کور / تازه خبرونه / په تهران کې د #کابل_پوهنتون تروریستي پېښې په تړاو مراسم جوړ سول

په تهران کې د #کابل_پوهنتون تروریستي پېښې په تړاو مراسم جوړ سول

په تهران کې د افغانستان اسلامي جمهوریت لوی سفیر او ځانګړي استازي، څېړنوال عبدالغفور لېوال، ډیپلوماټانو او د دې نمایندګۍ کارمندانو د سفارت په انګړ کې د کابل پوهنتون تروریستي پېښې شهیدانو روح ته د قرآن عظیم الشان د ختم او دعا په مراسمو کې ګډون وکړ.

د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست لوړ مقام د لارښوونې پر بنسټ نن په ټول افغانستان او د هېواد په سیاسي نمایندګیو کې د ملي ماتم ورځ اعلان شوه او په دې نمایندګۍ کې د هېواد ملي بیرغ نیمه ځوړند شو.

ښاغلي لېوال په اېران کې له ټولو درنو او عزتمنو افغان کډوالو وغوښتل چې په خپلو عباداتو کې د کابل پوهنتون او وروستیو نورو تروریستي پېښو شهیدانو ته دعا وکړي او له دې لارې دې د داسې ناوړه او نه بخښونکي تروریستي پېښې پر وړاندې خپله کرکه نړیوالو ته ښکاره کړي.