کور / تازه خبرونه / په کابل پوهنتون کي وسله والو برید وکړ

په کابل پوهنتون کي وسله والو برید وکړ

نن تر غرمې مخکي په کابل پوهنتون کي دننه لومړی یوه وړهٔ چاودنه وسوه ورپسې ناڅرګندو وسله والو کسانو هره خوا د سپکو وسلؤ ټکان پیل کړل چي په پایله کي د لومړنیو معلوماتو پر اساس لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

پېښه په داسي حال کي رامنځته سوه چي د کابل پوهنتون جنوبي دروازې ته نژدې د افغانستان ایران په نوم د کتابونو یو نندارتون د پرانیستلو مراسم روان ول.

د ټکانو اوریدلو سره امنیتي مسولینو محصلین او استادان ته له پوهنتونه د ژر تر ژره وتلو سپارښتنې کولې، وارخطا محصلین او استادان پر ونو او دیوالونو له پوهنتونه واوښتل خو ویل کیږي چي یوشمېر نور ښايي اوس هم د پوهنتون په دننه کي بند پاته وي.

د پوهنتون ځیني برخي او شاوخوا پولیسو او ځانګړو ځواکونو پخپل کنټرول کي اخیستي دي خو له دننه بیا هم د ډزو ږغونه اوریدل کيږي.