کور / هراړخیز / په مځکه کي د اوبو کچه څنګه لوړه کړو

په مځکه کي د اوبو کچه څنګه لوړه کړو

د اوبو د سطحي د رالوړولو لپاره یوه بله لار د کوهي کیندل دي. په نوره نړۍ کي د اوبو د سحطي د رالوړولو لپاره په ډېر مهارت سره داسي کوهي یا هم برمې وهل کیږي چي د باران او نورو اوبه په ډېر ښه ډول ځمکي ته لار وکړي. زموږ په هیواد کي یې ساده طریقه دا ده، چي په خپلو کورونو، کارځایونو او نورو کي وګورو او یو داسي ځای انتخاب کړو چي اوبه هلته راټولیږي یا هم کولای سو د اب رو ځای انتخاب کړو. وروسته به هلته یو کوهی وکاږو او سر به یې په یوه سوري لرونکي شي پټ کړو.


ددې کار لپاره تر ټولو ښه لاره دا ده، چي په کوهي کي یو پیپ ښخ کړو، پیپ ته سوري ورکړو او د پیپ پر شاوخوا د یوه متر په اندازه شګه یا جغل اوار کړو. او که امکان لري د همدې کوهي پر شاوخوا څه ناڅه چمن هم وکرو. دا کار ځمکي ته بهیدونکي اوبه پاکوي او هم کولای سو په راتلونکي کي دا ځای د برمې لپاره انتخاب کړو. د یادوني وړ ده ووایم، چي د اوبو ژغورلو لپاره دغسي کړني اقتصادي او هم د ځمکي لږه برخه نیسي.