د زراعتي پراختيا په موخه د (انګور) کتاب چاپ سو

د لراوبر اداره | اگست 31st, 2008


د انګور په نوم کتاب په زراعت کي د لوړو زده کړو د خاوند ليکوال ښاغلي علي محمد کرزي نوی اثر دئ، چي په دي وروستيو کي په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا چاپ او خپور سوی دئ.

د کتاب محتوی د افغانستان د يوي عمده مېوي انګور په باب په زړه پوري څېړنه ده، چي د عملي کار تر څنګ په نوموړي ساحه کي د ليکوال مسلکي زده کړي هغه څه روښانه کړي چي بايد د زراعت په برخه کي کي د دغي مېوي په باب ليکل سوي وای. د ښاغلي کرزي دغه اثر په (۱۴۰) مخونو کي د يادي سوي مېوي په باب په زړه پوري بيانونه لري.

د انګورو تاريخچه، د انګورو تاک، آب وهوا يا اقليم، موقعيت، خاوره د انګورو د ډولونو خوښول، د تاک ډېرول، پيوند، للمي او اوي انګور، د بڼ ايښول، د تاک روزل، تاکبيري، د  تاکبيرۍ ډولونه، پوجي، اګروتخنيک، کود او سره، خړوبول يا اوبه کول، د شډلو يا مضرو وښو ليري کول، د باغدارۍ ميکانيزه کول، خزندي او ناروغۍ، د انګورو ټولول يا پري کول، د انګورو ساتل، د انګورو وچول او داسي نور هغه عنوانونه دي، چي د دغه کتاب څېړنيزه برخه جوړوي.

موږ ښاغلي علي محمد کرزي ته د دي کتاب د چاپېدو مبارکي وايو او د افغان ولس د زراعتي پرمختګ له پاره يي يو په زړه پوري زياتونه بولو.

Copyright Larawbar 2007-2024