کور / تازه خبرونه / محمد اشرف غني وايي:راسئ زموږ د علما سره وږغېږئ

محمد اشرف غني وايي:راسئ زموږ د علما سره وږغېږئ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ( د اکټوبر ۲۹) د میلادالنبي غونډه کې وویل، افغانستان مسلمان ملت او اسلامي نظام لري او پر طالبانو یې غږ وکړ چې افغان عالمانو سره خبرې وکړي.

ولسمشر غني د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د طالبانو دریځ ته په اشاره چې وايي- که هوکړې ته رسېږي باید بنسټ یې دوحه کې د طالب امریکا د سولې تړون وي- وویل:”هغو خلکو چې دعوه یې کوله چې شل کاله په دین درېدلي، نن وايي، نه د امریکا پیمان چې هغه هم مفاهمه ده، دوی ته بهتر دی د قران شریف له احکامو، دا ګز دا میدان راشئ زموږ له علما کرامو سره وغږئږئ.”