د ټولوژنې پر وړاندې راپورته شئ !   " />  د ټولوژنې پر وړاندې راپورته شئ !   " />  د ټولوژنې پر وړاندې راپورته شئ !   " />  د ټولوژنې پر وړاندې راپورته شئ !   " />  د ټولوژنې پر وړاندې راپورته شئ !    – لراوبر ویب پاڼه
کور / سياسي /  د ټولوژنې پر وړاندې راپورته شئ !   

 د ټولوژنې پر وړاندې راپورته شئ !   

 
هېچا د نړيخور پانګوال  ښکېلاک انساندښمنه  څېره  دومره  څرګنده اورسوا نکړای  شوه  لکه  دتورې  ماڼۍ  واکمنو چې په افغانستان  و عراق کې د خپلو ورځنيو کړووړو له لارې هغه  ګردې  نړۍ ته په  خپله ور وښووه .


اوس هرڅوک په دې پوهېږي چې دنيويارک برجونه ، د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه او په عراق کې د ټولوژنده وسلو ډنډوره  ګرد سره  هغه  پلمې وې چې  ډبرزړيو   پانګوالو د خپلو ګټو لپاره  د دغو دواړو هېوادونو د نيولو په  لار کې کار ترې  واخيست  .


موږ  د امريکا د عامو پرګنو پر شرافت او پاکوانساني احساساتو بشپړ باوري  يو او په  دې  پوهېږو چې  هغوی  هم  د هر انساني ناورين  له لامله  د نورو انسانپلوه  ځواکونو غوندې  ځورېږي  . خو يو ټکی چې غواړو ور ته            ويې ووايو دا دی  چې له  بده مرغه د دوی  سياسي واکواګي د داسې کړۍ په لاس کې دي چې د پيسو ګټلو په هڅو کې هېڅډول انساني ارزښت نه پېژني . دا  ټولو امريکايانو ته  يو بد زېری  دی  چې  همدغو واکمنو يې  په  ګرده نړۍ کې امريکايي ضد څپې داسې تودې کړي  چې نېژدې  ده  دامريکا د ګوښه کولو لپاره ټول سره يوموټی شي او په لومړي  ګام کې  هر راز راکړه  ورکړه  ورسره  ودروي  .


تر هيروشيما ، ناګاساکي اوويتنام وروسته  چې امريکايي  ښکېلاکګر و پر افغانستان  و عراق  يرغل کړی ؛ د پرګنواکۍ ( ډيموکراسۍ )، بشري رښتو اوله  ترهګرۍ سره د جګړې تر نامه لاندې يې لسګونه  زره انسانان  وژلي ، ټپيان کړي ، بېکوره کړي او دوېرې اوترهې تپه تياره يې پرې راوستې ده .


د ا جګړه مار ګرد نړيوال  تړونونه  سپکوي  او پر کليو بمونه غورځوي ، ملکي موټر په ګوليو ولي ، دشپې پر کورونو داړې  غورځوي ،  هر څوک په خپل سر په  وحشيانه  زندانونو کې اچوي ، دترهګرو تر نامه لاندې  يو مخيز کوشنيان ، ښځې ، زاړه او ځلميان  وژني  او په يوه وينا ، د تمدن  تر پرده لاندې  بيابربريت تمثيلوي  .


يواځې  روان  کال  يې له ترهګرۍ سره  د جګړې  په  پلمه  په  هلمند،کندهار ، ارزګان ، غزني ، خوست ، پکتيا ، کونړ، نورستان، ننګرهار،لغمان ، کاپيسا،هرات  اونورو ولايتونو کې څومره بمونه  وغورځول ؟ څومره ګولۍ يې ووورولې ؟   څومره کلي يې دړې ، وړې کړل ؟  څومره انسانان  يې په وينو لړلي خاورو ته ولېږل ؟ او په پای کې يې څومره د خپلو لوڼو  زامنو ، ميندو پلرونو ، خويندو وروڼو ، خپلوانو دوستانو او هېوادوالو په وير و ژړول ؟


داهر څه  په ډاګوي چې د پنتاګون  جګړه مار شپه او ورځ   پر وګړوژنه  لګيا دی  . د دوی  اوهغه چا دکړنې  تر منځ  هېڅ  توپير نشته  چې د ملکي وګړيو په ګڼه ګوڼه کې بمونه چوي  .  دا دواړه  هم ترهګري  ده ، هم  ټولوژنه او په ټوليز ډول يو انساني ناورين .


د هر انساني ناورين  پروړاندې  چوپتيا په  هغه کې دلاس درلودلو يايې  د منلو مانا لري  . هرهغه څوک چې ځان  ته رېښتينی انسان وايي  ؛  دنده لري  چې د هر انساني ناورين  دمخنيوي  لپاره  هماغه  ځواک  ولوښی  وکاروي چې  په  واک کې  يې  دی .


بوش و انډيوالو يې  په افغانستان وعراق کې د لمر غوندې  روښانه کړه  چې نه  د انساني رښتو پروالري ، نه  د  پرګنواکۍ  او دا دواړه  يواځې د هغو هېوادونو دنيولو لپاره  د ډال غوندې کاروي  چې د دوی ګټې په کې نغښتې دي .


دا خبره هله  ښه ترا څرګندېږي  چې د نجد شاهۍ(۱)پر وړاندې  د امريکا چلن ته وکتل شي  .


هلته   د پرګنواکۍ اوبشري رښتو څرک نه لکېږي ، هر څه  يې دپاچا په لاس کې دي ، د شاهي کورنۍ غړي يې وزيران دي ، پارلمان  نه لري ، ګوند په کې نشته ، خپلواکه  خپرونه  په کې نشته او څوک  له وېرې  د پوزې سڼ  په کې وېستلای نشي خو واکمنو يې  چې امريکايي کمپنيو ته  غاړه ايښې ، هرلوری باز پرلاس جګه  غړۍ ګرځي او له  هرې الوتکې چې  راکوزېږي ، سرې غالۍ يې  پښوته غوړېدلې وي .


امريکايي  واکمنه  کړۍ  چې  دا دومره  د ډيموکراسۍ او هيومن  رايټس  چېغې وهي ؛ ولې يې  يوه  ورځ  هم دسعود کورنۍ ته  په  دې اړه  څه  ونه  ويل  ؟  هېڅکله به يې ورته ونه وايي ، ځکه چې هلته د تېلو دسوداګرۍ پر اوسنيو ګټو د دوی  لاسبری  يواځې ديکتاتور  ـــ توتاليتر نظام   له لارې  په ډاډمن   ډول پايښت  درلودلای شي .


د پرګنواکۍ اوبشررښتو پېرزوينه  دوی  پر هغه  هېواد باندې کوي  چې  د ځان ځايولو اړتيا په کې  ويني ، لکه په افغانستان  و عراق  يې چې  دهمدغې  پېرزوينې خوند وڅاکه .


د افغانستان  په اړه  د واشنګټن  د روان  سياست  څېړنه  دا ټکی څرګندوي  چې امريکايي  پوځ  د اوږدې  مودې لپاره  دغه  هېواد ته لېږل شوی او دشتوالي لپاره  يې  دجګړې اوږدوالی  د منطق  په توګه کارول کېږي  .


همدا لامل وو چې جورج  بوش  په لوی لاس جګړه اوږده کړه  . يوې  ډلې    جنايتکار و اجورتي  مجاهدينو ته  يې مارشالي او پارلمان  ورکړاو بله  جنګي  جنايتکاره  طالبي   ډله  يې له  هر څه سره  وشړله  . لومړۍ ته  يې متمدنه  وويل او دويمه يې ترهګره وشمېرله . اخوا يې  پاکستان  د ترهګرۍ  تر نامه  لاندې  په  جګړه کې خپل انډيوال  وباله  او ميلياردونه  ډالر  يې  ورکړل .  هغه هم په همدغو ډالرو په افغانستان  کې جګړه توده کړه  . امريکا ښه  پوهېده او پوهېږي  چې د پاکستان  استخبارات  څه کوي ؟ سره له  دې يې  هم  هېڅکله  ټنډه  پرې  تريوه نکړه ، ځکه  چې همدا يې غوښتل او هر څه  يې تر اوسه له  پلان  سره سم   پر مخ  روان   دي  .


د ترهګرۍ  د له منځه وړلو په نامه يې له  نيمايي  ډېر افغانستان  ړنګ کړ ، خو د ترهګرو پته  ونه لکېده . هره ټېليفوني کمپنۍ او ځايي پوليس پوهېږي  چې کومه شمېره ټېليفون همدا اوس چېرې دی ، خو له امريکا نه  په دومره پراخه ټېکنالوژۍ کې دسلګونو  ټېليفونو او مخابرو ځايونه   ورک دي او موندلای  يې  نشي  (!) .


  تر څو به په چلول باندې قدم راسره ږدې               لاسونه به په دروغو په قسم راسره ږدې


د خبرې  بېخ  په  دې کې دی چې د جګړې  پای ته  رسېدل دلويو پانګو د خاوندانو   په ګټه  نه دي .  دوی پوهېږي  چې  بيا به  د امريکايانو په ګډون  ګرد نړيوال ورته  وايي چې وځئ ! نور  څه  ته په افغانستان کې پراته ياست ؟


توره  ماڼۍ  له  دې  پوښتنې سره  له مخامخېدلو ډډه کوي . هغه  د چين ، روسيې ، ايران  و پاکستان  په  اړه  اوږده  پلانونه  لري  او په پام کې يې ده  چې دا هېوادونه داسې وځپي چې   وروسته  په  ډاډه  زړه  پرګرده نړۍ خپله  واکمني بشپړه کړای  شي  . د دې موخې لپاره يې افغانستان  نيولی او په يوه لاس  اور په کې بلوي او په  بل لاس افغانان  په کې سېزې . دا چې په  دغه  جګړه کې د طالب  و مجاهد په نامه  ورګډ اړ خونه   دهغې  په رمز وراز پوهېږي که  نه او ټينګار پرې کوي ؛ پرته له  دې چې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې دا هېواد دا مريکايانو په لاس  نور هم  وران کړي  او د تباهۍ کندې ته يې لا پسې وروغورځوي  ، بل څه ترې  نه جوړېږي .


تر هغې چې جګړه روانه وي له  ښکېلاکي ځواکونو سره  د استدلال لار تړلې ده . دوی همدا غواړي او په  هره  پېښه کې سملاسي تروريزم  پلمه کوي  . همدا پلمه  ده چې  هم  يې  يو  مزدور  رژيم   پر ټول ولس  ورتپلی چې د خلکو وينې  وزبېښي او هم  په  خپله  په ازاد لاس  د بېګناه انسانانو د وينو رودونه بهوي .


په دې توګه ، افغانان  د تاريخ  په يوه  بدمرغه  مثلث کې ښکېل شوي دي .  دتورې ماڼۍ ښکېلاک + مزدوررژيم + طالب  ــ  جهادي اورشيندي د دغه مثلث  درې اړخونه  دي  .


په   دوی کې  بيا دکرزي  په ګډون  ښکېلاکي  چوپړيان   په دې هيله  چې ګوندې  د خلکو سترګوته  به خاورې ور وشيندلای شي ؛ کله ، کله  تش  په  خوله  د امريکايانو ټولوژنې  وغندي ا و اوښکې تويې کړي  .


اوس څوک دومره لوده  نه  دی چې په کرغېړن سياست کې د بورې  او تمساح اوښکې  ونه پېژني اوتېروځي . که  دوی  يوه  وربشه  غيرت درلودلای  ، د پيسواو څوکۍ لپاره  به يې له  ځانه  داسې لانځکې  نه  جوړولای  او چا به داسې نه نڅولای . 


هرومرو خونه  ده  چې سړی  دي  ولسمشر ، وکيل ، وزير ، والي ، رييس يا کوماندان  وي .


هرومرو خونه  ده چې سړی دې ډېرې پيسې راټولې کړي .


هرومرو خو نه  ده چې سړی  دې  په زغروال بنز  و لندکروزر کې سپور شي .


هرومرو خو نه  ده  چې سړی  دې  تشناب  ته هم  له بهرنيوکرايي  باډيګارډانو سره  ولاړ شي .


هرومرو خونه ده چې سړی دې شامدام  د بابېزه تاويلي ماويلي لپاره په تلوېزيون کې ښکاره شي .



ګوته پر غاښ يو چې له دا هر څه نه څنګه خوند اخلي ؟


څنګه نه شرمېږي  ؟


څنګه  په دا چټله ګټلې ډوډۍ کانګې نه ورځي ؟


څنګه  د خپلو مېرمنو ، لوڼو او زامنو مخونو ته کتلای شي چې په داسې مرداره ډوډۍ يې ساتي او ستروي  يې ؟


دابه څومره  دعقيدې ، باور ، وجدان وشخصيت کمی وي چې شااوخوا وينې بهېږي ، اور ولوګي خېژي ، وير وزګېروی دی  او څوک دې بيا هم څوکۍ  ټينګه کړي او هر جابر ومستبد ته  دې  په جينګو داړو لاس  پر نامه  ودرېږي  .


که دوی وايي چې موږ څه وکړو ؟  زموږ خو څوک نه اوري  او دپياز پوټکي ارزښت هم  نه راکوي  ، نو يوه  وروستۍ تاريخي مېړانه خو کړای شي چې په  ډاګه  ټولو ته  ووايي  چې له موږ سره  د دغو ټولوژنو او ملي بدمرغۍ د مخنيوي  واک  نشته  اوتر دې  وروسته  د بې ننګۍ او بې پتۍ پر دغو څوکيو نه کېنو .


پروت  په  وينو کې لت پت  ښه  يم  په پت کې                    نه  دسرو زرو پر تخت  باندې  بې  پته


داسې  بې  پته  څوکۍ  دې اور واخلي !


پرېږده  چې دا دلانځکو نڅا پای ته  رسېدلې  وای اولکه انګرېزانو چې په  بريتانيايي هند کې  خپل  وايسرا کېنولی وو ، امريکايان دې هم  اړ شي چې  په افغانستان کې نېغ خپل  رېښتينی  وايسرا ، وزيران ، وکيلان ، ګورنران او ججان کېنوي چې هم  د اوسنۍ ادارې له اوږو دګرمې پېټی کوز شي او هم نړۍ لا سمه  وپوهېږي چې په افغانستان کې رېښتيا څه تېرېږي ؟!


موږ پو هېږو چې دا يو ايډيال دی  . ځکه ، د رژيم  په  واکمنه کړۍ کې له  سايکالوژيک  پلوه  داسې څېره  نشته  چې د دوو پيسو لپاره سل سرکونډې  ونه  وهي  .


دوی  په  خپل ځان کې  د « اېګو » زړی  وژلی . پر بې اېګو انسان  هر رنګه  لوبې کېدلای  شي . که څوک د دوی  ولس وژني ، که څوک  ددوی هېواد ړنګوي او که څوک  د دوی  په  ارزښتونو اونواميسو تېری کوي  ، دوی به تر هغې ځان ونه خوځوي چې  دچړې څوکه د دوی پوستکي ته ور رسېدلې نه وي  او چې  هغه هم  ورورسېده  يا به دتېښتې لار نيسي او يا به رمباړې وهي .


سملاسي واشنګټن همداسې  يوې ګوډاګۍ ادارې  ته  اړتيا لري  لکه  دا جوړه کړې  يې چې  ده . تر هغې يې چې په افغانستان  کې هيلې سرته  رسېدلې نه وي ، دا هېواد به هېڅکله دې ته  پرې نه ږدي چې ديوه خپلواک  ــ ملي  شمېرندوی دولت  خاوند شي .


سره له  دې هم ، موږ اړ يو چې  د خپلو هېوادوالو دمرګ ، ژوبلې  د مخنيوي  په لار کې له  هېڅډول  هلوځلو لاس  وانه خلو .


موږ به  هر ځای او مهال د انسانپلوه  ځواکونو غوږ ته  دا ټکی ور رسوو چې   د بېوزله  افغانانو پر وړاندې پلانيزه  ټولوژنه  ، جنګي  جنايت  او درې اړخيز تروريزم  روان  دی  .


موږ  به  هرځای  او مهال  د جنګي جنايتکارانو نومونه  يادوو او محاکمې ته به يې د درولو غوښتنه کوو .


موږ به  هر ځای  او مهال  دښکېلاک و زبېښاک پر وړاندې خپل غږ پورته کوو او  نړيوال  به  خپل ملاتړ ته  رابولو .


پوره  ډاډمن  يو چې  دا راز غوښتنې  به هرومرو خپل سراسري اغېز څر ګند او د بېګناه افغانانو دنړيوالې ننګې او ملاتړکرښې به  لا پياوړې کړي  . 



۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰


(۱)  د سعود زوی  عبدالعزيز  پر  ۱۹۲۳کال  په  خپل کورني  نامه  پورې   وتاړه او« سعودي  عرب  » يې  نوی  نوم  شو .