کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد محمد آقا شیرزاد پر مړینه د ښاغلي نیاز مومند د خواشینۍ پیغام

د ارواښاد محمد آقا شیرزاد پر مړینه د ښاغلي نیاز مومند د خواشینۍ پیغام

۰۱-۱۱-۲۰۲۰‬

‎‪د خواشینۍ پیغام!‬

‎‪په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې محمد آقا شیرزاد د ورپیښې ناروغۍ له امله د سویډن په هیواد کې له نړۍ سترګې پټې کړې او خپله کورنۍ، خپلوان، دوستان او همسنګران یې د غم په ټغر کښینول. محمد آقا شیرزاد مې له ډیری مودې راهیسې پیژانده، هغه زما نیږدې او صمیمي ملګرې و چې د هوډ او ننګ نه تکراریدونکې نمونه وه. هغه د هیواد د کیڼ او روښنفکری غورځنګ فعال، صادق او سرسپارلې سیاستوال او د سیاست د میدان ځلانده ستورې و، مړینه یې لویه ضایعه ده.

زه په داسې حال کې چې د هغوی د کورنۍ، دوستانو او همسنګرانو سره په دې لوی غم کې ځان شریک ګڼم، هغه اروښاد ته د لوی خدای څخه بهتر جنتونه غواړم.

روح دې ښاد وي‬

‎‪نیاز مومند