کور / تازه خبرونه / عمران خان پر افغانستان بې اساسه تورونه لګوي

عمران خان پر افغانستان بې اساسه تورونه لګوي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، په افغانستان کې د پاکستان یوازېنۍ ګټه دا ده چې “د کابل راتلونکی دولت دې هند ته اجازه نه ورکوي، چې له هغه ځایه په پاکستان کې عملیات وکړي.” دا ژه داسي حال کي ده چي پاکستان هیڅکله داسي ثبوت نه دی وړاندي کړی چي ګواکي هندوستان دي له افغانستانه پر پاکستان پوځي عملیات یا بریدونه کړي وي. بلکي حقیقت سرچپهٔ دی ځکه پاکستان تل په افغانستان کي لاسوهنه او دلته سیاسي او نظامي لاسوهني کوي.

عمران خان پرون (شنبه، اکتوبر ۳۱مه) د جرمني له “شپیګل” مجلې سره په مرکې کې وویل چې ده په دې وروستیو کې د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار او د افغانستان د روغې جوړي عالي شورا مشرعبدالله عبدالله سره کتلي او ویلي دي چې “موږ په افغانستان کې هېڅ ګټه نه لرو. زموږ یوازېنۍ ګټه دا ده چې د کابل راتلونکی دولت هند ته اجازه ورنکړي چې له هغه ځایه په پاکستان کې عملیات وکړي.”