کور / تازه خبرونه / د سړک د غاړي بم په کابل کي څلور تنه ووژل

د سړک د غاړي بم په کابل کي څلور تنه ووژل

څلور نور ولسي خلک د کابل په سويل کې په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.


د کابل د پوليسو مشر سالم احساس لراوبر ته وويل دغه څلور ځايي خلک په چهار اسياب ولسوالۍ کې هغه وخت ووژل شول چې گاډى يې د سړک د غاړې پر يوۀ بم وخوت.


 د کابل پوليسو مشر وويل دا بم نوى ځاى پر ځاى شوى و. خو تر اوسه معلومه نه ده چي که دغه ماين ريشتيا هم نوی ځای پر ځای سوی وي نو ترشا به يې د چا لاس وي .