کور / سياسي / سوریه له جګړې وروسته

سوریه له جګړې وروسته

شننه: عبدالله لغمانی
سوريه چې  ‌په خپل وخت کې د منځني ختيځ په سطحه يو پرمختللی هېواد و له ۱۹۷۷ څخه تر ۲۰۰۰ زېږدي کال پورې د سوريې د اوسني ولسمشر بشارالاسد پلار حافظ الاسد اداره کاوه ،په ۲۰۰۰ زېږدي کال کې د هغه له مړينې وروسته د هغه د زوی بشارالاسد لخوا اداره کېږي ، په ۲۰۱۱ زېږدي کال کې پکې د بېلابېلو هېوادونو په مداخلاتو کورنۍ جګړه ونښته چې وروسته يې ابعاد پراخ شول او بېلابېل ډلې او ګروپونه او د بېلابېلو هېوادونو د (پراکسي وار) ميدان وګرځېده. په دې جګړو کې چې تر اوسه هم ځای،ځای روانې دي شاوخوا ۴ سوه زره د سوريې اوسېدونکي ووژل شول او د سوريې له څه باندې ۱۷ میليونه نفوس څخه تقريبا ۶ ميلیونه خلک نورو هېوادونو او په همدې شمېر کې په داخل کې بې ځايه شوي دي، د سوریې جګړه چې اوس د پای ته رسېدو په درشل کې ده او شاوخوا ۷۰ فيصده ځمکه یې د دولت په واک کې شوې ده، له دې وروسته ورته يوه لويه ستونزه د بيرته راګرځېدونکو کډوالو او بيا رغونې ده. د ميليونونو کسانو کورونه ړنګ شوي او ډېری نفوس په اقتصادي او بل هر لحاظ سخت صدمه ليدلې ده. ددې کډوالو یې ډېری برخه په منځني ختيځ (اردن،لبنان،مصر، ،امارات،عراق) او ترکيه کې کډوال دي او يوه برخه يې د اروپا، او استراليا او امريکا تر سرحدونو پورې رسېدلي او ځينې یې هلته د مهاجرو په کمپونو کې په ډېر سخت حالت کې ژوند تېروي. او د ميليونونو کسانو راتګ او د هغوی لپاره بيا د ژوند او سرپناه برابرول د يوه جنګ ځپلي دولت لپاره  يو بل ناورين دی .
ځينې هغه کسان چې له شاوخوا هېوادونو څخه هغو سيمو ته چې بيرته امنيت پکې تامين شوی راګرځېدلي د هغو ژوند له بېلابېلو ننګونو سره مخ دی، ځکه ځينې هېوادونه نه غواړي چې يوه ارام او پرمختللی سوريې دولت وويني، داسې  په ځان تکيه دولت د دوی ستراتيژيکې کټې نه تضمينوي او غواړي چې دې خلکو ته د سوریې په دننه کې د خپلو کسانو او بېلابېلو ډلو په واسطه اخطارونه ورکړل شي او وډارول شي ، بلېک مېل شي چې بيرته ولاړ شي او سوريه پرېږدي تر څو دوی اوبه خړې وساتي او کبان پکې اسانه ونيسي.
  په دې هېوادونو کې چې له کلونو راهيسې د سوریې د دولت په مقابل کې ولاړه ده په سر کې د امريکا متحده ايالات او اروپايي ټولنه دي چې  په سيمه کې د يو شمېر نورو عربي او غير عربي هېوادونو په مټ دې کارونو ته لمن وهي او له دوی څخه هر هېواد د ېوې مضبوطې سوريې په جوړېدا کې خپل مشکل او ستونزه ويني او هر هېواد د خپلو ګټو په نظر کې نيولو سره ددې کار مخالفت کوي.
روسيه او ايران چې د سوريې په معامله کې کیليدي رول لري يو بل اړخ دی چې د سوریې د دولت طرفداري کوي تر ډېره د سوريې د دولت په پښو درېدا کې له پيل څخه مرکزي رول درلود ، روسيې له اروپايي ټولنې او امريکا سره په مقابله کې د سوريې د دولت ملاتړ وکړ، ډېرې بشري مرستې ، سياسي او نظامي ملاتړ یې د سوریې د دولت سره چې په راس کې یې بشارالاسد دی وکړ وکړ له ډېرو تروريستي او ورانکارو ډلو سره د مقابلې او ملاتړ ټټر یې ورته وواهه او عملاً د هغو د ځپلو لپاره د سوريې ته ورغلل او هلته یې له هغو سره مقابله وکړه.
ځينې عربي هېوادونه، امريکا او ترکيه په ځان بسيا او خپلواکې سوريې څخه چې په راس کې یې بشارالاسد وي  وېره لري او د ځان لپاره یې يو سرخوږی ګڼي. سعودي چې ځان د منځني ختيځ پاچا ګڼي د خپل پرستېژ د راښکته کېدا په وېره کې دی  نه غواړي د ځان لپاره يو بل سيال او مقتدر عرب هېواد ورته راوټوکېږي.
  اوس مهمه داده چې د نړۍ او سوريې د شاوخوا ټول هېوادونه په ګډه د هغو سوريايي کډوالو هېواد ته د بيرته راستنېدلو لپاره په همغږي ډول پروګرام جوړ کړي او په باعزته توګه هغه کډوال چې په ترکيه او نورو عربي هېوادونو او اروپا په کمپونو کې د مهاجرت شپې سبا کوي بيرته راستانه کړي.
ددې لپاره يو کنفرانس په تېر مهال کې جوړ شوی و چې ددې لپاره په لارو چارو وغږېږي چې څه ډول او په څومره موده کې سوريايي کډوال بېرته هېواد ته راستانه شي او هم په دې برخه کې د سوريې د دولت مرسته وشي چې ددې خلکو لپاره د کار او ژوند ځای برابر کړي. او همدارنګه د خلکو برخليک باندې خبرې وشي خو په دې کې کار کې د اروپايي ټولنې او امريکا ګټې نه خوندي کېدلې نو په ځينو هغو هېوادونو چې په دې برخه کې دمشق ته کنفرانس  چې د نومبر په ۱۱مه او۱۲مه نېټه رابلل شوي و، له يوې او بلې خوا فشار راوړ چې د روسيې او نورو هېوادونو په نوښت او مشري په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړي په دې برخه کې امريکا او اروپايي ټولنې په عربي هېوادونو، نورو همګټو هېوادونو او ترکيې باندې زور واچاوه چې په دې غونډه کې ګډون ونه کړي، خو بيا هم يو شمېر هېوادونو په دې کنفرانس کې ګډون وکړ او د سوريې د کډوالو په بيرته راستنېدا کې یې خپل نظرونه او طرحې شريکې کړې.او هم د دهغمږي يو مرکز په رامنځ ته کولو بريالي شول، او په داسې يو منځمهالي او اوږد مهالي پلان سره موافقې ته ورسېدل چې په تدريج سره د سوريايي کډوالو خپل هېواد ته په ښه توګه راستنېدا تضمينوي.