کور / خبرتیا او پيغامونه / پي ټي ایم بلجیم د کابل پوهنتون د خونړۍ پېښي خلاف احجاج خبرتیا

پي ټي ایم بلجیم د کابل پوهنتون د خونړۍ پېښي خلاف احجاج خبرتیا

پر #کابل_پوهنتون د ترهګر برید خلاف د پي ټي ایم بلجیم د احتجاج خبرتیا

په بلجیم کي د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګه پر کابل پوهنتون د نومبر دوهمې ترهګر برید پر خلاف احتجاجي ویبینار جوړوي.
دا ویبینار چي له هیواد څخه دننه او بهر به پوهان او د نظرخاوندان برخه پکښي ولري، د نومبر پر پنځمه ماځیګر پنځه بجې پیلېږي او تر دوه ساعته به دوام وکړي.
ستاسي د پراخي برخي اخیستنې دپاره به د ګډون لینک وروسته د بلجیم د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پاڼه شریک سي.

په #لراوبريوافغان وطن کې د تلپاتي امن او سولې په هیله

 

په درنښت

پي ټي ایم بلجیم