کور / تازه خبرونه / پکتیا پولیسو د هدفي وژنو د ډلي دوه غړي ووژل او یو یې ژوندی ونیوئ

پکتیا پولیسو د هدفي وژنو د ډلي دوه غړي ووژل او یو یې ژوندی ونیوئ

پکتيا کې د هدفي وژونو د يوې ترهګریزې شبکې دوه غړي وژل شوي او يو ژوندی نيول شوی،د پکتيا د امنيه قومندان وايي دا ډله نن ګرديز ښار کې يو پوليس شهيد کړ، چې له هغې وروسته د پوليسو په تعقيب د تېښتې پر مهال يې دوه تنه ووژل شول او يو يې ژوندی ونيول شو.

د پکتيا والي وياند ملي ټلویزون ته وویل هدفي وژونو دې ډلې د پکتيا ولايتي شورا مرستيال، قومي مشران، د امنيه قومنداني يو شمير منسوبين او امنيتي سرتيري هدف ګرځولي وو.

.