تخار ولايت د ملي امنيت چارواکي د پښتنو په وړاندې پيل شوې دسيسه کې لاس لري

47 | اگست 30th, 2008


تخار ولايت د ملي امنيت چارواکي د پښتنو په وړاندې پيل شوې دسيسه کې لاس لري

 


 




د بلوچستان له ژوب ښار څخه تخار ولايت ته راستانه شوي کډوال چې له تېرو لسو ورځو راهيسې د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په يوه کلا کې د ځايي ازبک جنګسالارانو قاضي کبير، حاجي جمشيد، حاجي سليم او ميرزا باچا د وسله کسانو لخوا يرغمل شوي وايي چې د روانې شخړې تر شا د ملي امنيت چارواکي لاس لري.




يو تن راستانه شوي کډوال حاجي نصرالله چې دا وخت د لسمې ورځې لپاره د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په زندان کې بندي  دی وايي چې د دشت کلا ولسوالي د ملي امنيت مدير ميرزا باچا د راستان شويو پښتنو کډوالو پر ضد وسله وال کسان ګومارلي او دوی خپل پلرني کلي ته نه پرېږدي.


نوموړي وويل تر څو چې د ملي امنيت دغه چارواکی پر خپل ځای پاتې وي نو ددوی ژوند د مرګ له ګواښ سره مخامخ وي.




حاجي نصرالله له افغان حکومت، ولسي جرګې او په ځانګړي ډول له ولسمشر حامد کرزي څخه د دوې د ژوند د ژغورلو غوښتنه وکړه.






د تخار ولايت يو چارواکي ومنله چې د دشت کلا ولسوالۍ د ملي امنيت مدير ميرزا باچا د کډوالو پر ضد د بلوا او د راغلو کډوالو پر وړاندې د ځايي ازبکانو په پارولو کې لاس لري. 

Copyright Larawbar 2007-2024