کور / هراړخیز / کوچني ډمونه جوړ کړئ او په لږ لګښت ډیر حاصل واخلئ

کوچني ډمونه جوړ کړئ او په لږ لګښت ډیر حاصل واخلئ

ألف فارم چي څو ورځي مخکي مو یې یاداوري کړې وه، د اوبو د مدیریت او زخیره کولو لپاره لاندي نقطې په نظر کي نیسي تر څو له اوبو څخه اعظمي استفاده وسي.
اول: دوی د باران د اوبو د زخیره کولو لپاره په کمو امکاناتو او لږ مصرف کوچني ډمونه جوړوي او بیا د همدې ډمونو له اوبو څخه استفاده کوي.
دوهم: دوی خپلي ځمکي لېولوي تر څو اوبه په ښه ډول استفاده او له بېځایه اوبو کاروني مخنیوی وسي. د ځمکي لېول له شل څخه تر دېرش فیصده د اوبو په سپما او تولید ډېرېدو کي مرسته کوي.
دریم: دوی د همدې کړنو پر برابر تبلیغات کوي تر څو عامه اګاهي رامنځته سي او خلک پوه کړي، چي څنګه او په کومو امکاناتو کولای سو د اوبو له بېځایه بهېدني څخه مخنیوی وکړو.
یادونه: دا چي د بارانو او واورو موسم ته نږدې کیږو؛ نو ځکه غواړو وپوهیږو، چي تاسو په خپلو سیمو کي د بېځایه اوبو بهېدني د مخنیوي په پار له کومو-کومو لارو کار اخلئ؟