د اطلاعاتو او کلتور وزیر ته سرخلاصی لیک

د لراوبر اداره | اگست 31st, 2008


لومړی خو سلامونه او درنښت:


فکر کوم په خپله به هم پوهېږي ، زما یادوني ته به اړتیا هم نه وي، او زما یادونه به زما په فکر ستالپاره ګټوره هم نه وي ځکه چي ته هم آخر وزیر یي دومره به هم بي پامه نه وي مګر څه به دي له لاسه نه کېږي.


په هر حال، وخت ډېر نازک دی، افغان ټولنه له ډېرو زیاتو لورو له ګواښ سره مخ ده، او افغان دولت یي په وړاندي داسي ښکاري لکه له یوماشوم سره چي د ګڼو لویانو جګړه وي.او له ماتي وروسته چي څه پري کوي هغه پري کوي.


وزیر صېب! خبر یي چي په کابل کي ګڼ شمېر رسنۍ د فعالیت ډګر ته وتلي دي. ته خبریي چي دوی ته څوک پیسي ورکوي ؟ ولي یي ورکوي؟ څه موخي لري؟ له همدي معضل سره د مقابلي چل هم درځي کنه ته هم د نور حکومت غوندي بس له ډاره په غار ننوتي او یواځي په یوه کلمه شور پورته کړي بېرته ورته کېنې. ترټولو مهمه کله کله یوه ورځپاڼه درپورته کوي چي څه یي لیکلي؟ یو تلویزیون ګوري چي څه خپروي؟


د خدای لپاره دومره هم مه کمزوری کېږه، په کابل کي چي څه رسنۍ دي ته یي لږ لږ وګوره یواځي یو ساعت یي په ورځ کي وګوره او ولوله چي هغوی څه نشروي، په خپله هم د رسنیو په اهمیت پوهېږي چي څومره اغېز لري، رسنۍ یوه ټولنه له سره په بل مخ اړولی شي، دا ټکی دي په پام کي دی کنه ؟


زه لدي ټولو تېرېږم چي دا رسنۍ د کومو اسلام دښمنه او پښتون دښمنه کړیو په لاس کي دي، راځم دي ته چي یوه ورځ خو دا خبرونه واوره چي دوی یي د بېګناه خلکو د شهادت په اړه نشروي.


ګرانه وزیره هغوی په سویلي سیمو کي د پاکو او مظلومو پښتنو د ټول وژني لپاره لمن وهي او زموږ د دین او ملت دښمن نور هم پاڅوي چي په مسلمان او مظلوم ملت غټ بمونه وغورځوي. هغوی په یو منسجم حرکت سره زموږ د مظلوم او مسلمان ملت پر ضد په ښکاره جنګ پیل کړی، موږ یي د مقابلي توان نلرو، موږ له یوي خوا د بهرنیو ځواکونو لخوا قتلېږو بل خوا له لوږي مرو او له بلي خوا همدا زموږ د وینو تږي له وخته په استفادي سره په خپلو خپرونو کي د پښتون قوم په ټولوژنه خوشحالۍ کوي او زموږ مظلوم ملت ته د ترهه ګر خطاب کوي.


ته د اطلاعاتو او کلتور وزیر یي ! پوهېږم چي په داسي شرایطو کي یي چي لاس نه شي خوځولی ، خو دومره خو وکړه چي په ملي سویه د رسنیو د خپرونو لپاره یو قانون جوړ کړه ، لاره په ګوته کړه چي رسنۍ باید څرنګه نشرات ولري، کوم څېزونه خپاره کړي او کوم په څه ډول خپاره کړي؟


لږ تر لږه نیوکه وکړه ، غږ پورته کړه ، که د هندي سریالونو د بندېدو په باب ماته وخوړه ، خیر دی ، ملت خو پوه شو چي دا ستاسي په خوښه ندي او دا هغه کړۍ دي چي افغان حکومت او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یي نه غواړي.


په ملي ورځپاڼو کي خو د پښتو یو یادوه ټکي ځایولی شي ، په هغه اېډېټرانو او مسولینو کي خو بدلون راوستلی شي چي تر اوسه د پښتون قام په ضد تبلیغاتي جګړه کوي ، په ملي تلویزیون کي خو د ملت په ګټه کار کولای شې.


له رسنیو خو غوښتلی شي چي ځانونه راجستر کړي او کومي رسنۍ چي راجستر شوي دي ، ځانګړي قوانین ورته تعریف کړي او دي ته یي پابند کړي چي ملت ته لږ څه احترام ولري.


دا خو کولای شي چي هغه رسنۍ چي تاسي یي نه غواړﺉ یا راجستر شوي ندي بندي کړي ، یا یي په خپرونو کي یوڅه بدلون ته اړ کړي .


دا خو کولای شي چي له جوړو شوو تلویزیونو څخه د یو کمیسیون یوي اداري یا یو نه پوهېږم د نوري نړۍ په څېر د ځانګړي ټیم په وسیله پوښتنه وکړي ، لدي ځان خبر کړي چي په هېواد کي دي تلویزیونونه څه نشروي، او باید څه خپاره کړي.


د خدای لپاره زموږ په ضد جنګ روان دی ، نور یي نو ختم کړو ، دومره مه کمزوری کېږه دا د خدای زور پیسي چي نړیواله ټولنه درکوي ریښتیني افغان کړۍ راغونډي کړه او ور یي کړه یوه یوه خپرونه پري وچلوي. خلیلي، رباني، محقق، مسعودیان،محسنیان او ګڼ شمېر نور کولای شي ، د تلویزیونونو لپاره پیسي پیدا کړي موږ نه شو کولای؟ خو موږ خو سراسر تر بمبار لاندي یو، په جنوب کي هم موږ پښتانه وژل کېږو په شمال کي هم ، په ختیځ کي هم موږ وژل کېږو په لویدیځ کي هم ، له پولي هغه غاړه هم موږ پښتانه وژل کېږو له پولي دي غاړه هم.


په انټرنېټ کي فارسي، په مجله او دولتي خپرونو کي فارسي، په تلویزیون کي فارسي په رادیو کي فارسي، دا خو خیر دی ، په ټولو رسنیو کي افغان دښمنه او پښتون دښمنه کړۍ راټولي دي، یوه خبره ما ډېر ځوروي او هغه دا چي تبلیغات اوس د فساد په لاس کي دي، د لویدیځ تبلیغات د یهودو په لاس کي دي او د ختیځ تبلیغات د شیعه وو. زه خدای مکړه له شیعه وو سره دښمني نلرم ، خو عربي نړۍ وايي چي په سیمه کي شیعي هلال د واک ته رسیدو په حال کي دی ، خو زه بیا وایم چي دا شیعي هلال نه دا ایراني هلال دی، دغه پلیت هلال ، عراق ، لبنان ، افغانستان ، ترکیه ، پاکستان او ټول د سیمي هېوادونه له داسي ستونزو سره مخ کړي چي یو خدای پوهېږي.


ګرانه وزیره! د خدای لپاره دومره نشي کولای چي یو داسي اوږدمهال پلان د رواني ستونزي دحل  لپاره جوړ کړي لکه هغوی چي زموږ د تباهۍ لپاره جوړ کړی.


موږ ته اوس ویل کېږي چي تاسي باید کابل ته راننه نوځۍ تاسي به انتحار راباندي وکړﺉ، موږ ته وايي چي تاسي پښتانه باید قتل عام شی او نور په افغانستان کي د پښتنو دور پای ته ورسید. زموږ ټولو پخوانیو مشرانو ته یي د سپکاوي په موخه مټي رانغښتي دي، موږ قتلوي ، دا مو تباهي کوي .


هغوی په یو منسجم حرکت سره زموږ پر ضد کار پیل کړی ، خوښه دي نور خپله .


ته داسي مسول یي خپل ملت ته چي څه یي کوي ، حداقل دي یوي خپروني ته پیسي ورنکړي چي لاړه شي په سویل کي خپروني ولري ، حل اقل دي یوه خپرونه په کابل کي فنډ نکړه ، حد اقل دي هغه خپل مسولیت تر یوي کچي ادا نکړ.


رنګه مو بده ده چي وزیر پښتون دی د پښتو لپاره کار کوي، ولاړل پښتانه نور ختم شول، نور به د تل لپاره له پولي دغي غاړي د هزاره وو او تاجکو غلامي کوي او له پولي هغه غاړه د پنجابیانو. دا لاسته راوړني یي ټولي د تبلیغ له لاري لاسته راوړي دي ، کار کوي او افغان افکار یي نور وران کړل او خپل پلیت افکار یي پکي پیچکاري کړل ، د سیمي هېوادونه لیونیان ندي چي هر پښتون دښمن ته د تلویزیون جوړولو لپاره پیسي ورکړي داخپل اهداف لري او غیر له پښتون دښمنۍ بل هیڅ موخه نلري.


ډېر څه مي په زړه پاتي دي ، نشي کېدلی ټول یوځای ووایم ، بلامو په دي حکومت پسي شه ، بلامو په دغه رسنیو او ډیموکراسۍ پسي شه ، بلامو په دغه ګڼ شمېر پښتون وزیرانو او مشرانو پسې، کرزی مو پښتون دی ځي ، په تاجکستان کي د دري فارسي ژبو !!!! هېوادونو افغانستان ، ایران او تاجکستان لپاره تلویزیون جوړوي، خو موږ تر بمبار لاندي ستونی مو وشلېد غږ مو څوک نه اوري.


پدي کړۍ کي ښکېلو لورو ټول واوری!!!!!!!! موږ نن اړ یو چي د ځان د دفاع لپاره له ټوپک څخه څه ! له القاعدي هم ملاتړ کوو ، له طالبانو هم له هر چا څخه موږ یو ځل بیا راځو دا حکومت په خپله جوړوو ، موږ پوه شولو چي که دا خلک واک ته رسېږي څرنګه رسنۍ جوړوي ؟ او څرنګه ملک اداره کوي ؟ موږ اوس زده کړل ، او موږ یي هم بېرته همداسي عملي کوو. منتظر اوسۍ ، موږ په یو بمبار نه ختمېږو ، موږ په یو بمبار څوک نشي ختمولی ، محقق او پښتون دښمنه کړۍ دي زموږ په بمبار په تلویزیونونو کي خوشحالۍ نه کوي. موږ بېرته راتلونکي یوو.


منتظر اوسۍ.


زموږ پښتنو زور همدا وو چي په کابل کي په انټرنېټ کي یو وړوکی مطلب په منزوي او مظلومه پښتو ولیکو ، هغه هم پرته له دوه دري لیکوالو او شاعرانو پرته څوک نه ګوري ، والله بالله په موږ د ژړا ځای دی. دا احساسات یوڅه کوي فکر مه کوﺉ چي یواځي احساسات دي د پښتون احساسات هر وخت بدلون راولي دا ځل به داسي بدلون راولي چي نړۍ ورته ګوته په غاښ شي، دا استکبار چي په غرب کي ونه نړیږي او دا استکبار چي په شرق کي ونه نړیږي دا ملکونه نه آرامېږي.


منتظر اوسۍ.

Copyright Larawbar 2007-2024