video" />  video" />  video" />  video" /> ګرجستان؛ د لوی بحران زېږنده    – لراوبر ویب پاڼه
کور / سياسي / ګرجستان؛ د لوی بحران زېږنده  Fotos video

ګرجستان؛ د لوی بحران زېږنده  Fotos video


د جنوبي قفقاز سيمه د خپل خاص جیو پوليټيکي او سټراټيژيکي موقعیت  په خاطر او د خزر ددریا د عظیمو نفتی منابعو د لېږلو دمسير   د اهميت په وجه ځانته،ځانګړی ارزښت  ورکړی دی  . دغي سيمي  ته لا د پخوا څخه د امريکا او ددي هيواد دنفتی کارتلانو او مجتمعو توجه او پاملرنه چي  د امريکا د حاکميت اصلي واکمنان دي،  ځانته اړولي وه  او داسي تلاښونه ئي کوله  ترڅو دلته  خپل ځان ځای او د روسیي او نورو لاسونه د هغه څخه   لنډکړي .  هغوی د هري   و سيلي څخه کار اخيست  ترڅو په دي  سیمه کي دغه د تیلو او ګاذو د انتقال د لېږلو ښارګونه په خپل اختيار کي  را ولي .  
 



 

د رواني  مياشتي په لومړ يو ورځو کي نړۍ د قفقاز په دغه سيمه کي د يوي «کوچنۍ جګړي » شاهده وه .  دغه جګړي يوځل بيا زموږ د هيواد په څير د هغو هیوادو او  ولسونو  زړونه   لړزانده کړل  چي دداسي جګړو ناتارئي ليدلی دئ . هغوی داسي  وانګېرل چي  کېدای سي  دغه جګړه   په سيمه اونړۍ کي به د نورو ډېرو لويو  بحرانو  زېږنده وي  . خو سياسي څېړونکو د نړۍ په دغه  آشفته او د لګه درګي حالت  کي هغه ته  د شطرنج پرمخ  د  جيوپوليټیکي  بازيو  د ادامي  لړۍ وګڼله .


جيوپوليټيکي   لوبه   د شطرنج پر مخ  داسي يوه لويه دوه نفري بازي   ده،  چي د دواړو خواوو لوبغاړي  د يوه بهتره ځاي  د لاسته راوړلو په لټه کي  وي . په دي  بازي کي اصلي  خبره دا ده  چي ددي لوبي په قوانينو  باندي  باید د چا  سر ښه خلاص وي،  او وکولای سي خپل حرکتونه سم اداره کړي  تر څوخپل هدف ته ورسيږي .  په دي بازي کي آس حق نلري د اورېب په ډول  حرکت وکړي .!


د دوهمي نړۍ والي جګړي  وروسته بیا تر  ۱۹۸۹ کاله  پوري  په نړۍ کي  د شطرنج اصلي بازي د امريکا د متحده ايالاتو او د شوروي اتحاد د جمهوریتونو تر مینځ جریان درلود . دغي بازۍ ته د سړي جګړي نوم ورکړل سوی وو، چي   قوانین  يي  د یالټا په نامه يادېدله  . ددي بازۍ هغه تر ټولو مهم قانون په هغه تراډه  کي پروت وو  چي اروپا يي تر خپل نفوذ لاندي پر دوو برخو باندي وېشلي وه . وینسټون چرچيل دغي تراډي يا خط ته د اوسپنيز خط نوم ورکړی وو، چي د پولينډ د اسټيټین څخه را نيولي بیا د آدرياټيک په ساحل کي تر ټریسټي پوري کښل سوي وه . ددي بازۍ قانون بس همدا وو. خو په دي  لوبه کي دي خبري هومره اهمیت نه درلود چي په  شطرنج کي به  پياده ګان په اروپا کي څه لګه درګه جوړو ي . البته تر ټولو مهمه داوه چي د شوروي اتحاد او د متحده ايالاتو ترمينځ بايدد جګړي اور بل نسي  او د هر بغاوت  په پای کي هره ټوټه بیرته بايد و خپل  لومړني ځايو ته  را وګرځي . دغه قانون  تر ۱۹۸۹ پوري چي په نړۍ کي د کمونيسټي دولت سرغنه هيواد ونړېد، دوام درلود او په خاصه توګه د برلين د دېوال په نړېدوسره پای ته ورسېده .


هماغسي چي ټولوته معلومه ده، د يالټا قوانين په کال ۱۹۸۹ کي فسخه سوه او په ۱۹۹۱ کي  دامريکا د متحده ایالاتواو روسيي تر مینځ دغه لوبي په بنيادي  ډول بدلون و موند .  خوهغه تر ټولو عمده مشکل او ستونزه چي لا تردا اوسه پوري د هغي دوري څخه را پاتي ده، هغه داده  چي امريکا ددي بازۍ د قوانينو څخه سم درک نه درلود او خپل ځان يي په خپل سر د نړۍ د يواځنۍ ابر قدرت په حيث ګڼلی دئ .   د شطرنج په قانون کي دا کار داسي مانا ورکوي چي آمريکابه  نور آزاد وي په هر ډول چي زړه ئي غواړي د شطرنج پر مخ حرکت وکړي او په خاصه توګه ان د پخواني شوروي پوځيان به لا هم تر خپل نفوذ لاندي ساحو ته راولي . دا شاني  بازي د کلينټن په دوره کي پلي سوه او د جورج بوش په وخت کي  هغه ته  ښه  په درځ رونق ورکړل سو .


دغي شيوي يو اساسي مشکل هم د ځانه سره لاره او هغه دا وو، چي امريکا د نړۍ يواځنۍ ځبر ځواک ندئ اوان ډېر لا د ځبر ځواک په نامه هغه ته نه ګوري او  تن نه ورکوي ، داسي نوم نه پر ايږدي .د سړي جګړي پای په دي مانا وو چي امريکا  د نړۍ  د دوو ځبر ځواکو  د پوستينه څخه  ځان را وباسي ، او يوازي د يو ه قدرتمنده هيواد په حيث ځان را ښکاره کي او بس . داځکه چي  نن ورځ داسي نور لوی هيوادونه سته  چي کولای سي د نړۍ  د دوو  پخوانيو ځبر ځواکو د حضور نه بغیر د شطرنج  لوبه وکړي او خپل ځان مطرح کړي .


د بيل کلینټن د جمهوري رياست په دوران کي دوه  مهم جيوپوليټيکه تصميمونه و نيول سوه . يو داچي متحده ایالاتو ډېر زیات تلاښ وکړ چي که و کولای سي د پخواني شوروي اتحاد هيوادونه د ناټو و غړيتوب ته را کښېباسي . سره لدي چه د غه  هيوادونو  پخپله هم داسي يوه  غوښتنه او علاقه درلوده چي  د ناټو غړيتوب  تر لاسه کړي ، خو د اروپامهم هيوادونه لکه فرانسه او جرمني بیا په ډېر  احتياط سره په دي لاره کي ګام پورته کاوه . فرانسي او جرمني د امريکا دغه  اقدام ته د شک په سترګه کتل او هغه ئي  د خپلو جيو پوليټيکي  آزاديو د محدوده ولو په لاره کي چي د شوروي اتحاد د پاشل کېدو نه وروسته يي په نصیب سوی وو، د ځان په هکله يي د امريکا  يو نيرنګ ګاڼه . د امريکا دوهم مهم تصميم د يوګوسلاويا د فدرالي جمهوريت  په سرحدي  نوي   رجه کشيو کي و ځانته ديوه  مهم اوفعال نقش ورکول  وه . په واقعيت کي همدغه فعاله نقش  او دهغه نتيجه وه  چي د بنديزونو د لګولو او د خپلو ځواکونو  په  قوي کو لو سره يي په دي ورستيو کي صربستان تجزیه او کوسوو  يي ځيني جلا  کړ .


روسيه حتی د يلتسين په دوران کي هم د امريکا ددغه شاني کارنامو  څخه ناخوښه وو . خو په هغه  وخت  کي روسیه په سیاسي او اقتصادي برخو کي دونه  بي نظمه وه  چي نوموړي بس يوازي  دهمدي ناخوښيو په اظهار  سره  به ځانته تسل ورکاوه   .


د جورج بوش  و قدرت ته رسېدل، په روسيه کي دپوټين د رامينځته کېدو سره تقريباً همزمانه وو . بوش پرېکړه وکړه چي د يواځني ځبرځواک تاکتيکونه چي هماغه د شطرنج د مهرو تغیر او تبدیل وو،  هغه عملي او د غه پروسي ته د کلینټن د دوران په نسبت لږ شاني  زیات  تحرک  ورکړي . بوش په خپل لومړنۍ اقدام کي په ۲۰۰۱ کي د بالیسټکي توغنديو ضد پيمانه څخه ځان  و ایست ،او دهغه را وروسته يي اعلان وکړ چي امريکا به هغه دوه پيمانونه هم و نه مني چي د بيل کلينټن په وخت کي امضا سوي وه  . دغه دوه پيمانه يو د کال ۱۹۹۶ د ټولو آزمايشونو د منع کېدو معاهده وه او بل ئي د دوهم سالټ په پيمان کي د بدلون راوستل وه . ددي نه  بعد بوش اعلان وکړ چي امريکا به يوازي  د خپل ملي دفاعي سيسټم څخه پيروي  وکړي .
 


 په کال ۲۰۰۳ کي بوش پر عراق حمله وکړه . امريکا او ناټو په هره بانه چي وه وافغانستان ته را مات سوه، متحده ايالاتو دا خپل حق وګاڼه چي خپلي پوځي اډي د پخواني شوروي اتحاد په هيوادو کي ځای پر ځای کړي . ددي تر څنګه، امريکا وروسيي ته د هيڅ په سترګه  وکتل او د مرکزي آسیا  او قفقاز د پاره يي يو نوی پايپ لاین هم وغزاوه . په خپل وروستي اقدام کي يي د پولينډ او دچک د جمهوريتو سره  په دي هيوادو کي د سټراتیژیکو توغنديو دد فاعي سيسټم دشبکي د ځای پرځای کېدو قرار داد هم امضاء کړ تر څو دهغوی په قول د ایران داحتمالي توغنديودګذار سره مقابله وکړي . خو دا په داسي حالت کي وو چي روسيي دغه ادعا رد  او هغه يي د امريکا لخوا د خپل ځان پر ضد د ګذار يوه هڅه  و بلل .


پوټين تصميم و نياوه چي تر يلتسین  زيات ګټور کارونه تر سره کړي . هغه ديوه کيندلي ،دور اندېشه او محتاطه بازيګر په توګه پرېکړه وکړه چي په لومړي ګام  کي د روسيي په دننه کي خپلي مواضع قوي او هغه مضبوطي  کړي . ددي کار دپاره يي په مؤثره توګه دخپل نفوذ او قدرت مزي ټينګي او دروسيي پوځ يي يوځل بيا پر پښو ودراوه . په دي بهير کي، د نړۍ اقتصادي معادلي  هم پر دابله خوا را واوښتي چي په نتيجه کي يي دروسيي موضع  د يوه بانفوذه  هيواد په توګه   نه يوازي د نفتو د توليد په ساحه کي بلکه د طبيعي   ګاذ د توليداتو په عرصه کي هم چي  اروپايي هيوادونه و هغه ته  تر  هرڅه زیات احتیاج لري،  ټينګ کړ  . په دي توګه روسيي  ځان  د يوه  باقدرته هيواد په حيث يوځل بيا  و میدان ته   را و ایست .


 ددي وروسته وو چي پوټين  خپله  بازي  شروع کړه .  هغه د چين سره  نوي معاهدي امضاء کړې، د ایرانه سره ئي خپلي اړيکي مضبوطي کړي ، امريکا يي په مرکزي آسيا کي د خپلو اډو څخه و شاړه او خاصتاً د اوکراين او ګرجستان په دوو سیمو کي يي  چي په نظر کي وه په راتلونکي کي د ناټو سره يوځای سي مهم ګامونه واخيستل .


د پخواني شوروي اتحاد سقوط  ددي باعث وګرځېد چي  د هغه  په زياتو جمهوريتونو کي د ګرجستان په ګډون  د  قومي جلاغوښتني  اقدامونه تر سره سي . کله چي په۱۹۹۰ کي ګرجستان و غوښتله چي د ګرجيانو ديوي برخي و خودمختارۍ ته خاتمه ورکړي ، نو هغوی پخپله د استقلال ناره را پورته کړه چي  يوازي يي روسيي ملاتړ وکړ . د ګرجستان په دغه اوسنۍ په اصطلاح کوچنۍ جګړه کي دوه عمده تحريک آمېزه عواملو دخل درلود، يو دا چي د سږکال په فبروري کي کوسوو د صربستانه څخه د خپلواکۍ اعلان وکړ . دکوسوو دغه اقدام   د  امریکا او د لوېديځي اروپایی هيوادو په تحریک سره  تر سره سو، امريکا او غربي هيوادو هم دهغه څخه  په نړۍ واله کچه   ملاتړ وکړ . دغه کوچنۍسیمه چي دیوه مستقل هیواد شرائط يي نلرل او د زیاتو په اند د نړۍ وال حقوقو سره يي مغایرت هم درلود خو امریکا په رسمیت و پېژاند تر څو هلته هم پوځي اډه جوړه کړي .دغه کار چي روسيي  د انتظار پر خلاف وو  و خښماوه او په هغه وخت کي ئي اخطار ورکړ چي دغه کار کېدای سي په نور هیوادو کي هم د خپلواکي غوښتني احساسات را وپاروي او د يوه تحريک آمېزه  عمل په توګه کار ځيني واخيستل سي . په ګرجستان کي چي د لومړي ځل د پاره روسيه په خورا چټکيا سره ځان و صحني ته را و ایست اود ګرجستان څخه د ابخازیا او د جنوبي اوستيا خپلواکي په رسميت و پېژندله، نو دا په واقعیت کي وخپل سیال امريکا ته د کوسوو د خپلواکۍ  په ځواب کي يو عمل وو .


بل عامل داوو چي د سږ کال په اپريل کي امريکا د ناټو د غړو هيوادو سره د کتني په وخت کي د ګرجستان او اوکراین د غړیتوب وړانديز مطرح کړ، چي د جرمني، فرانسي او انګلستان د مخالفت سره مخامخ سو. هغوی په دي باور وه چي دغه کار به ضرور روسيه و خښموي . خودي کار د ګرجستان امريکايي او نيو ليبراله جمهوررئيس میخائیل ساکاشویلی ناراضه کړ . هغه د امريکا تر عینکو تر شا داسي لیدل چي په جنوبي اوستيا کي خپل نفوذ د لاسه ورکوي ځکه ئي نو   پر هغه باندي د ګذار په يوه مناسب وخت پسي ګرځېده . نوموړي  د بريد د پاره داسي وخت وټاکه چي پوټين په چين کي د المپيک د لوبو د پرانيستلو په مراسمو کي مصروف وو او جمهور رئيس مدودوف ئي هم په رخصتۍ تللی وو. د جنوبي اوستيا کوچنۍپوځ سمدستي سره وشلېد خو برعکس نتیجه داسوه چي  د روسيي پوځ په يوه بېړنۍ او قاطع  پوځي عکس العمل  سره هغه سيمه  لومړی ونيسي او بيا ئي خپلواکه کړي! .


کوم څه چي د روسيي ددي عمل په غندلو سره جورج بوش وکړه نو هغه بس دڅو شعارونو، محکومولواو د بنديزينو دلګولو د باټو نه پرته بل  څه نه وه . اصلاً ددي ماجرا په رامولو کي د جورج بوش بل څه  په وسه  پوره  وه نه،  دا ځکه چي امريکا نور يو ابر قدرت نه دئ . همدا اوس  د امريکا ځواکونه د مينځني ختيځ په دوو جګړو کي د ميدان باېلونکي دي، په افغانستان کي يي پښي بندي دي، او تر ټولو مهمه  لا دا چي امريکه وروسیي ته اړه ده .  حتی تر هغه ډېره  اړه ده چي روسيه دي وامريکي ته وي . د روسيي د بهرنيو چارو وزیر سرګيلاروف ،په خپله هغه مقاله کي چي په فایننشل ټایمز کي يي خپره کړېده ليکلي دي چي روسيه په مينځني ختيځ، په ايران او شمالي کوريا کي، د امريکي يو شريک دئ .


د لوېديځي اروپا د هيوادو د پاره هم،نن دا روسيه ده چي د هغوی د ګاذي منابعو کنټرول په واک کي لري . کله چي د فرانسي جمهور رئيس سرکوزی  د  امريکا د بهرنیو چارو د وزيري کنډولي رايسي په عوض کي  د روسيي او ګرجستان په مابین کي د مينځګړيتوب تلاښونه شروع کړه، نو دا د اسي موضوع نه وه چي د تصادف له رويه دي را مخته سوي وي . د ګرجستان او روسيي تر مينځ اوربند، روسيي عملاً د ګرجستان څخه دوه امتیازه واخيستل . يو داچي ګرجستان مکلف سوه هيڅکله به په جنوبي اوستياکي  بيا  پوځي دخل اندازي  نکوي، او بل دا چي په دي قرار داد کي د ګرجستان دقلمرو څخه هيڅ خبره هم نه وه ياده سوي . ځکه نو روسیي په دي صحنه کي  تر پخوا زیات ځان قدرتمنده  وښود . د ګرجستان جمهور رئيس ساکاشویلی ټوله هغه څه چي درلوده په دي شرط بندي کي يي و باېلل او په اوسني جيو پوليټيکي حالت کي ئي ځانته لويه سرخوږي وګټل   .


د  قفقاز په سيمه کي دغه وروستۍ  پرمختياوي او دهغه په سر د امريکا او روسيي ترمینځ  ناندری او د اړيکو خرابتیا دغه واقعیت څرګندکړ چي روسان نور نه غواړي د امريکا او لوېديځ د بدو نيتو او غزېدو په وړاندي خاموشه پاته سي او  خپل عظيم پوځي اواقتصادي پوټنشیل  او وړتيا د پامه و غورځوي . روسیه په دي پوهيږي چي نن د امريکا وضعیت خورا حساس او په نړۍ واله عرصه کي تجريددئ  او حالات د هغوی دخوښي سره سم  پر مخ نه ځي . همدا وجه وه چي  په ګرجستان کي   روسیي په  خپل دغه  عمل   سره و امريکا ته  خپل پیغام ورساوه .  امريکا اوس په دي پوهيږي چي  هغوی په هيڅ ډول سره  د زور دلاري  روسيه  نسي نفي کولای  او روسیه هم بېله لوېديځي نړۍ  څخه دخپل ځان تعریف نسي کولای  .


په هر حالت کي که څوک غواړي د نن ورځي  په جيوپوليټيک  ميدان کي د شطرنج بازي وکړي نو ددي بازۍ ټوله قوانين يي باید ښه زده وي ، کنه نو په ډېر ماهرانه توګه د بازۍ د ميدانه څخه  ایستل کيږي او ډېر څه به و باېلي . دلته اوس دغه شاني جګړي ايډيالوژيکه مبارزه نه بلکه د ګټو جګړي  دي چي هرقدرتمنده خوا په پرديو هيوادو کي د ډيموکراسۍ يا خپلواکۍ په نامه خپلي ګټي څاري . خو څوک چي تباه کيږي هغه د ګرجستان غوندي هيوادونه او بي ګناه ولسونه  دي چي  دداسي   ګټو په خاطر قربانۍ ورکوي او  پر سر  ئي   بمبارۍ کيږي .

پای 
 
يادونه :

د دغه  ليکني په ترتيب  کي ما  د ټایمز آف انډيا، دآی آډيپلوماسي، اېشین اېج  او ځينو معتبره خبري ويب ساېټو څخه استفادکړېده .