کور / تازه خبرونه / بیړنی خبر: د کندهار په ارغنداو کي جګړه ومښته، خلک له ډکو کورونو او باغونو تښتې ته مجبور سول

بیړنی خبر: د کندهار په ارغنداو کي جګړه ومښته، خلک له ډکو کورونو او باغونو تښتې ته مجبور سول

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ په تابين، ده لاهور، بابرو، خسرو، چهار غلبې، شېون او د رود د ها غاړي په کليو کي لا اوس هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
په انځورونو کي ګڼ ملکي وګړي وينی، چي کورنه يې د جګړې په سيمه کي دي او د کورنۍ غړي ښځي او ماشومان يې په کورنو کي بند پاته دي.
ملکي کسان د جګړې له دواړو لوريو غواړي چي ددوی د ژوند ساتلو خيال دي وساتي.
وسله والو طالبانو ځينو امنتي پوستو ته اور اچولی او هلته له ښاره کومکي ځواکونه او د ملاصاحب د سرای صفر ۳ قطعه هم رسېدلې.
امنتي ځواکونه وايي عملیات يې روان دي او ژر به ارغننداب له وسله والو طالبانو پاک کړي.