کور / تازه خبرونه / په خوست کي د بهرنيو ځواکونو پر اډه بريد سوی

په خوست کي د بهرنيو ځواکونو پر اډه بريد سوی

په سهيل ختيځ ولايت خوست کې د بهرنيو ځواکونو پر پوځي  اډه د توغنديو بريد شوى او لږ تر لږه يو بهرنى سرتېرى يې ټپي کړى دی.


 وسله وال طالبان وايي دوى د نړيوالو ځواکونو پر يوې اډې ١٥ توغندي ور ويشتلې او گڼ شمېرو سرتېرو ته يې مرگ ژوبله اړولې.


د دغو ځواکونو يوې ځايي وياندې د وسله والو طالبانو له خوا بريد تاييد کړ او ويې ويل چي يوازي يو تن بهرنى سرتېرى يې ټپي کړى دى.