبب سي.

پولیسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

انعام الله داوي - قلعه عبدالله