کور / نثر / انسان او نظام

انسان او نظام

دنړي هر نظام هغه که مذهبي دي او ېا غېر مذهبي دانسان لپاره نازل او جوړشوي دي مقصد پکښي دانسان نجات ، فلاح او اصلاح وي . اسلام ، عېسوېت ، هندومت ، او ېانور اسماني او الهامي مذاهب ټول انسان ته توصېه کوي . کمېونېزم ، سوشلېزم ، کپېټلېزم ،سېکولرېزم او ډېموکراسي هم د انسان د مادي او روحي تسکېن اسباب منځ ته راوړي  .  دانسان کرامت پر مذاهب او نورو قوانېنو حاوي دي .  ېواځي ترورېزم دي چي انسان ضد مفکوره ده او د ترورېستانو په اېمان کښي دا نقشه پرته ده چي نه انسان دمذهب او عقېدي لپاره پېدا شوي دي . انسان تر عقېدي او رواج قربانول د هر عقل سلېم له مخي ېو مردود عمل دي .
 هر هغه څوک چي انسان من حېث الانسان نشي زغملي او د انساني کرامت لهاذ نه ساتي هغه اصلا د هېڅ قانون او عقېدي وفاداره ندي بلکه ېواځي د بهېمېت او نفساني هواهش غلام او بندېوان دي . په افغاني ټولنه کښي له پېړېو وروسته اوس داسي عناصر راپېدا شوي دي چي د هېوانېت په صفت موصوف د نورو انسان ضد مفکورو حامل افرادو له لوري غواړي د ټولني فطري ارزښتونه چي صلحه او انساني کرامت پالنه ده کمزوري کړي .
دا حېوان صفته هغه پاکستاني او عرب جنګېالي چي له مغرب سره دخپلو تېلو د احصاېو پر سر په جګړه بوخت دي . زموږ د بدي لاري مقلدېن غواړي د پردو عربو دتېلو په اور کښي خپل ځان او هېواد لو لپه کړي . هېپ دي وي دداسي بېعقلانو پر شعور چي د هغو خلکو جنګ ېي کور ته راوړي دي څوک چي پر موږ دخداي دکعبي دېدار په رېالونو خرڅوي .