کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د [پاريس کنفرانس] او که[ په وچه دبه سر غوړول؛]؟

د [پاريس کنفرانس] او که[ په وچه دبه سر غوړول؛]؟

استعماری مستبد قدرتونو دخپلو شومو ارمانونواومځکو اشغالولو د تامين په خاطر دهرډول ظلم اووحشت څخه مخ نه ګرځولی ؛ نه يي يوازی بيل بیل راکتونه ،توپونه بمونه اومختليف سوځونکي وسايل استعمال کړی او استعمالوی ،بلکه په فرهنګی اوسايکولوجيکی برخوکي هم دبيرلو ، باټوويشتلو،درواغ ويلو په شکل کی هم داسی تبليغات رامنځ ته کوي چی محروم ولسونه ډيروختونه په خطاباسی اوبیروي يي .

په دي لړکی به يي دخطاايستلو او غولولو پروسه چی دسیاست او سوداګرۍ سيمی يي ډير ی په لړ لی دی ،دامريکا په لاښوونه دناټو پر هغه کنفرانس څه ناڅه ووايو چی په کال( ۲۰۰۸ )دجولای پر شلمه نه يوازی دافغانی قهرمانو خلګو اوولسونودخطاایستلو له پاره په پاريس کی تددویرشو بلکه دجهانی هغو ولسونودغولولو له پاره هم یوه وسیله شوه چی دامپريالسیم په دسيسو لا پوره نه دی پوه سوي .

په نوموړی کنفرانس کی چی دافغانستان ددولت مشر کرزی هم برخه پکښی درلوده  .دامپريالستی هيوادونومشرانو په ډراماتيکه خو ډيره بی نزاکته توګه داوښودله چی ګواکی افغانستان ددوی په سرو منګولوکی داغواړی چی پر دی بیچاره خوقهرمانو افغانانو نه يوازی استعماری باداری تامین کړی ، بلکه دهغه استثماری نظام رواجول يي عمده هدف دي . چی پر فردی اصالت تکیه لری خوبرعکس ، دافغانستان فرهنګ ، سياست اوپه کلي توګه اقتصا ددنوموړی سيسټم څخه دومره فاصله لري چه نړيوال امپريالستی هيوادونه به يي په په ډير قيمت ، په اقتصادی اوفرهنګی لحاظ ،په هغه ډول اعمار نه کړای شی څنګه چی دوی نن په وحشيانه توګه په لګیادی .

نومولی دخطاایستلو کنفرانس چی د((پاريس کنفرانس )) په نامه مشهور شو ، خورا ژريي نړیوال اخبارونو، مجلو ،     .ګانو،راډیو ګانو اوداسی نورومید یايي وسایلو داسي شخوند پروواهه چي په هيڅ صورت ، هيچا دنوموړی کنفرانس دخطاايستوپرمحتوالږ څه بحث ونه کړ .خودافغاني ولسونو تحقير اود طالب په نامه دهغوی تعجيز دکنفرانس دمحتوا يوه هغه برخه وه چی ژورنا لستانودخپلو وظيفي په څير خپل اورګانونه پوره په وچلول . په دي ترڅ کی ځينو افغانی خپرونوهم په پراخ لاس ، چی دکنفرانس انعکاس دی ، وويل ، ( کرزي دتيروکلونو ۲۵  بلیونوډالرونودمصرفولو تونايي هم نه درلوده ، ) چی البته ، همدغه ډول ده . خوبايد هغوی په ژوره توګه پوه شوی وی ، دهرچا لاسونه چی تړلی اودځان اختيارونه لری ، نه شی کولای حتی يوه ګوله ډوډی هم په خپل اختيار وخوړ لای شي . اوس ، خبره داده چی دکرزی پر بیچاره ګیوا واداری ناتونيواضافه دامپريالستی هيوادونونماينده ګان چی په دولت اونورومهموچاروکی يي سختی منګولی ښخی کړی دی اوهريودخپل هيواد اويا هم خپلو شخصی ګټو په تامين کی تلاښ کوی . اوهمداسی نورمهم فکتور ونه چی دناټودوحشتونواوولسونودوژلوسره سره دپرمختګ ګام نه شی پورته کولای ، هيڅ ليکوال يا ژورنالست يوه اشاره هم نه ده ورته کړې .

بله مهمه خبره داده چی خصوصآ افغانی خبريالانواوليکوالانودتيرو۲۵ بيلينونوډالرو محاسبه ، دهغوی مصرف اوسرنوشت باندی چندانی څه نه ويلی اونه يي ليکلی دی .

که په ډيره سر سری توګه دپخوا نيو خطا ایستونکو ۲۵ بيلينو ډالروته سړی وګوری ، نوبه ورته ثابته شی چی ( دپاریس کنفرانس ) هم واقعآ په وچه ډ به سرغوړول ) دی !« داهم ځکه چی يو واريي » « سر په وچه ډبه راغوړ کړ » ؛ وې غولولو ، دخپلو جنګی  قوتونودکلونومصرفونونه يي وايستل او په همدغو ډالرونو,

يي زموږ کلی اوکور ونه راخراب ، ولسونه اوبيچاره خلګ يي راشهيدان کړل اودانګریز انو ددريو وارودشرمناکوماتواو شکستونو انتقام اخستل يي هم پيل کړی دي . دهمدغوتير و۸ـــ ۶ کلونو په دوران کی په اصطلاح ۲۵ بیلیونه ډالره اففانستان ته ځکه په فضا کی ثبتول بولو چی له هه وخته څخه بیا تر ننه حتی د کابل په ښایسته اوتاريخی ښار کی نه منظم برق شته اونه هم دچښلوپه پاکو اوبو دچا تنده ماته شوې ده . همداسی دکابل ښار دسړکونواوکورونو ماتی اوخرابی لااوس هم په خپل طمطراق سره خپل نفرتونه درواغجنو اوخطاایستونکو استعماری ومتجاوز وقدرتونوته لیږی .

یوه دتعجب خبره داده چی خارجی ډول ډول مامورین اوکارداران چی په لسګونو او شلګونوحتی په سلګونوزره معا شونه دمختلفو لارو څخه يي واخستل لږ تر لږه يي دغه فکر ونه کړ اونه به يي شی کولا ی چی په ۲۵ بیلیونوډالرو نو مرستو کی لږ تر لږ دکابل ښار خرابۍ ، دوړی اوخاوری ورکی نه شوی اوتل يي دهوا دخرابۍ په سبب دموټر کړکۍ شپه او ورځ اړلی وي . ددوی وجدان ددوی ډيرومعاشونو اوډالرونوداسی تسخیر کړی دی ، چی که يي تغیر په خوب ووینی نو بیله شکه به دخوبه داسی جګ راوغورځی چی دکار ه يي لیری نه کړی اوبیرته يي لکه دژرندی ژرنده ګری سیپره څټ په ژرنده کی ونه دروی .

په کاناډا کی هم ځینی افغانی خپرونی ، حتی ، دخارجی ورځپاڼو لکه فینا نیشل ټایمز اوداسی نوروخبرونوپه حوالوداسی ليکی :

( دافغانستان ددموکراسۍ جریان دناکامۍ سره مخامخ دی . په افغانستان کی ددموکراسۍ څیره مړه ده ، اودنړیوالی ټولنی باور دکرزی څخه سلب شوی دی . )دلته ډیر بحث ځکه پکار نه دی چی په افغانستان کی دموکراسی چیری وه ؟

دبیګانګانوتروحشی ترینوټانکونواوراکټونولاندی نه یوازی ددموکراسی مفهوم نه لری بلکه هرډول آزادۍ له پاره يي هم دروازې بندی دي .

د« پاریس کنفرانس » په ډیر ی سپین سترګۍ سره افغاني دولتی هیئت خصوصآ کرزی ډیروترټۍ اودولتی هغوفساد ونوپه نامه يي سپکاوۍ وکړ ، چی ټول يي پخپله دوی زیږولی اوپرمخ وړی دی . البته ، دنوموړوتهدیدونویو علت هم دادی چی باید دنوموړوډالرونوزیاته برخه دخپلو ( انجو ګانو ) به واسطه مصرف کړی او افغانی دولتی هیئت څه ونه ویلای شي ، لکه چی نه يي شی ویلای .

اوس خبره داده چی دافغانستان دولت یوټاکلی اداری ،سیاسی اواقتصادی  ماشین دی چی ناټويي واکدارانو په منګولو کی نیولی ، خوترابده يي ټینګولای نه شی . دغه دولتی ماشین چی په شګل کی يي دسرپرزه کرزی ښګاری ، عبارت دسنا اوملي شورامجلسونو ، نور ټول اقتصادی ، سیا سی اونظامی اورګانونو چی په مختلفو ډولونو، ښکاره اوپټو شکلونوسره دناټو تجا وزګروهیوادونو، دواشنګټن په لارښوونه په خپلو خونخورو چمبوکی کلک نیول دی . البته ، کرزی دخپلو ټولو ماسمالیو اوعجزونوسره سره دنوموړی محصور دولت یوه داسی کمزوره مهره ده چی ډیروختو نه يي ښايي ، توان اوقدرت ترخپلو مرستیالانوهم لږ اوحتی ، کله کله ، دیوه ژورنالیست اوخبریال توانايي به لاهم ونه لری . اوس نو چیری دی کرزی اوچیری يي قدرت ؟

ښايي سوال وشی ، یو څوک چی دومره ناتوانه وی نويي کارته بیا څّه ضرورت ؟ دا پوښتنه پوره پر ځای اومعقوله ده . خواصلی خبره به دی ځای کی ده ، کومه لاره چی کرزی اخستی اویايي پر برابر کړی دي ، یو طرفه ده . اما بله خبره داده چی ښايي همدغه لاره يي خوښه وي . باید وپوهیږو ، ننی افغانستان چی دناټويي تجاوز ګروواکدارانو اودهغوی دمزدورو جنایتکارانو اوهمداسی داخلی تفرقه اچونکو په تصرف کی دی ، هیڅوک نه شی کولای چی یا جنایتونه اووژنی له منځه واخلی اویا هم ددولتی فسادونو مخنیوی وکړای شی ، اوهمداسی نه شی کولای دټولنی دآبادۍ اوارامۍ په خاطر ګام پورته کړی . نودي ټول خبريالان اولیکوالان که داخلی دی یاهم خارجی په کلکه پوه شی چی داوسنی دولت اوکرزی پرځای که ددوی ټول اړخیزه مخالفین په ټول توان پر قدرت تکيه ووهی په هیڅ صورت به دټولنی دانکشاف په خاطر دمختلفو فسادونواوټولنیزوناوړتوبونو پرضدیو وړوکی ګام هم پورته نه کړی ، ځکه چی دولت ددښمنانو اوتجاوزګرانو په لاس کی دی . داچی یو څو استفاده غوښتونکی اونوکرصفته بروکراتان دخپلو ساتونکودلګیو په واسطه دکوره تر دفتره ځان رسوی اودډالرونودګټلوپرڅنګ دشپې تیرکوی ، نه دآرامۍ مانا لری اونه هم دپرمختګ .

«  دپاریس دکنفرانس » دترټنو څخه چی راتیر شو ، پردې به بحث وکړ وچی دکنفرانس( ۲۰ ) بیلیونه ډالره به دچاپه نصیب اودچا ه جیبونه به ډک کړي ؟

جواب يي ځکه اوس مشکل دی چی دپيسو دقیقه ویشنه يي لاتر اوسه نه ده بر ملاشوې ، خوبیايي هم دتیرو۲۵ بیلیونوډالرونودمصرف پرارقامونوباندی فکراوقیاس کولای شوچی دانوی ډالرونه به دچاجیبونه ډک اوڅنګه به (په وچه ډبه سرغوړ کړی ؟) تیر ۲۵ بیلیونه ډالره د(  ۲۰۰۲ ) کال څخه تر ( ۲۰۰۸  )پوری  په رسمی توګه دافغانستان له پاره اعلان شول ، اوس به يي وګوروچی نه يي یوازی دافغان ولس په دردونه خوړل بلکه دهغوی دوژلو اوخرابولويوه ښه وسیله شوه . ارقامواوورځپانوپه کانا ډا کی دیوی مشهور ی ورځپاڼی په ګډون داعلان کړه چی نوموړو۲۵ بیلیونو څخه لس بیلیونه تر خپل موعود ځایه پوری تر اوسه نه د ی رسیدلی . ښايي چی بیرته به پر شا تللی وی اویايي هم ښايي له خپل پخوانی ځای څځه لا ښور هم نه وی خوړلی .  په داسی حال کی چی ناټويي مرسته کونکو هيوادنوپه ټولو ، په زغرده د۲۵ بیلیونوضمانت اوسخاوت( !) اعلان کړی دی ، اویوازی واشګتن چی دنوموړی مقدار يي دريمه برخه باید ورکړې وای ، په تاسف چی یوازی يي دپينځوبیلیونوضمانت وکړای شو اوهغه هم عملی نه شو نو يي مامورینو په غلطه توګه یوه پلمه وکړه و چی  له واقعیت سره سرونه خوری . دوی وویل چی په ( هلمند کی حالات خراب وو ، ځکه يي نو دکجکی لویه پروژه وځنډیدله ) ښايي په دی خبره بي خبره موسسي خطا وزی اودغه درانه درواغ ومنی ( !)په داسی حال کی چی کجکی پروژه دپنځوسو کلونوداسی بشپړه شوی ده چی دقرارداد له مخی يي باید څلویښت کاله وروسته چی دکجکی بند کاسه ډکه سمی نويي امریکایان باید پاکه کړی . خوپه تاسف سره چی څو کاله مخکی کاسه داوبو اوبارانودنیستی له مخی دومره وچه شوه چی هیڅ اوبه يي نه درلود ی ، په اصطلاح دی امریکايي بشر دوستانو(!)  نه دا چی پروژی ته انکشاف ورنه کړ بلکه کاسه يي همداسی دلوشو اوخټو ډکه پریښودله چی اوس ډیری لړ اوبه ساتلای شی . 

دامریکايي مؤ سسوپه شان یو لړ نوری مؤ سسی هم شته چی یايي مرسته نه ده ورکړی . اویايي په کار نه ده اچولې ، فقط اوفقط پلمی اوبهانی يي دادی چی امنیت نسته ، دولتی فسادونه اوداسی نور ډير ممنعتونه يي په مخ کی دی . خوددي خبری یادنه کوی چی ددوی دانرژۍ اومرستو زیاته برخه په بمباریو ، خرابولو ، کلیو نړولواوافغانانوپه وژلو کی تیر شول ؛ ولسونه ورځ په ورځ ځینی لیری اوپه مقابل کی يي نفرتونه ورولیږل . لکه مخکی چی هم یوه اشاره وشوه : « دولتی فسادونه » دناټوپه واکدارانو مستقیمه اړه لری ځکه چی ددولت عالي رتبه مامور ین ، انجوګانی اونوری ستری اقتصادی اونظامی مؤسسی دناټويي واکدارانو سره مستقیمی اړیکی لری اوګټی يي بلکل سره شریکی دی . مانا داچی دمرستندیو هیوادونوتورونه یوازی اویوازی پلمی کول اوډالرونوخوړل دی . ( ماټ والدمین ) نامتو خبر یال دکاناډا په مشهوری ورځپاڼی( ټورنټو ستار ) کی په میړانی سره دافغانستان له پاره ستی « ناکامی اوناوړه اعلان کړی . » دی زیاتوی دنوموړومرستو څخه په عادی توګه اووه میلیونه امریکايي ډالره دیوی ورځی خرڅ خوسل ميلیونه ډالره يي دورځی نظامی اوجنګی مصرف دی ، په همدغه ډول مصرفونوکی راپورونه وايي چی په کابل کی دهوايي میدانه څخه بیا دامريکا تر سفارته چی میدان ته يي واټن هم لنډ دی ديوه میل سړک جوړول يي دری میلیونه ډالره په خرڅ شوی دی ، خو دنوروسیمو سړکان يي په نوموړوی مصرف څلور چنده جوړیدایشی .

همداسی ، یوبل آزاد خبر یال اکبر نومیږی ، دډالرونو دور کیدوپه برخه کی افغان حکومت دیوی سرچینی په حواله وايي : ډیره دتعجب خبره ده چی دپاتو پنځلسوبیلیونوډالرو نوڅخه دبنځوبیلیونو لاتر اوسه دمصرف ځای اووخت نه دی څرګند ( !) اضافه کیږی چی نوموړي پاته بیلیونه ډالره ، څلویښت په سلوکی دباندی وتلی او باقی يي دمشاورینو معاشونه اودکمپنیو دګټو ګټو قربانی دی . دمشاورینودښه او ارام ژوند په خاطر دکاله ۲۵۰ زرو څخه تر ۵۰۰ زرو ډالرو پوری ورکول شوی دی خوبیا هم که چیری کوم سنټونه پاته شوی دی هغه په کابل کی داسی مصرف شوی دی چی اصلی ولسونه کوم چی په کلیو اوصحراووکی ژوند کوی ، په خبر لاهم نه دی . په همدې توګه باید ووایو چی په مصرفولو کی سرداري د( انجوګانو ) ده .

اوس دی ګران لوستونکی وګوری چی د۲۵ بیلیونو ډالری ناټو يي سخاوت( ! )  بی له دی چی خلک اوولسونه خطا باسی ، خپل ژوند اووحشی جنګونه په تامین کړی اوخپل ناروا اشغال اووحشت ته ادامه ورکړی بل څه مفهوم لرلای شی ؟ په همدی ډول د( پاریس کنفرانس ) ددرواغوسخاوت اومهربانی چی لای هم سرنوشت پوره څرګند نه دی ، دتیرو ۲۵ بیلیونوډالرو نو په شان په فضاکی ورک شی اوافغانان به بی له جنګه امرګه بل هیڅ احساس لاهم ونکړی . نوپر همدغه اساس موږ وایو چی د( پاریس کنفرانس ) بیله « په وچه دبه سرغوړول » بل کوم مفهوم نلری .