کور / تازه خبرونه / لرافغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

لرافغانستان : د نن ورځي وروستي خبرونه

دصوبه سرحد دنورو ضلعو په شان په نوښار كښې هم امن جرګه وشوه او جرګې پريكړه وكړه چې په خپلو سيمو كښې به وسلوالو شرخوښو ته د ننوتلو اجازه ورنكړي او دامنيت په لړ كښې به دپوليسو سره هر ډول همكاري كوي دخبر ترمخه دقبايلي مشر حاجي محمد خان په مشرۍ كښې كيدونكې جرګه كښې ايالتي وزير ميا افتخار حسين، لياقت شباب دنوښار ضلع ناظم داود خټك دپوليسو ضلعى افسر يامين خان په شمول ګڼو شخصيتونو ګډون درلود وجرګي ته په خپله وينا كښې دصوبه سرحد داطلاعاتو وزيرميا افتخار حسين وويل پښتنى ټولنه كښې حجره او جرګه دستونزو دحل او امنيت دټينكÚ �ښت لپاره اغيز من كردار ادا كولې شي خو دافسوس خبره ده چې دغه روايات مخ په كمزورى كيدو روان دى ځكه په پښتنى سيمه كښې ستونزې رامنځته شويدي ښاغلى افتخار پرګډو هلو څلو ټينګار كولو سره وويل مونږ ته وتپل شوې جګړې دمخنيوي او خپل قوم او هېواد دژغورنې لپاره ګډې هلى ځلې پكار دي او ددغه مقصد لپاره دهيڅ ډول قربانۍ څخه سرغړونه نده پكار نو موړي دجرګې ګډون كونكو ته په خپلو خبرو كښې وويل په باجوړ كښې چيچن او ازبك د وسلوالو مشرى كوي چې داسلام پرنوم زمونږ په هېواد كښې تاوتريخوالي ته لمن وهي كه چرته دوي داسلام سره مينه لري نو دوى ته پكار دي چې دچيچنيا دخپلواكۍ�اره هلته مبارزه وكړي او دلته دي دامنيت ګډوډولو څخه ډډه وكړي.




دپاكستان پيپلزګوند ايالتى مشر او دصوبه صرحد ستر وزيررحيم داد خان وايي حكومت په هېواد كښې دګرانۍ او زګارتيا او بد امنۍ مخه نيولو لپاره هلى ځلى كوي اوغواړي چي دبې وز له ولس ستونزې هوارې شي دشنبه په ورځ په خپل دفتر كښې دمختليفو شخصيتونوسره دملاقات پرمهال ايالتي وزير له هېواد څخه د ديكتاتور سايه ليري كول دموجوده حكومت يو ستر برياليتوب وباله او هيله يي وښوده چې په راتلونكي كښې به هيڅ ديكتاتور دحكومت نيولو فكر ونكړي اوپه هېواد كښې به سياسي استحكام  رامنځته شي ايالتى وزير له نورو سياسى ګوندونو څخه په موجوده بحرانى حالاتو كښې دهمكارى غوښتنه  وكړه.




د روژي   دمباركې مياشتې داحترام په خاطر دپاكستان حكومت د روژې دمياشتې دځانګړى پيكج په ترڅ كښې د1300 څيزونو په نرخونو كښې دپنځه څخه تر لس فيصده پورې كمبوت راوستلو اعلان وكړ دماليې وزير نويد قمر په اسلام اّباد كښې مطبوعاتى كنفرانس ته دوينا په ترڅ كښې وويل حكومت به د رمضان پيكج په لړ كښې يو كروړ اوياارب روپو سبسډى وركوي او يو ټيلټى سټورونه به په اوونۍ كښې يوه ورځ هم ناغه نه كوي اوپر يو ټليټى سټورونو به دغلا او دنرخونو دلوړوالي مخه ونيول شي ددغه ځانګړې پيكج ترمخه اوړه به پنځلس روپى  او غوړي به په 110 روپۍ كيلو پلوري.




دسوات طالبانو ګواښ وكړ كه چرته حكومت دطالبانو وژني ته دوام وركړ نو له دوى لخوا برمته شوي 38 تنه سرتيرى به ووژني بلخواته طالبانو يو تن برمته كړل شوى سرتيرى تاج محمد وژلي او دده مړۍ يي په چيړ يال سيمه كښې پرسړك دپاسه غورځولۍ دى  دطالبانو وياند حاجي مسلم وايي دپوليس سرتيرى يي دطالبانو دقوماندان فيصل په بدل كښې وژلي دي خو كه چرته دطالبانو پرضد عملياتوته دوام وركړل شو نوطالبان به دبرمته كړو سرتيرو په وژلو لاس پورې كړي.




 حكومت اعلان وكړ چې دروژې په مياشت كښې به په قبايلي سيمو كښې اوربند وي اوهيڅډول عمليات به نه تر سره كوي دغه اعلان دوزيراعظم سلاكار رحمان ملك په اسلام اّباد كښې دمطبوعاتى كنفرانس  پرمهال وكړ ښاغلى ملك زياته كړه حكومت  دروژې مباركې مياشتې داحترام په خاطر په قبايلي سيمو كښې داوربند رامنځته كولو پريكړه كړيده دده په وينا عمليات به داګست دمياشتې پريو ديرشمه دشپې يولس بجې پاى ته ورسيږي دكورنيوچارو سلاكار له رسنيو څخه غوښتي دي چې له ترهګرو دي اتلان نه جوړوي.




دكرمې ايجنسۍ په روانو نښتو كښې درې تنه وژل شوى  او اته نور ژوبل شويدي دطورى اوبنګښ قبايلو ترمنځ په روانه جګړه كښې تراوسه په سلګونه پښتانه وژل شوى او ژوبل شويدي دراپورترمخه  دكرمې په سيمه بګ زى انرزى، سده، بالش خيل، پيواړي او څمكنۍ په شمول اړوند سيمو كښې درنه جګړه روانه وه ديادونې وړ ده چې  دطوري قبايلو لخوا څوورځي وړاندې يو اړخيزه اوربند اعلان شوى وو خو بنګښ قبايلو ورباندې عمل ونه كړاى شو.




دپا كستان داطلاعاتو وزيرې پررسنيو تورولګاوه چې دترهګرو خبرونه زيات خپروي او وايي چې اليكټرانك ميډيا دقوانينو په عملى كولو كښې پاته راغلې ده په اسلام اّباد كښې يوه كنفرانس ته دوينا پرمهال داطلاعاتو وزيرې شيرى رحمان وويل چې رسنيو ته دقوانينو عمل كول پكار دي او دخلكو پام ځان ته راړولو لپاره خبرې شاومخته ندى كول پكار رسنۍ بايد دترهګرو خبرونه ته دومره اهميت ورنكړي.




په سهيلى وزيرستان كښې دډيورنډ كرښي له پورې غاړې راتوغول شوى توغندي په بريد كښې پنځه تنه وژل شوى دى غير ملكى خبرى اژانس ديوه دولتي چارواكي له خولې خبر وركړى چې توغندى دډيورنډ كرښې له پورې غاړې راتوغول شوى او واڼه ته نږدې لګيدلى دى ويل كيږي دتوغندي بريد هدف دالقاعده جنګيالي وه  راپورونه په ډاګه كوي چې په بريد كښې دالقاعده ډلې دوه تنه عرب جنګيالي وژل شويدي.