کور / #PTM / ریاست بېره لري چي جنوبي پښتونخوا د پي ټي ایم ملګري نه سي- منظورپښتین

ریاست بېره لري چي جنوبي پښتونخوا د پي ټي ایم ملګري نه سي- منظورپښتین

په لراوبر افغان وطن کي د پنجابي ریاست د پټو او ښکاره ظلمونو او نا امنیو د بندیدلو په موخه او ټول افغان ولس ته د سولي او امن غوښتني په موخه نن د پښتون ژغورني غورځنګ د سهيلي پښتونخوا په ږوب شیراني ولسوالۍ کي لویه جلسه وکړه.
پنجابي ریاست دې جلسې ته د پي ټي ایم پر #مشرمنظوراحمدپښتين پر ورتګ بندیز لګولی و خو په پام کي وه چي مشر به خپلو لسګونو زره پلویانو ته د ټیلفون له لاري وینا وکړي، کله چي د ښاغلي پښتین د وینا دپاره پر سټېج اعلان وسو، د ریاستي ادارو او استخباراتو په اشاره ټیلفوني او انټرنټي شبکې قطع کړې.

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین په دې اړه وايي:
پی ټی ایم ژوب غون‌‌‌‌‌‌ډه ته به زما ټیلی فونیک واینه وا خو چه څنګه د وائنه اعلان وشو او واینه شروع شوا نو ریاست پاکستان ‌‌‌‌‌‌ډائریکټ موبائیل سروس بن کو او واینه نه وشوا.
د په دې ریاست کې د پښتنو حقوق دی.
زمونږ په هلته تګ هم بندیر دې او تر دې چه هلته اولس ته ټیلی فونیک واینه په وخت هم دوئ موبائل نیټ ورک بند کو او زما خبرې په منځ کې پاتې شوې.
معلومه شوا چه ریاست له دې ویره لری چه د جنوبی پشتونخوا اولس د پی ټی ایم ملګرئ نشی خو انشا‌‌‌‌‌‌ءالله د ارمان به ئې پورا نشی او د اولسونه به ټول په یو ځائ د یو بل سرا اودریګی او خپل اتفاق به قائم ساتی.
د ژوب شیرانی او د ټول جنوبی پشتونخوا اولس د زړه د تله مننه چه یو کامیابه غون‌‌‌‌‌‌ډه ئی جوړه کړه.
وخت به راځی