کور / خبرتیا او پيغامونه / د علم او پوهنې پر ځانګؤ (کابل پوهنتون) د وحشي برید په غبرګون کې د PTM Europe CC اعلاميه

د علم او پوهنې پر ځانګؤ (کابل پوهنتون) د وحشي برید په غبرګون کې د PTM Europe CC اعلاميه

د لوی څښتن په سپيڅلي نامه

د علم او پوهنې پر ځانګؤ (کابل پوهنتون) د وحشي برید په غبرګون کې د PTM Europe CC اعلاميه

 

  03 نوومبر 2020

په ستره خواشینۍ سره خبر شو چې پرون یو وار بیا د علم، پوهې او پرمختکدښمنانو په ستر ځناورتوب او بې رحمۍ پر کابل پوهنتون وسله وال برید وکړ چي په پایله کي یې د کابل پوهنتون ۱۹ تنکي زده کړیالان، پېغلي او ځلمیان شهیدان او تر ۲۲ ډیرو نورو زده کړیالانو په زخمي کیدو یې خورا ډیري کورنۍ د غم پر ټغر کښېنولې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه او زموږ دروند مشر ښاغلی منظور پښتین هم دغه ناوړه او د بشریت ضد عمل په کلکو ټکو غندلی، شهیدانو ته یې دعا کړې او د هغوی له غمځپلو کورنیو سره یې غمراز څرګنده کړې ده.

موږ په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ کؤورډنېشن کمېټه په داسي حال کې ددغه ترهګر برید کلکه غندنه کوو چې موږ ته تر بل هر چا ددغسي ترهکرو بریدونو درد او زور معلوم دی ځکه هر پښتون افغان له هره کوره په روانه جګړه کي یو غړی له لاسه ورکړی دی.

د کابل پوهنتون د تنکیو شهیدانو پیغلو او ځلمیو شهادت قبول شه. ټپیانو ته بېړنۍ روغتیا غواړو او له کورنیو سره یې په غم شریک یو.

پر نړیوالو غږ کوو چي د ترهګرو سرچینې په ترهګر روزونکي هیواد کې وچي کړي او د جګړې ښکېل اړخونه تلپاتي اوربند او تلپاتي سولې ته قانع کړي.

په درنښت

په اروپا کې پښتون ژغورنې غورځنګ د همغږۍ کمېټه

د پي ټي اېم اروپا د معلوماتو او عامو اړيکو څانګه