" /> " /> " /> " /> د نننی ځانمرګي بريدپه اړه دسالنګي او که مجاهدومنو… – لراوبر ویب پاڼه
کور / تازه خبرونه / د نننی ځانمرګي بريدپه اړه دسالنګي او که مجاهدومنو… Fotos

د نننی ځانمرګي بريدپه اړه دسالنګي او که مجاهدومنو… Fotos

وسله وال طالبان وايي چي دکابل ښار په ننۍ ځآنمرګي بريد کي دوه لنګروزر اويوه سرپ موټر دبهرنيوځوکونو ويجاړکړي دي خودکابل امنيه قوماندان بيا وايي چي يوازي بريد کوونکي وژل شوي دي اوبهرنيو ځوکونوته کوم تلفات نه دي اوښتي .



دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه وويل چي نن له غرمي وړاندي دملارحمت الله په نوم يوطالب چي دخوست ولايت اوسيدونکي ووله غرمي وړاندي په لس نيمو بجو يي په ا مريکايي ځواکونو فدايي بريد وکړاودري موټر يي دهغوي لمنځه يوړل .


مجاهد ادعاوکړه چي په دي چاودنه کي دامريکايي ځواکونو دوه لنګروزر اويوه سرپ موټر چي پوځيان په کي ناست اوله کابل څخه وردګو ولايت ته روان وو دپغمان اړوند دپجنه چنار په سيمه کي چي دکابل کندهار دلويي لاري پرسر پرته ده چاودنه شوي .


خو دکابل امنيه قوماندان جنرال ايوب سالنګي چي دشمالي ټلوالي اړوند شخص دي دي وايي چي يوازي ځانمرګۍ په دي بريد کي وژل شوي دي .


هغه وويل چي ګومان کوي چي ځان مرګي بريد کوونکي په يوه ډيناډوله موټر کي دغه بريد ترسره کړي وي .


خوپه سيمه کي دموټرو ټوټي اودبدن غوښي ښکارېدلي خو عيني شاهدانو ويل چي دبهرنيو ځواکونو دموټروته يي هم ذيان اړولي دي .


نوموړي ويل چي چاودنه وشوه دبهرنيو ځواکونو له موټرو هم لوګي پورته کيدل اوپه پنچر ټيرونو روان وو .