کور / تازه خبرونه / سبا [دوشنبه] په افغانستان كښي روژه ده

سبا [دوشنبه] په افغانستان كښي روژه ده

د افغانستان سترې محكمې سبا ( دوشنبه) د روژې مباركې لومړۍ ورځ اعلان كړې ده.


سترې محكمې په خپله خبرپاڼه كې د روژې مباركې مياشتې د رادبره كېدو له امله ټول افغان ولس او مسلمان امت ته مباركي ويلې ده. د افغانستان د علماوو سراسري شورا د يوې خبرپاڼې په ترڅ كې له ټولو ټلويزيوني شبكو غوښتي، چې د روژې په مياشت كې له ناوړه او بربنډو خپرونو ډډه وكړي. د يادې شوې شورا په وينا، بهرني ، په تېر نامسلمان وګړي دې د روژې مباركې درناوى وساتي او په عام محضر كې دې له خوراك او څښاك نه ډډه وكړي.


د روژې مباركه مياشت په داسې حال كې رارسيږي، چې يو خوا د خوراكي توكو ګرانښت خلك له ګڼو ستونزو سره مخ كړي او بل پلو د پښتنو په سيمو كې عملياتو او د بهرنيو ځواكونو پرلپسې بمباريو يو ستر انساني ناورين زېږولى دى. دغه راز د تخار په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ كې نږدې ۷۰۰ پښتانه د ځايي ټوپكواكانو د زور او جبر له امله په وږو نسونو پايي.