کور / هراړخیز / موږ خپل هېواد ته څومره ژمن یو ؟

موږ خپل هېواد ته څومره ژمن یو ؟

سهار مې د خپل کور له کړکۍ اسمان ته وکتل، چې د ژمي لمر د زرینو وړانګو له امله ځلیدی. ما مرغۍ ولیدلې چې د چوڼهارو تر څنګ یې خپل منځي خوشحالۍ کولې. د درختو پاڼې په نرمۍ سره باد ښورولې، تا به داسې فکر کاوه لکه چې دوی د سولې او خوښۍ ته نڅا کوي، خو کله هم پر افغان خاوره د افغان بچي په برخه ښه او دومداره ژوند نه وو لیکلی . په ځانګړې توګه د (۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۳) م پورې دا کلونه د کندهار په تیر شل کلن تاریخ کې تر ټولو خونړي کلونه و. کندهار چې د هېواد پایتخت، تاریخي او سیاسي مهراب ګڼل کېږي، موږ یې د هرې ورځې په تېرېدو سره د جوش او برم څخه د لوېدو شېبې شمارلي، اما د بیرته د جوش او برم ته د وتللو له پاره مو هیڅ هم له وسه نه وه پوره. دا ولایت یوازې د جنګ په اور کې نه سوځېدی بلکه د وطن ټولو برخو ته د ناامنی کثیف باد رسیدلی و. که چیرې اوس هم هغه پخوانی وخت را یاد سي، نو وایم چې خدایه هغسې حالت د نړی پر هیڅ ښار مه راولئ. د کندهار په ګډون د زموږ ټول هېواد خدای نور له جګړې خلاص کړي.
خیر!
له کړکۍ مې بهر نندارې ته دوام ور کړ، تر هغې پورې چې لمر لوړسو، لږ وروسته د ښار په لور را ووتم او پر سړک د خلکو شمېر زیات سو. ما ولیدل چې یوې ماشومې د پاپړو یوه کڅوړه په لاس کې ده، پاپړ خوري او خالی کڅوڼه پرسړک اچوي. لږه شېبه وروسته یو سړي د سړک په غاړه د خولې نسوار توف کړل. ځوانان او ماشومان پر سړک ډېریدل خو یوه بوډا سړي لکړه په لاس کې هڅه کوله چې د قلعه فیصل د کوڅې څخه عمومي سړک ته تیرسی، خو هیڅوک د بوډا سړی سره د مرستې له پاره ونه درېدل.
اخ دا زما هېواد کله دومره بې فرهنګ وو؟ یا به د مشرانو لیکل سوې کیسې افسانې وي او یا موږ د کډوالۍ تر څنګ د پردیو څخه ټیټ د اخلاقو عادت اخیستی دی. بس د ښار تر مشهوره څلورلارې شهیدانو چوک پوري را ورسېدم په دا یوه جمله مې ایله په بیله سر خلاص سو او د ځان سره موافق سوم، اخ نو که جنګ نه وای؟
تر سړک وواښتم او د ځوانانو ډله مې ولیدله چې یو کوچنی ماشوم ځوروي، دا ماشوم له کوره ښوونځي ته په لاره و. ترافیکي څراغ خو لا مروج نه وه، ولې عادي ترافیکي قوانینو څخه به موټر په ډیر چټکتیا سره تیر سو. همدردي خو د جګړې له ویرې کلونه مخکې د خلکو له زړونو کډه کړې وه، ځکه عموماً په نړۍ کی د ستونزې په پېښېدو لمړیتوب انسانیت او انسانانو ته ورکول کېږي. ما دوه سړي ولیدل چې یوازې د ترافیکي حادثې په وخت کې له یو بل سره جنګ کوي، ځکه مادیات تر هر څه مهم وه. جنګ ځپلی وطن دی، غربت سوری غوړولی دی، یو بوډا سړی د یوې ګولۍ ډوډۍ د پیدا کولو له پاره د درنو خوراکي توکو بوجۍ په شا اړوي، وزن یې کمزوی وجود تر سخت فشار لاندې راولي، اما هیڅوک ورسره مرسته نه کوي.
که جنګ نه وای نو څه به وای ؟ هغه د مرحوم داود خان پلان هفت ساله که تطبیق وای، ته وا بوډا بابک به په کمزوي وجود دومره تکلیف کاوه، حتمن یی ځوان شهزاده زوی ځناور مجاهد او وحشي طالب ور وژلی او د ځان او یتیمو لمیسانو د مړولو لپاره خواړي کاږي. باداره دغه جنګ دې د وطن اخیري جنګ سي. موږ زاړه سو جنګ لا ځوان دی.
یوازې د اسد په (۲۸) مه د وطنپالنې ساتل او تجلیلول ټول هغه څه نه دي، چې پر موږ د خپل هېواد پور دی. هېواد د کال په اوږدو کې پر موږ بې غرضه، وړیا خدماتو او مینې ته اړتیا لري. بدبختانه موږ یې پیژنو لا هم نه.
ما نور هم ډیر څه ولیدل، دا یوازې د کندهار حالت وو. د کندهار سربیره مې سفرونه کابل، ننګرهار، مزار هلمند، زابل، اروزګان، هرات او د هېواد د یو شمېر ولسوالیو ته و، چې هلته هم ورته چلند و. ‎په هېواد کې د دغسې ټولنیزو او اخلاقي مکلفیتونو پر وړاندې د ولس غیر جدي برخورد او د ټولنې د وګړو د ټیټ ظرفیت او د کم شعوري د زغم له پاره زیاتې حوصلې ته اړتیا ده، ځکه موږ بله لاره نه لرو، چې د ټول (۴۰) میلیونه افغان اولس سیکالوژي دومره ژر بدله سي.
افغانستان زموږ هېواد دی، وطن زموږ مور ده، بیله شکه دا وطن زموږ کور او ګور دی. افغانستان زموږ هویت او ویاړ دی. دا هغه ځای دی چیرې چې موږ په آزاده هوا کې تنفس کولی سو او موږ ته د ملکیت احساس راکوي، دا هغه ځای دی چې موږ کولی سو پرته له کومې ویرې خپلې خوشحالۍ وکړو. د افغانستان قوي بنسټ زموږ د پلرونو او نیکونو په وینو او خولو کښیښودل سو. دلته د غازي بابک شاه امان الله خان یادونه تازه دي. دلته د میرویس خان نیکه او نن ستر ټولواک لوی احمدشاه بابا په نوم په جګ سر ګرځو. دلته د وطن له پاره په زرګونو خلکو خپل ژوند قرباني کړی دی، تر څو یوازی او یوازې موږ ته دا یوه ټوټه مځکه را کړي او موږ خپل ژوند د وروولي په فضا کی وکړو. شاعر څه ښه وایي:
دا وطن مو څه په سوال ګټلی نه دی
هر یو کاڼی یې زموږ په وینو رنګ دی.
زموږ مشرانو لکه شاه امان الله خان او ستر ټولواک لوی احمدشاه بابا سخته مبارزه وکړه او موږ ته یې د یو خپلواک ملت په توګه خپل هویت راکړو. په هرصورت، موږ باید پرېنږدو چې د دوی ټولې هڅې او سختۍ بې ګټې پاتې او په اوبو لاهو سي.
نن ورځ، جنت وطن افغانستان له یو لوی بحران څخه تیریږي. دا ریښتیا ده چې زموږ مشران او سیاستوال د دې لپاره ملامت دي، خو دا هم ریښتیا دي چې موږ ټول د خپل ملت د وران حالت مسؤل یو. دلته زما په ګډون هیڅ افغان که د افغانستان په دننه یا هم بهر کې اوسېږي استثناه نه دي. له هېواده که وتلي یو، خو د هېواد له درد او غم څخه ځان د قیامتې تر ورځې پورې نسو خلاصولی. هغه افغانان چې په هېواد کی فعلاً اوسیږي د هغو چپ او بي تفاوته پاتې کېدل هم د وطن سره ستره جفا ده. جرمونو، فساد، غلاوې، خیانت انفرادي دي. یو د بل په تور باید ملامت نه کړو. خو تر خپله وسه د خپل حدودو په دایره کې ملامت یو.
مثلاً : موږ په انفرادي ډول د اوبو او بریښنا د ضایع کیدو، د سړکونو او پلونو د خرابولو، د ترافیکي مقرراتو ماتولو، د مالیاتو د نه ورکولو، د ټولنیزو او ملي فعالیتونو لپاره مسؤل یو. دا د بیت لامال سره زموږ بیغوري ده او دا به زموږ ملامتیا وي، چې سبا خپل اولس له شته حقونو او امکاناتو څخه بې برخې کړو. دا زموږ بيسوادي ده چې خواړه ضایع کو، په داسې حال کې چې زموږ په هېواد کې ډیری نور خلک په لوږه شپه سبا کوي‎ او حتا د نه خوړو څخه په تدریجي ډول د مرګ خوا ته ځي. دمخه تر دې چې د نورو د ملامتولو لپاره فکر وکړو باید محاسبه وکړو چې زموږ هېواد دننه دا راپیښ سوي بحران لپاره څوک مسؤل دی؟ منم جنګ بنیادونه لمنځه وړي خو زموږ تربیه، د وطن سره مینه باید دومره کمزورې نه وي. موږ په هرحالت کې پر خپل هېواد او هېوادوالو باید فکر وي.
له دې ټولو سره سره چې موږ یې کوو، نن ورځ له موږ څخه ډیری ځوانان غواړي چې په یو ښه چاپیریال کې ژوند وکړي، د ښو دندو سره یو یو موټر او کور هم دولت راکړي. په یوه کور کي شل انسانان ژوند کوي او لسمه برخه چی دوه نفره کیږي هم کار نه کوي او هغه چې کار کوي هغه دولت ته مالیه نه ورکوي او د دولت څخه د ښه پرمختللي ژوند، امکاناتو، سهولتونو او نور لازمو اسانتیاو غوښتنه کوي. دا څومره عادلانه خبره ده چې زموږ ټول ژوند د خپل هېواد سرچینې مصرفوو زموږ څخه اکثریت افغانان نه پوهیږي چې زموږ هېواد د هوساینې له پاره موږ ته اړتیا لري، مګر موږ دا غوره ګڼو چې نورو هېواد ونو ته خپل خدمات وړاندې کړو ځکه چې دوی موږ ته ډیر معاش راکوي. دا فکر ولې نه کو چي خپل وطن جوړ کړو او دغومره معاش په کې واخلو او نورو ته لا د کار زمینه مساعده کړو. منم عادي افغانان او د افغانانو سیاسيونو په کړنو، مسئولیتونو او مکلفیتونو کی بلا ډیر توپير شته اما له هغه راهیسې چی موږ ته یې پیسې تر مکلفیتونو ډیرې مهمې سوې دي، له (۴۵) کلونو راهیسې یو شمېر وطني مشرانو د وطن خرڅېدا ته کار ویلی دی، تر څنګ یې عام ولس هم په هاغه ډول چې لازم دی، خپل مسئولیت نه دی ترسره کړی. د ولس زور د خدای زور دی. افغان ولس ویده نه، مړ دی، نو د مړ ولس ژوندي کول امکان نه لري. ا
آیا دا په دې مانا ده، چې اخلاقي ارزښتونه او اخلاق یوازې هغه وخت په یاد ولرو ترڅو موږ د مقرراتو پابند یو او کنه؟ نه هر انسان د ټولنې د هر درد، غم، خوشحالي، خوشبختي او … کی پوره پوره ونډه ، افتخار او مسئولیت لري.
ډیری دا فکر کوي که چیرې موږ وطني جامې واغوندو، په لاسونو کې بیرغ ونیسو او د خپلواکۍ په ورځ ملي سندرې ووایو نو ګویا موږ د خپل هېواد سره ریښتنې مینه څرګند و، خو دا غلطه ده، غلطه ده، غلطه ده. موږ ټول باید پوه سو چې زموږ هېواد او هېوادوالو ته د کال په اوږدو کې زموږ بې غرضه خدمتونو او مینې ته اړتیا لري. موږ باید د خپلو ملګرو افغانانو سره مینه او درناوی وکړو او د یو متحد ملت په توګه ژوند وکړو.
افغانستان تر هر څه مهم دی او تر خدای را وروسته پر وطن یوازې او یوازې زموږ ټولو افغانانو حق دی. راځئ په ګډه دا حق ادا کړو! په چپ او بې تفاوته پاته کېدو دغه راز په ځان ګوښه کولو موږ له مسئولیته څخه نه سو خلاصېدای.
راځئ چې ژمنه وکړو ترڅو موږ د خپل وطن سره صادقه مینه وښیو، یو بل سره په مینه مرسته وکړو، ونې به کښېنو، له تشدد، وران کاریو او جګړو څخه ډډه وکړو، زموږ طبیعي سرچینې به خوندي کړو او ټول مقررات به ومنو. که چیرې موږ یوازې د خپل ملت پر وړاندې د پوروړو په توګه احساس کړو، د هغوی دا پورونه درک کړو او دوی ته یې د بیرته ادا کولو مکلفیت په توګه فکر وکړو، بس دومره فکر وکړئ چې آیا موږ کولی سو د خپل هېواد په پرمختګ کې مرسته وکړو. ووینم چې طالب مزدور څنګه د کمال خان بند د ورانولو کوښښ کوي.
په افغانستان کی پر دغې موضوع باید ډیر بحث وسي ترڅو ځوانان وهڅول سی یا حتی مجبور سی چې د خپلو ټولنیزو ستونزو سره د مبارزې په برخه کې د مرستې له پاره را ودانګي. د بیلګې په توګه: د روغتیا، ښوونې او روزنې، ټولنیزو اړیکو، نظامي او دفاعي، ملي مسایلو، سیاست او … . له دې ټولو سره سره د اجباري خدماتو له پاره باید ځوانان وهڅول سی تر څو په میراث پاتې سوي وساتي، د نورو ټولنو څخه بد راوړل سوي کلتورونو مخه ونیسي، یو واقعي او ملي جوړښت رامنځنه سي.
ژوندی دې وي افغانستان!
ژوندی دې وي افغان متحد اولس!
رپانده دې وي زموږ ملي تور، سور او زرغون بیرغ. تل دې سایه وي، زموږ پر سر!

درنښت،
پښتون ځیرک