کور / شعر / دوې نښي – رانجه، هینداره

دوې نښي – رانجه، هینداره

آمنه فنا

په مینه ومینځه د زړه هنداره

زه به تصویر شمه او ته هنداره

زه چې په سترګو کې دې ځان وینمه
څه کړم آشنا په دېواله هنداره

چې ستا تر لوړ قامته ورسیږي
درته به وتراشم له غره هنداره

د مخ کعبې ته دې نن داسې ګوري
ته وا ولاړه په لمانځه هنداره

زړه به مې مات شي که دې ماته کړله
ادکۍ مورې د هغه هنداره

هغه زما د ارمانونو دنیا
هغه زما د ژوندانه هنداره

فنا هغه دواړه مې دوه سترګې دي
د جانان دوې نښې رانجه هنداره