کور / تازه خبرونه / د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د کاپیسا د امنیه قوماندان پوښتنې ته ورغی

د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د کاپیسا د امنیه قوماندان پوښتنې ته ورغی

د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د پولیسو سل بستریز روغتون کې د کاپیسا د امنیه قوماندان جنرال فرید مشعل پوښتنې ته ورغی چې څو ورځې وړاندې د سړک غاړې ماین په چاودنه کې ټپي شوې وو.

نوموړي جنرال مشعل ته وویل، ولس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له ټولو سرښندنو څخه ستاینه کوي.

د ملي امنیت سلاکار د پولیسو د سل بستریز روغتون له چارواکو سره په کتنه کې له هغوی څخه یې وغوښتل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په درملنه کې جدي توجه وکړي.