کور / تازه خبرونه / پېښور کي چاودني ۷ ماشومان شهیدان تر ۷۰ زیات کسان زخمیان کړل

پېښور کي چاودني ۷ ماشومان شهیدان تر ۷۰ زیات کسان زخمیان کړل

په پېښور کې په یوه دیني مدرسه کې د قرآن کریم د تدریس پر مهال  چاودنه شوې،چې له امله ۷ طالبان وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپيان دي.
امنیتي چارواکو ویلي،چې دغه چاودنه د پېښور ښار په زرګر اباد سیمه کې په یوه دیني مدرسه کې رامنځ ته شوې او ممکن د تلفاتو شمیر زیات شي.
مسوولانو ویلي چې دغه چاودنه په ځایي وخت نهه بجې هغه مهال وشوه ،چې زدکوونکي د مدرسې په لوی تالار کې په درس بوخت وو.
د پېښور ښار یوه امنیتي چارواکي وقار عظیم ویلي، چاودېدونکي توکي په یوه بکس کې مدرسې ته وړل شوي وو.
د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی.
خبریال – مسرور