کور / تازه خبرونه / ترکمنستان د کرونا د ډیروالي په پار تازه بندیزونه ولګول

ترکمنستان د کرونا د ډیروالي په پار تازه بندیزونه ولګول

د ترکمنستان حکومت کرونا سره د مبارزې برخه کې تازه بندیزونه ولګول، دا په منځنۍ اسیا کې هغه هېواد دی چې تر اوسه یې په رسمي توګه د کرونا د هېڅ مثبتې پېښې راپور ندی ورکړل شوی.

دې هیواد په تازه بندیزونو کې په هېواد د ننه ټول سفرونه محدود اعلان کړي دي. د رپوټونو له مخې، دغه بندیز به د جنوري میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي او یوازې هغو کسانو ته به د سفر کولو اجازه ورکول کېږي چې د ځانګړو دولتي کمېسیونونو له‌خوا مستحق پېژندل کېږي. ترکمنستان د دې نویو مقرراتو په اړه‌ کومه رسمي اعلامیه نه‌ده خپره کړې، خو سیمه‌ییزو چارواکو د اکټوبر د ۳۱مې راهیسې د کرونا ازمیښتونه چې په هېواد کې دننه د سفر کولو لپاره الزامي وو، درولي دي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف ویلي چې په هېواد کې یې هېڅ وګړی پر کرونا نه‌دی اخته شوی، خو د دې هېواد ډېرو وګړو ویلي چې له ناروغۍ سره سره غوره بولي چې په کورونو کې پاتې شي او روغتونونو ته لاړ نه‌شي ځکه د کرونا پر ویروس له اخته کېدو وېرېږي.

طارق بزګر