کور / سياسي / د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظوراحمد پښتین د وینا عمده موضوعات د میرانشاه په جلسه کې

د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظوراحمد پښتین د وینا عمده موضوعات د میرانشاه په جلسه کې

د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په پنځلسمه د پښتون ژغورنې د غوځنګ یوه ستره جلسه د منظور احمد پښتین په مشرۍ سره ترسره شوه چې دې جلسې ته منظور احمد پښتین د افغان وطن عمده ستونزې مطرح او عملي حل لارې یې ورته بیان کړې چې د وینا عمده موضوعات یې په لاندې ډول دي:

د غورځڼګ د شهیدانو، بندیانو او ورکو کسانو یادونه

حنیف پشتین چې د (پي ټي ایم) یو مخکښ غړی دی او د یو کال راهیسې بې ګناه بندي دی، منظور احمد پښتین د خپلې وینا په پیل کې یې یادونه وکړه او ویې ویل چې «دې جابر او ظالم ریاست حنیف پشتن په دغې تور نیولی چې قام ته یې خدمت کاوه.» مولانا اعجاز چې په سوله او امن مین عالم دی او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی دی؛ د څو میاشتو راهیسې نادرکه شوی دی، د نوموړي عالم په اړه منظور احمد پښتین وویل: «نن مولانا اعجاز زموږ په منځ کې نه شته، دوی ورک کړی او په داسې ورځو کې یې ورک کړی چې له یوې خوا مذاکرات کوي او له بلې خوا یې دغه غلط کار کړی دی.»

ددې څخه وروسته منظور احمد پښتین د غورځنګ د شهیدانو په اړه وغږېده، شهادت ته یې درنښت وړاندې کړ، د دوی د مبارزې د دوام او د وینو د غچ اخیستلو ژمنه یې وکړه او جلسه یې د خړ کمر د شهیدانو په نوم یاده کړه. ددې لپاره چې د غورځنګ د هر شهید درناوی وشي، د هر یوه نوم یې په ډېر عزت او حسرت سره یاد کړ چې نومونه یې دا دي: سردار عارف شهید، پروفیسور ارمان لوڼی، ثنا الله، بهرام خان، محمد سلیم خان، خان نواز، چنار، غني خان، ګل بري خان، بلال خان، بخت الله، رفیع الله خان، صادق خان، منور خان، نذیر خان، نیاز بت الله خان، بلور خان، ریس خان او معروف خان.

هدفي وژنې

په دې برخه کې منظور احمد پښتین په پښتونخوا وطن کې د هدفي وژنو د ډېرېدو په دلایلو، موخو او حل لارو وغږېده او ویې ویل: چې یو ځل بیا په پښتونخوا کې هدفي وژنې ددې لپاره ډېرې شوي دي، ترڅو نړیوالو ته وښیي چې په دې سیمو کې ترهګري ده، خو په اصل کې دا د یو نوي جنګ پیل دی چې د وطن ورانول، نیول او بربادول غواړي. خو دا ځل به جرنیل هیڅکله خپلو دې شومو موخو ته ونه رسېږي، ځکه پي ټي ایم یې مخنیوی کوي. نوموړي زیاته کړه چې کلونه کلونه په پښتونخوا وطن کې پوځي عملیات (اپریشن) د ترهګرۍ د ختمولو په نوم ترسره شول چې په نتیجه کې نه یوازې ترهګري ختمه نه شوه، بلکې موږ یې هم برباد کړلو.

سربېره پردې د هدفي وژنو د عاملینو د پېژندګلوي په اړه منظور احمد پښتین وویل: «چې یوه ورځ د (سپین وام) په کلي کې هدفي وژنه وشوه او قاتل د تېښتې هڅه کوله، خو کلیوالو مړ کړ؛ ګوري چې قاتل پوځي جامې (وردۍ) اغوستي دي، ددې ترڅنګ خپله جرنیلانو څو، څو ځلې اعتراف کړی دی چې دهشتګردي موږ پیدا کړې ده، نو ددغو دلایلو په بنسټ موږ په خپل قاتل کې هیڅ شک نه لرو، جرنیل دلته مړي کړي دي او زموږ قاتل دی، که چېرې د پاکستان په ادارو کې د عدالت په نوم کوم څه وي، باید همدې قاتلانو او جرنیلانو ته سزا ورکړي، خو نه، دوی یوازې د حنیف پشتین په شان بې ګناه خلک نیسي او جرنیلان خلاصې تڼۍ ګرځي همدارنګه پښتن صاحب په ولس غږ وکړ چې نور به د هدفي وژنو په اړه چوپ نه پاتې کېږئ، ځکه ستاسو چوپتیا ددې ډول پېښو د زیاتېدو سبب ګرځي.

د پښتنو رابلل یووالي ته

منظور احمد پښتین د پښتنو د بې اتفاقۍ په بدو پایلو وغږېده او هغوی یې په ډېر حکمت سره یووالي ته راوبلل، پښتین صاحب افغان ولس ته وویل: «د پښتنو د خیلونو ترمنځ دښمنۍ، بې اتفاقۍ او جنګونه ډېر بوږنکونکی کېس دی چې د سلګونو کلونو څخه جریان لري، د یوې لویشتې ځمکې لپاره په خپل منځ کې مو یو بل ووژل، خو پنجابي درته په کیلومتره ځمکه ونیوله، غږ مو هم ورته ونه شو کولی. ورور وژنه او تربګنۍ هیڅ ګټه درته نه رسوي، په خپله خاوره ننګ وکړئ، ورور وژنه بنده کړئ، له خپلومنځي جنګونو څخه راووځئ. دلته هر ډول نظام چې راغلی، په توربورولۍ تمام شوی دی، ځکه زموږ د ټولنې بنسټ په تربګنۍ ولاړ دی او هغه ټولنې چې تربګنۍ پالي، پرمختګ نه شي کولی، ځکه خو موږ هم دومره شاته پاتې یو. له یوې خوا وایئ چې انقلاب راوله، له بلې خوا په خېل ـ خېل، په ځمکه ـ ځمکه سره په لانجه یئ او له بلې خوادښمن په کور راننوتی دی، نو زه به قام څنګه وګټم او دښمن سره به څنګه مقابله وکړم!؟ ما به پخوا د پښتنو دښمن ته خبرې کولې، خو نن لګیا یم خپل قام ته نصیحتونه کوم، هیله کوم ورور وژنه بنده کړئ، یو بل ته بښنه وکړئ، په دې اړه به پي ټي ایم هم د خپل منځي شخړو د حل په پار یو کمیسون جوړوي او د پښتنو د اتفاق لپاره به هلې ځلې کوي، خو تاسو همدا نن اعلان وکړئ چې وروسته له دې به زموږ توربورولي نه، بلکې ورورولي وي.»

د ښځو حقوق

مشر منظور په پښتون ولس باندې غږ وکړ چې د ښځو حقوق ورکړئ، کنه یوه ورځ به همدا د خپلو خویندو میندو حقونه تاسې ووهي، هغه زیاته کړه چې په نړۍ کې هیڅ داسې قام نشته چې په یوې ګناه یې سره هوکړه کړه وي او په دوامداره توګه یې ترسره کوي، خو پښتون قام د ښځو د حقونو په خوړلو سره هوکړه کړې ده او په ډېره جرآت سره د خپلو خویندو میندو حقونه خوري. ښاغلي پښتین د ولور ناوړه دود وغانده او د مخنیوي لپاره یې افغان ولس ته ځینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل چې زه به دا کار له خپل ځان څخه پیلوم او په خپلو خویندو باندې به هیڅ ډول ولور نه اخلم، نو له تاسو څخه هم هیله کوم چې په خپلو خویندو دا جګې جګې پیسې مه اخلئ.

د افغان وطن په جنګ کې ککړو هیوادونو باندې غږ

منظور احمد پښتین په افغان خاوره باندې د نوي جنګ د راتګ څخه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ښکاري دلته بل نیابتي جنګ را روان دی او د دنیا قوتونه پکې شامل دي، همدارنګه د هغو هیوادونو څخه چې په دې وطنکې یې جنګونه روان کړي دي، د وتلو غوښتنه وکړه او ویې ویل: چې په دې خاورې کې که هر ملک که پاکستان، ایران، هند، روس، چین، امریکا یا بل هیواد نیابتيجنګونه روان کړي دي، نور دې زموږ له وطن څخه ووځي، ځکه موږ دغو پردیو جګړو سخت برباد کړلو، نور موږ دا پردي جنګونه نشو زغملی، که چېرې دا هیوادونه ډېر پیاوړي دي او جګړه یې خوښه ده؛ نو په خپلو ملکونو کېدې یو بل ته زور وروښیي، زموږ له خاورې څخه دې د جنګ ډګر نه جوړوي او موږ هم وروسته له دې نور دوی نه پرېږدو چې وطن مو وران او موږ برباد کړي.

د افغانستان سوله

په افغانستان کې د جنګ د زیاتېدو او د اوربند نه کولو باندې منظور احمد پښتین خپله انديښنه بیان کړه او ویې ویل چې څنګه دا امکان لري چې له یوې خوا دې د سولې خبرې روانې وي او له بلې خوا دې جنګ زور واخلياوهمدغه جنګ او تاوتریخوالي د سولې پروسه هم شکمنه او دروغجنه کړې ده او نړیوالو هم کومه ژمنه چې د افغان سولې لپاره کړې وه، پکې پاتې راغلي دي؛ ځکه که چېرې دوی رښتیا سولې ته ژمن خلک وای، نو ژر تر ژره به یې ډز بندي کړې وای. همدارنګه منظور پښتین په لرو بر افغانانو چې په هر نوم یې ټوپک اخیستی دی، غږ وکړ چې ټوپک پرېږدئ او د سولې لپاره کار وکړئ. پښتین صاحب د لرو بر وطن امن یو بل پورې تړلی وباله او ویې ویل: ترڅو چې افغانستان کې جنګ نه وي ختم شوی، ترهغو به په کوزه پښتونخوا کې هم جنګ روان وي، نو ځکه موږ د افغان سولې لپاره لاسونه لپه کوو او د جنګ ختمول غواړو.

د پي ټي ایم قانون (آیین)

منظور احمد پښتین لومړی د پي ټي ایم د قانون په موخو وروسته یې په جوړښت وغږېد.

د پي ټي ایم قانون د غورځنګ د مظبوطه کولو، منظم کولو، د موخو د مشخصه کولو، د مسولیتونو د وېشلو، د راتلونکي لید لوري د روښانه کولو، عام خلکو ته د انصاف غوښتلو او د ظلم د ختمولو، شهیدانو ته د عدالت غوښتلو، د مظلومانو د لاس نیولو، پښتون ولس ته د ژوند غوښتلو،ځوانانو ته د شعور ورکولو، د ټولنې د ناوړه دودونو د ختمولو او د ولس ستونزو ته د حل په پار جوړ شوی دی.

منظور احمد پښتن د پي ټي ایم د آیین د جوړښت په اړه وویل: چې د پي ټي ایم قانون به د ورکو کسانو لپاره اداره، د مالي یا فایننس برخې اداره، نظریاتي یا فکري اداره، خفیه اداره او داسې نورې مختلې ادارې ولري چې موږ به دا ټول منظم کوو او د تحریک دننه غړیتوب او قانون به هم خامخا سمبالوو.

د پي ټي ایم راتلونکی لید لوری

منظور احمد پښتین ولس ته، په خطاب کې وویل چې موږ د پښتنو دښمن ته ډېرې زارۍ وکړې چې دا خاوره پرېږدئ، دې خاورې څخه لرې شئ، دلته ترهګري مه جوړوئ؛ خو دوی نه منله. نن ولسونه راویښ شوي دي، نن لرو بر پښتانه په اتفاق دي، انشاالله لږ منظمتیا ته وخت پاتې دی، د لرو بر وطن د یووالي لپاره به غږ کېږي، ټول به یوځای راوځي، په دې وطن کې چې څومره دښمنان دي؛ یو به هم نه پاتې کیږي، ټول به له دې وطن څخه شړي.انشاالله په راتلونکو شل کلونو کې به د پښتنو دښمن ماتې خوري او د پښتنو پښو ته به لویږي. منظور پښتون په هغو پښتنو هم غږ وکړ چې د دښمن سره ملګري شوي دي چې راشئ خپلو خلکو سره ودرېږئ، که نه راځئ، نو حتما د پنجابي ملګرتیا کوئ؛ خو یو وخت به حتما پېښمانه کېږئ او خپل قام ته، به راځئ، خو هغه وخت موږ به تاسو نه منو او شړو به مو.

د پي ټي ایم مذاکرات د حکومت سره

منظور احمد پښتین د حکومت سره د مذاکراتو په اړه هم وغږېده او ویې ویل چې زموږ دوه درې ناستې شوي دي، خو لا تراوسه جزیاتو او یا کومې فارمولې ته، نه یو رسېدلي، که چېرې زموږ مذاکرات کومې هوکړې ته رسېږي، نو زموږ لومړیتوبونه به دغه غوښتنې وي:
۱.هدفي وژني دې بندې شي.
۲.زموږ د شهیدانو حساب او پور دې راکړل شي.
۳.ورک کړي کسان دې پیدا کړل شي او نور د عام خلکو ورکېدل دې بند کړل شي.
۴.خښ شوي ماینونه دې پاک کړل شي.
۵.د شناخته کارټونو موضوع دې حل شي او بند یا بلاک شناخته کارټونه دې خلاص کړل شي.
۶.زموږ د خاورې معدنیات دې نه لوټل کېږي.
۷.د غورځنګ بې ګناه بندیان دې خوشې کړل شي.

د وطن جوړونې پیغام

مشر منظور د وطن د آبادول په اړه ولس ته خطاب وکړ چې زموږ وطن د طبیعي زېرمو او معدنیاتو له پلوه ډېر غني دی، خو ځوانانو مو د مزدوري لپاره پردیو ملکونو ته روان دي، او هلته بیا کلونه کلونه د غلامۍ ژوند تېروي، ځکه زموږ پر خاورې دښمن قبضه کړې ده، معدنیات یې ټول لوټلي او د پښتنو ټول وطن یې خوړلی دی، خو موږ لاهم ورته ګورو. راځئ چې دا ځل دښمن د وطن بربادۍ ته پرې نه ږدو، خپل وطن آباد کړو، دا جنت وطن آباد کړو او دا ښایسته وطن آباد کړو او دا وطن په امن آبادیږي، په روزګار آبادیږي او د ولس په شعور او پوهه آبادیږي.خدای دې دا وطن زموږ په لاسونو آباد کړي.

د جلسو د جوړولو لپاره د غورځنګ هلې ځلې

منظور پښتین د جلسو د جوړولو په اړه وویل چې دا ډول جلسې په آسانۍ سره نه جوړیږی، بلکې د غورځنګ غړي ډېرې ستړې ګالي، خوارۍ کوي، زندانونه تېروي او د ولس لپاره هره سخته په ځان تېروي.

پایله

.د جلسې په پای کې مشر پښتین ظلم وغانده او د سولې هیله یې وکړه.

د ظلم په ضد یې وویل: «په دې خاوره باندې د چا هم ظلم نه منو، ظلم که څوک هم کوي، موږ یې خلاف یو، موږ هر وخت ویلي دي، ظلم که ګوډ طالبان کوي؛ خلاف یې یو، که بډ طالبان یې کوي؛ خلاف یې یو، ظلم که فوج کوي؛ خلاف یې یو، ظلم که د دنیا هر طاقت کوي؛ خلاف یې یو،ظلم که ISI کوي؛ خلاف یې یو، ظلم که باجوه هم کوي؛ خلاف یې یو.»

مشر د امن په اړه وویل: « دا د پښتنو خاوره ده، ستا د نیکونو نه؛ زموږ د نیکونو خاوره ده، دلته به هغه امن وي چې زموږ خوښ دی، زموږ د امن او سولې خاوره به تل پر امنه او سولیزه وي. امن زنده باد، سوله زنده باد، ټول پښتانه زنده باد، لرو بر افغان زنده باد، پي ټي ایم زنده باد او خدای دې دا وطن تل آباد لري.»

لیکونکې: ش. م ستانکزۍ