کور / تازه خبرونه / سره مياشت د زړه د ناروغانو درملنه په بهر کي کوي

سره مياشت د زړه د ناروغانو درملنه په بهر کي کوي

فغاني سره مياشت د زړه ناروغان په بهرنيو هېوادونو کي تر درملني لاندي نيسي.
پېښور : دافغاني سري مياشتي د پېښور استازي زرعلي معروف لر او بر وېب پاڼي ته وويل ، چي دافغاني سري مياشتي لخوا يي دا مهال له تېرو څلورو مياشتو راهيسي هغه افغان ماشومان تر درملني لاندي نيولي دي ، چي د زړه ناروغان وي او يا يي په زړونو کي  سوري  وي . نوموړي زياته کړه ، چي دا مهال دېرش ماشومان  د پېښور د حيات په رحمان ميډيکل  انستيوت   کي تر درملني لاندي دي ، دوى يو شمېر ماشومان ،چي دهډوکو په درد اخته وي ، جرمني ته لېږي  او هغه ماشومان ،چي افغانستان کي يي درملنه نه کېږي ، دوبۍ او نورو هېوادونو ته لېږي ، نوموړي په افغان تجارانو غږ وکړ ،چي په دي لاره کي ورسره مر
 سته وکړي ، چي د افغان ماشومانو درملنه باوري شي . نوموړي وويل ، چي دافغانستان  د گمرکي عوايدو څخه دوه فيصده دوى ته ورکول کېږي ،چي اوس مو د ماشومانو شمېره له پخوا څخه زياته کړي او که افغان ملي تجاران ورسره مرسته وکړي نو امکان لري ، چي دغه شمېره له پنځوسو تر شپېتو لوړه شي .
نوموړي وويل ، چي دا مهال مونږ د پېښور په حيات اباد کي دفتر لرو ، چي  تجاران کولى شي په لاندي پته مونږ سره اړيکي ونيسي .
پېښور حيات اباد څلورم فيز ، اين دوه ، شپږمه کوڅه ٣٠٣ نمبر کور
د تېلېفون شمېره ٠٣٠١٢١٥٨٢٧٧