کور / سياسي / امریکا پر موږ کارېدلې وسله پاکستان ته ورکوي

امریکا پر موږ کارېدلې وسله پاکستان ته ورکوي

استاد محمد اسمعیل یون

یوازې یو توافق:

دا منو چې د نظر ، فکر او عقیدې اختلاف به وي ، که دا اختلافات نه وای ، نو بیا خو دا دومره اوږده فاصله او دا دومره بې رحمه جګړه نه رامنڅته کېدله. امریکایان دلته راغلل رنګارنګ وسلې یې دلته راوړې او ټولې یې وکارولې . له وړې ماشینګڼې خبره د مور تر بمه ورسېدله . اوس چې د روسانو په شان بېرته پر وتو دي ، نو دا وسلې چېرته وړي؟ دا وسلې خو همدلته ډزېدلي ، همدلته یې کلي او کورونه وران کړي، نو ولې بیا روغې او جوړې بل چېرته لاړې شي؟پروسږکال همدا وخت مو له څو تنو ملګرو سره په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشرتابه سره وکتل ، د ګڼو خبرو تر څنګ هغوی موږ ته وویل چې موږ به ان شاالله له امریکایانو سره داسې یو توافق ته رسېږو ، چې د وتلو پر مهال به خپل ټول جنګي وسایل افغانستان ته پرېږدي دوی به یوازې د سر د خوندیتوب په تضمین له افغانستانه وځي. خو اوس چې ورته ګورو ټامیان او طالبان ، چې دواړه اوسمهال د واک مدعیان دي رڼې رڼې ورته ګوري ، د هغوی وسایل له هېواده وځي. ، د امریکایانو هم سر خوندي دی او هم مال. د اندېښنې خبره دا ده چې دا وسایل ټول د پنجاب او د پاکستان د پوځي استخباراتو لاس ته ورځي او هغوی به دا وسله یو ځل بیا یو وخت افغانستان کې ډزوي. افغانانو ته یوه لویه جګړه په مخ کې پرته ده او دا جګړه د پنجاب د نېت ، هدف او عمل پر وړاندې جګړه ده. له نامسلمان یرغلګر سره افغانانو ته جګړه ډېره اسانه ده ، انګریز ، شوروي او امریکا یې څرګند مثالونه دي، خو شیطان صفته مسلمان ، لکه پنجاب سره ورته جګړه اسانه نه ده.د پروني مجاهد د جهاد ثمر هم دې پنجاب لوټ کړ او د طالب د تورې د نتیجې ګټې ته هم همدا پنجاب سترګې پر لار دی. اوس نو باید طالبان او ټامیان دواړه له ډېره هوشه کار واخلي ، یو لوری د وطن د ازادۍ شعار ورکوي او بل لوری د هېواد د ساتنې ، نو په هر ډول دواړو ته وسله په کار ده ، نو دا تیاره لاسته راغلې غنیمت وسله مو ولې له لاسه ووځي؟ په کار خو دا ده چې د امریکا دې دواړو مخالفو او خواخوږو لورو لا وار دمخه امریکایان پر دې دې فانع کړي وای چې کاکا ته خو ځې خو دا وسله زموږ په کار ده. د مفکر ټامیانو ورته ویلي وای ؛ تاسو چې دا عصري وسله موږ ته پرېنږدئ ، نو طالبان خو مو په یوه ورځ کې له ستوني تېروي!؟ او طالبانو ورته ویلي وای چې کاکا مې سې ، زه دې د سر تضمین کوم ، نه ستا د وسلو، ځکه دې وسلو خو زه وژلی یم. نور ډز درباندې نه کوم خو وسله به دې همدلته پرېږدې!

په شا چې کله ګورې نو په موسکو شونډو ګوره
اشنا ! پښتانه نه کړي پښېمانه سره جنګ

خو په خواشینۍ سره باید ووایو ، چې زموږ متخاصمو سیاستوالو کې لا د ملي شعور دې عنصر ډېره وده نه ده کړې. اوس که څه هم ډېر وخت ضایع شوی ، خو بیا هم که دواړه لوري لږ تر لږه پر دې یوې موضوع هم توافق وکړي چې امریکایان دې ته اړ کړي چې یو خيلې پوځي اډې ړنګې نه کړي او روغې جوړې یې افغان لوري ته وسپاري او بل خپل پاتې پوځي وسایل دلته دولت ته پرېږدي او د دې تر څنګ هغه وسایل چې تر دې دمخه یې له افغانستانه ایستلي ، هغه پاکستان ته پرې نه ږدي ؛ یا یې ځان سره یوسي او یا یې ویجاړ کړې. نو که دا دوه مخالف افغان لوري اوسمهال لږ تر لږه پر دې یوې موضوع هم خپلمنځي توافق وکړي بیا به یې هم د خپلو تېروتنو او ګناه وو بار یو څه کم کړی وي.