کور / تازه خبرونه / زابل : ماين ۵ رومانيايي سرتيرو ته مرګ ژوبله واړول

زابل : ماين ۵ رومانيايي سرتيرو ته مرګ ژوبله واړول

په زابل دماین یوي چاودنی رومانیائي ځواکونوپنځه تنوته مرګ ژوبله اړه ولی .

چاودنه دنوموړی ولایت دمغلیزوپه سیمه کښی هغه مهال رامنڅ ته شوه کله چی رومانیائی ځواکونود ګزمی موټردسړک دغاړی په ایښودل شوی ماین وربرابرشو

دغه چاودنه دیکشنبی  په ورځ دکابل کندهارپه سړک د زابل ولایت دمغلیزوپه سیمه کښي هغه مهال رامنځ ته شوه کله چی درومانیائي ځواکونویوقطارپه سیمه کښی په ګزمه بوخت وه

دزابل یوی امنیتی سرچینی چی نه ئي غوښتل نوم ئي واخیستل شی لراوابرته وویل:چی په دی چاودنه کښی درومانیائي ځواکونویوسرتیری وژل شوي اوڅلور نورئي ټپیان دی چی په ټپیانوکښي دیوه روغتیائي حالت داندیښني وړدی .

دیاشوی پيښه په اړونددطالبانوویاندقاری یوسف احمدی د چاودنی پړه په غاړه واخیسته اودټلیفون په کرښه خبری رسنیوته وویل چی ایښودل شوی ماین ددوی لخواپه همدی موخه په سیمه کښي  ځاپځای شوي وه.

احمدی وړاندی وائي په یادشوي پيښه کی اوه رومانیائي سرتیری مړه اوژوبل شوی اویو ټانک ئي هم ویجاړشوی دی.

په سیمه کښي عینی شاهدانوچی دکابل کندهاردلاری مسافروودپيښي پخلی وکړاو وویل چی یوموټرئی ولیدچی په ماین ویجاړشوی وه .

دیادولووړده چی دکابل کندهارلویه لارودروساعتونولپاره دټرافیکوپه مخ ټړلی وه .