کور / هراړخیز / معارف یا ښوونه او روزنه ملي اوافغاني پانګونه ده

معارف یا ښوونه او روزنه ملي اوافغاني پانګونه ده

هرکه مکتب رفت آدم می شود        نورچشم خلق عالم می شود

          معارف،ښوونې او روزنې ته بایددیوه مقدس اصل په توګه چې زده کړه اواړتیایې په ټولو مقدسو کتابونوکې په لومړیتوب کې مطرح ده وکتل شي، ښوونه او زده کړه  دالله دسترکتاب قرآن دنزول پیلامه هم ده، هغه څه چې هغه یې دانساني بقا، نیکمرغۍ اوپيژندګلوئ په خاطرپه لومړیتوب کې زموږ په وړاندې ایښې ده.

           تردې را په دیخوا له هغه وخته چې انسان د انسانیت پرمفهوم پوه شوي بیا ترننه دبشریت ټولې هڅې،پرمختګونه اوکشفیات هم دپوهنې اومعارف برکت اوبریاوې دي ، په معاصرعصرکې بشریتدمتمدنوټولنواومتمدن ژوند تل ته خپله لاره د پوهنې د رڼآ په مرسته وروباسي ، په تیره بیا دلویدیزله صنعتي انقلابه را په دیخوا خود بشریت ټوله پاملرنه دپوهنې اومعارف د پرمختګ اوعملي کیدنې پرلورشوې ده.

      د پوهنې، ښونځي، پوهنتون اوپوهنځي اړتیا اوودی داوسني بشري ژوند اوبشري ارزښتونو دهویت په راژوندي کولواو پیژندنې کې دیوه لوړفلسفي اوعلمي اصل په توګه ځان برجسته اوځلولی دی، همداده چې په دغه برخه کې د ښوونیزې فلسفې لویوپوهانواو فیلسوفانوخپل علمي نظریات اووړاندیزونه د بشریت د متمدن کیدوپه برخه کې یوپربل پسې دهرې پیړۍ په ترڅ کې په نوې بڼه ایجاد اورا وړاندې کړي دي.

     د پوهنې، ښووني او روزنې دعملي فلسفې داړتیا اووړتیا په برخه کې دلویدیزترټولو مهم عالم اوپوه کانټ په خپل عصرکې خپل نظریات بشري ټولنې ته  دهغې د ودې دمهم توک (ښوونې او روزني ) په برخه کې نړۍ ته وړاندې کړل.کانت دخپل نظریاتي تیسس په ترڅ کې ښوونه او رونه په فزیکی اواخلاقي لحاظ وڅیړله اوپه دغه برخه کې یې خپل لوړنظریات اوعلمي تیسسونه دپوهنې د ودې، انساني ټولنې ته دهغې د اړتیااوپرمختګ په خاطرورډالۍ کړل، د کانټ دنظریې اوتحلیلي وړاندیزپه فزیکی برخه کې ترټولو مهمه خبره داوه چې دی انسان له حیوانیت څخه دخپلوانساني ارزښتونواواوچتووړتیا وو په لرلوسره را بیلوي او په مورالی یا اخلاقي برخه کې بیاپه دې نظردی اوموږته دا راښیي چې انسان څنګه دیوه آزاد موجود په توګه په ټولنه کې ژوند کوي اویایی څنګه وکړي ؟ دکانټ په نظرپوهنه یا ښوونه او روزنه د نړۍ د بدلون مورده ، دی داهم وايی چې پوهه د انساني آزادۍ اوچت غږدی چې بایددهغه دلالوړتیا اوآزاي له پاره انسانان عملي کاروکړي چې دغه لړۍ اودغه میراث له کانټ څخه وروسته پوهانو وڅاره اوپه دغه برخه کې یې لویې بریاوې اوعلمي نوښتونه هم ترلاسه کړل، ځکه خونن سباموږد ښوونې اوروزنې ( (Education په برخه کې پردې باوري شوي یوچې ښوونه اوروزنه یا زده کړه مانا دغه لاندې ښیګړې اوارزښتونه :

لومړی :  زده کړه،ښوونه اوروزنه هغه مهم اصل چې پرهغې باندې دالهی لارښونوټینګارپه لومړیتوب کې په الهي جدیت سره مطرح دی. دنړۍ ستراستازي محمد ص ته هم  لومړني وینه هم زده کړه وه چې ورته وویل شول: « ولوله … »

دویم : زدکړه، ښوونه اوروزنه،هغه انساني هڅه ده چې له میتود اوښوونیزو اصولو سره سروکارلري .

دریم : زده کړه، ښوونه اوروزنه ، هغه انسانی هڅه چې له نوښت اواختراع سره ځان دبشریت په لارښونه کې ښیياوسمبالوي.

څلورم : زده کړه ، ښوونه او روزنه هغه لوړانسانی ارزښت چې دمنطق او استدلال پربنسټ د ژوند دارزښت وړتیا انسان ته ورښیی اوپرې باوري کوي یې .

پنځم : زده کړه، ښوونه اوروزنه هغه لوړه ټولنیزه علمي ایدیه چې دلټون، خوځون اوپرمختګ ترسیورې انساني ماغزه، افکاراوتصورات صیقلوي.

شپږم : اوزده کړه، ښوونه او روزنه هغه ژوردرک چې په معاصروخت کې انسان اودهغه دنسلونه دخپلوعملي شونتیاوو (pragmatic possibilities ) په رڼا کې دعملي زده کړې په پرمختللو وسایلوسره روزي اوهڅوي .

افغانستان او د ښوونې او روزنې بریاوې او اوسنۍ غمیزه

دامیرحبیب الله خان اوغازي امان الله خان له وخته بیا د ډاکترنجیب الله اوحامد کرزي تروخته دټولو واکمنانانوټینګارپردې وچې،دافغانستان دترقۍ اوودانۍ یوازنۍ لاره دملت دنوي نسل روزنه اوپه عصري ښوونه او روزنه باندې دهغه سمبالول دي، امیرحبیب اله حبیبیه ښوونځي په شعوري توګه د ملت دترقۍ په خاطرپرانیست کله چې په ۱۹۰۷کال کې دبریتانوي هند له دری میاشتني سفره بیرته راستون شو په ارګ کې یې یوې لویې ملی ناستې ته چې په هغې دولتی ارکان، مشران اوعلما هم ناست وویوه اوږده وینا وکړه چې په هغې کې دمعارف داوسني سستم پراړتیا اودپخواني ملایی سستم په کمزورتیا باندې داسې خبرې وکړې: «  کالجی که درین جا درکابل  بنام حبیبیه مسمی شده تاکنون درحالت طفلیت قراردارد. شعبه طبی آن جهت فراگیری علوم طبی گشایش میابد ، من قبلآ احکام تهیه وسایل طبی وضروری صادرکرده ام ، قبل از آن که من عازم هند گردم مبلغ معین را بخاطراصلاح پروگرامهای آن اختصاص دادم. سردارنصرالله خان در زمینه علاقمندی خاصی نشان داده است. گواه دیگری زمینه ترقی این کالج جریان رجوع بچه ها به آن می باشد که تعداد شان ظرف چند ماه از  (300) تن به ( 3500) افزایش یافته است. اصلاح هرچیزی دردنیا از طریق دگری ممکن است. به گونه مثال رشد یک انسان را از دوره کودکی آن درنظرمی گیریم ، ما باید تابع این گفته نباشیم که گویا دیگران مرا عقب نگهداشته اند. درعوض ما باید درجهت کسب تعلیم وتربیه وایجاد معارف تلاش بخرچ دهیم. بدون کسب علم انسان از حیوان برتری ندارد. من درین باره  درلاهور درمحضر هزاران مسلمان صحبتی داشتم بخاطریکه این یک موضوع نهایت مهم ودرخورتوجه بود. شما نباید فراموش کنید که تاکید برای کسب علم از ارشادات پیامبر بوده است که من نیز به تکرار روی آن تاکید دارم ، هرملت میتواند با کسب دانش وعلم خود رادرقطارملت های دیگر پیشرفته قراردهد. جاّپان را بنگرید، کجا بود واکنون به کجا رسید ؟ و چه سان ترقی وپیشرفت  حیرت آوری را از آن خود کرد.  افغانستان  گاهی هم پیشرفتی نداشته است ؛ این گفته من به این معنی نبوده  طوریکه بعضی ها آنرا به زمامداری های اسلاف من ارتباط می دهند. واقعیت مساله این است که ترقی وپیشرفت  تنها از یک بعد وازیک جهت امکان پذیرنبوده است، حکومت به تنهایی خود دررابطه چیزی کرده نمی تواند. اگرشما با من همکاری مینمایید من میتوانم  درین راستا گامهای رابردارم که نه تنها برای حال ، بل برای نسل های آینده نیز درابعاد گوناگون آن مفیدت خود را داشته باشد.  درحاضر برای کودکان ما تعلیم وتربیه درحالت نامرغوب ونامطلوب  قراردارد،  بخاطر که لگام تدریس ما در دست ملاها است. ملا کیست ؟ مرد با طبعیت تنبل ومنکرازعلوم دیگر، علاقمند به ضیاع وقت وکسی غیرمتحرک . یا دآوری نام ملا تنهابیانگر زندگی خودش بوده است.  واژه ملا اهمیت خود را ازدست داده ازینروست که حتی زنان کشور نیز واژه ملا را برای کسی مفت خواروتنبل مثل گونه بکار می برند .« یارو ی بیچاره  ملا شد بخاطرکه برای  کاری دیگر مساعد نبود » امیدوارم که شما در زمینه بی تفاوت نباشید .

توانمندی واستعداد ملاهای ما تا چه حد است که اکنون اطفال ما راتدریس می کند ؟ با این کیفیت شما می توانید تخمین نمایید که آنها برای دیگران چه را خواهند آموخت .  من  نه درگذشته گفته ام ونه اکنون می گویم که فراگیری تعلیمات مذهبی صورت نگیرد ، برعکس من جبرآ روا میدارم که بچه ها باید آموزش مذهبی را درقدم اول روی دست گیرند.

آسیا  یک زمان مرکز علوم بود که مردمان کشورهای دیگرجهت فراگیری علوم به اینجا می آمدند، مردمان ازهسپانیه به بغداد جهت آموختن می رسیدند ، بغداد مملوازمکاتب و مدارس بود که ملیونها شاگرداز دور ونزدیک درآنجا آموزش میدیدند ، لیک کنو ن عقب گرایی را بیبینید که این همه نتیجه بیسوادی وسهل انگاری بوده است.من دریک کتاب معتبرعربی خواندم که یک زمان  تعداد باشندگان هرات به  (17) لک تن میرسید ، و مکاتب بی شمار درآنجا فعال بودند،  لیکن اکنون آن نفوس و آن مدارس کجا استند ؟این قابل افسوس نیست ؟   اگریک ملت و یا کشورتلاش نماید وهمه چیزرا از همان آغاز بوجه احسن آن پیگری نمایند ، از مواد ومهارتهای خود کارگیرند  ایشان بدون شک درراه پیشرفت ازضیاع وقت جلوگیری کرده می تواند.  این مثال را نیز نباید فراموش کرد، که  یک کس اولآ به جمع آوری مواد میپردازد بعدآ آتش را روشن می نماید وازآن چراغ را روشن میکند ، اشکاراست که این روند یک مدت زمان زیاد رانظربه این رویش ساده که یک چراغ را ازچراغ دیگرکه قبلآ روشن بود روشن شود  دربرخواهد گرفت. شما درک کردید که مطلب من ازین کنایه چه بود ؟ چراغ ترقی  واصلاحات ملت انگلیس در جهان کنونی مثال یک شمع را دارد، چراغ خود را از آن روشن کنید و وقت تانرا به هدرندهید. »  (دغه وینا په انګریزي ژبه دهند په ملي آرشیف کې خوندي ده ، ما دغه وینا پخوا له انګریزي ژبې څخه په فارسي ژباړلې وه ځکه مې دلته دهغې دغه برخه له موضوع سره په تړاو راواخیسته – رشید)

غازي امان الله دملي معارف بنسټ کیښود دیوه حبیبیه ښوونځي پرځای یې لسکونه عصري ښوونځي جوړ اوهلته یې دنړۍ په کچه دپرمختللو هیوادودښوونکوپه مرسته نوی نصاب پیل اوعملي کړ. خوبدنام اوبی تعلیمه سقاو بیا دپوهې دغه بهیر دنهو میاشتو له پاره په ټپه ودراوه چې دبيسوادۍ اوله علم اوپوهې سره ددښمنۍ توره لکه یی تراوسه پورې دشرم اوبې عزتۍ نښه زموږ تاریخ ته پاتې ده. اعلحضرت نادرشاه کابل پوهنتون په همدغه مقصد جوړ اوپرانیست چې ددې وطن ځوانان باید لکه دنړۍ دځوانانوپه شان عصري زده کړې وکړي اوله دغې لارې دخپل هیواد ملي اوتعلیمی شعورته د ودې لاره پرانیزي. اعلحضرت ظاهرشاه د ښوونځیو د زنګ شوراوشرنګ ترکلیواوبانډو پورې ورساوه، دغې اوږدې لړۍ په خپل ټول پرتم سره ځان دکابل له شریرو او خونړیوجګړواوهمداسې دطالب یارانو له ځنځری بندیزونو څخه دکرزي تردوره را ورساوه، کرزي په دغه برخه کې په خپل وارآرام کینناست په دغه دوره کې یوځل بیا په ملیونو هلکان اونجونې ښوونځیوته ولاړل اوله یوه اوږدهوحشي رکوده وروسته زموږ دځوان نسل په وړاندې په هرډول چې وو د زده کړې بشپړ اویا نا بشپړبهیرپیل شو، دده په څوارلسوکالوکې یوازې په هندوستان کې دافغان  فارغ شویومحصلینوشمیرترشلو زرو واوښت ، په زرګونه شخصي اودولتي پوهنتونونه د هیواد په ګوټ ګوټ کې سره له دې چې کیفي وده یې د صفر په کچه اوده خوبیاهم پرانیستل شول. له همدې امله ویلای شوچې دافغانستان دمعارف په وده کې دکرزي دوره دکمیت په لحاظ ترټولومخکښه دوره وبلل شوه،خودکیفیت په باره کې ځکه څه نه شم ویلای چې دده په دوره کې هم معارف ته دغیرمسلکي کسانودګمارنې له امله دپاملرنې زیان ورسید چې خبره ننۍ غمیزې ته راورسیده.

خواوس له هغې ورځې چې اشرف غني قدرت ته رسیدلی دی دهیواد تعلیمي سستم دهرې ورځې په تیریدو سره له یوې خواخپل وړتیا له لاسه ورکوي اوله بلې خوا په ملي کچه دتعلیمی سستم اصلی ارکانو(ښونکو اوزده کونکو) ته په مادي اومعنوي لحاظ هیڅ ډول توجه ونه شوه اونه هم کیږي تراوسه هم دتدریس یوه سالمه فضا (ښونځي) زموږ ځوان نسل په خپل واک کې نه لري په حکومتي کچه د معارف له پاره داسې یوڅوک، یومسوول،یووزیر چې دمعارف پراصولو، اړتیاوو، وړتیاوواوتعلیمي ملي اوعلمي میتودلوژۍ اویاهم د پرمختګ په رمزپوه وي، نه دی ټاکل شوی، داستونزه لکه چې ما وویل دکرزي له وخته روانه و چې اوس د وحشت اوبدمرغۍ وروستي پولې ته رسیدلې ده. ما مخکې یاده کړه چې مستبدو شاهانوهم دمعارف په وړاندې داسې درنه جفا لکه چې دتش په نامه امریکایي دموکراسئ اوزموږ دبی فکره مفکرترسیوري لاندې دمعارف په برخه کې روانه ده دمعارف په تاریخ کې یې بل داسې مثال نه شوموندلای، معارف په افغانستان هغه وزارت وچې له هغه سره دتاریخ په یوه دوره کې هم چا دومره لویه دښمني اوبی توپیري نه وه ښودلی، موږ وینوچې دم ګړۍ په دغه وزارت کې څه حال دی اوڅه لوبي نه دي چې دلته په تیروپنځلسوکالو کې نه دي ترسره شوې ،ښاغلي غني تیرکال دیوه لنډه غرپه واسطه او اشاره یومحصل چې لایې خپل تحصیل نه وبشپړکړی دډیلي له کوڅو راووست اووزیریې مقررکړ،اوداهم هغه تیروتنه او فاجعه وه چې دفاروق وردګ خیالي اخلاص اویاهم دحنیف داتمرددرواغجنو وعدواوناکارومعارف کارپوهانو؟ په تقرراوترهغه دمخه د قانونی دمعارف د شاګردانو ته دمرسته شویو بکسونو په عام بازارکې پلورلوسره خلاصه کیدای شي. دافغانستان خلک باید دخپل معارف سره دجفاوودغه ناوړې څیرې اودهغوی معاملې له یاده ونه باسي. په دغه اړه خپله دسترګو لیدلې خاطره درسره شریکوم ، فاروق خان وردګ یومهال هند ته راغی، دهند دپوهنې اوزده کړو اوانسانی سرچینوله وزیر(کپیل سیبل) سره یې ملاقات درلود زه او سفیرابدالي هم ورسره ملګري شوو، باوروکړئ چې دغه جناب دمعارف په باره کې دهندوزیرته دکرزي صاحب له سلامونو پرته نورڅه نه درلودل، هغه ورته وایې چې ښاغلي وزیرراته ووایه چې موږ دافغانستان معارف ته څه خدمت اومرسته کولای شو؟ خوده بیاهم دکرزي صاحب سلامونه اوله هندسره دښواړیکودهیلوخبره تکراروله، ابدالي راته اشاره وکړه چې زه باید یوڅه ووایم ،ناچارشوم، مداخله می وکړه اووزیرته مې وویل چې زه دهندوستان له تعلیمي سستم سره په زوراوزیربلدیم افغانستان په اوسني وخت کې د معارف له پاره یوازې ستاسې دتعلیمی سستم دکریکولم چې زه پوهیږم تردوولسم ټولګي پورې دنړۍ له پرمخ تللونصابوڅخه دی غواړي، موږپه دغه برخه کې ستا سې مرستې ته اړتیا لرو، اوهیله من یم چې له موږ سره دخپل (ان سي آرتي یي) مرکزله لارې مرسته وکړئ … تاسې باوروکړئ چې نورهندی وزیر له ښاغلی وردګ سره خبره هم ونه کړه اوژمنه یې راسره وکړه اوپه ټوکه یې لا داهم وویل « ترما ته ډیرپه دغه برخه کې بلد یې، خوهند حاضردی چې په دغه برخه کې له افغانستان سره دزړه له کومی مرسته وکړي اودا ژمنه هم درسره کوم چې دنصاب جوړونې سل تنه کارپوهان له تاسره افغانستان ته ولیږم څو د افغانستان دنوي نسل په روزنه کې موږهم خپله انساني او روزنیزه دنده ترسره کړو… »

دوستانو کله چې دوزیرله کوره راووتو ښاغلي وردګ ما ته څه وویل ؟

هغه راته وویل :

ـ استاده تا خو ډیره مهمه موضوع یاده کړه، کوردې اباد،خویوه خبره ده اوهغه دا،څوک چې موږ ته کریکولم یا نصاب جوړوی اویایې راکوي هغوی باید موږ ته پیسې هم راکړی …  زه اوښاغلی ابدالي دده دغې خبرې ته حقحیران شوو چې دا جناب وزیرڅه وایې ؟ دی ترپایه پوه نشو چې نصاب مانا څه اودافغانستان معارف څه ډول نصاب ته اړتیا لري ؟ هیڅ مې ورته ونه ویل یوازې په زړه کې را تیره شوه:« خدای دې مل شي دوطن اودملګرو ؟؟؟

دهیواد درنوخویندواومیندو اوګرانو دوستانو! اشرف غني بیاد خپل ناوړه اوفاسد پردي پالي نبوغ آوازدیوې معصومې اوبې اسرې میرمنې چې دخپلوخبرو په ویلونه پوهیږي اودمعارف په برخه کې داخپله د ابتدایي دریم ټولګی زده کونکی سواد اوسویه نه لري راویوست، یوآوازچې دیوې بشري فاجعی بوی ترې راځي، دیوه تاریخی شرم چې لږترلږه دیوه درواغجن (مفکر؟؟ ) اودهغه له عصراوواکه یې هیله نه کیده ، افغانستان لکه چې دمخه مویاده کړه، پوره یوه پیړي او شل کاله کیږي چې دښوونځي اومعارف ځلاند تاریخ اوسستم لري، چې په دغه اوږد موده کې دنړۍ دمعتبروعلومواودعصردعلمي غوښتنوسره سم زموږ نسلونه په کې روزل شوي دي، کوم پلان چې د اشرف غني له ګیډې اود آغلې له خولې راوتی ، آیادا ډول څه سستم تاسې دنړۍ په یوه ګوټ کې راښودلای شئ ؟ آیا ددې مانا دانه ده چې موږ د پاکستان په اشاره لکه چې پښتونخوا یې له مدرسو ډکه کړه اوزموږ نوی پښتون نسل یې هلته له خپلوآزادي غوښتونکوهیلولرې ساتلي دعمران خان له سفره وروسته دمکتب پروړاندې له همداسې یوې بې منطق اوبي وجدانه طرحي سره مخامخ نه یو ؟ داچې داسې یومعارف ضد غږ دحکومت له خوا پورته کیږي داپه خپله دا په ډاګه کوي چې راتلونکي افغانستان باید پاکستان ډوله مدرسه ستان شي آیا دغه حرکت اوغوښتنه به زموځوان نسل خویندي اومیندې  نجوني اوهلکان دسیمی دارتجاعي اوګوډاګیومسلمانوهیوادونوپه ارتجاعي اونا مقدسوموخواومنګولوکې ورښکل نه کړي ؟

دافغانستان درنه ملته !  دوه ملیونه بچیانمودپردیودغرضوپه خاطرقربانی شول ، پنځه ملیونه اوس هم آواره په نړۍ ګرزي راګرزي ، لس ملیونه زده کونکي نن سبا په افغانستان کي په زده کړو بوخت دي ، هیله ده چې نورلږ په را په خود شئ ، مه پریږدۍ چې له ماشومانوډک  جوماتونه مو(دبمونودمور) په لمبوکې لوخړې لوخړې شي، تردغه وخته مو جوماتونه اودهغومعنوي ارزښتونه جوړپاتې وو، که دغه توطیه عملي کیږي نوبیا موخاطرجمع لرئ چې هرجومات به مودماشومانوپه وینوباندې رنګیږي، پریږدئ چې په دغو جوماتونو کې دخپل لوی خدای په وړاندې سرونه ټیت کړو، پریږدئ چې دغه جوماتونه مو دنړیوال تروریزم اونړیوالوزبرځواکونوله وحشته په امن پاتئ شي…

درنه ولسه اوښوونې اوروزنې خواخوږو! لس ملیونو زده کونکي نن سبا په افغانستان په ښوونځیوکې درس وایی څومره جوماتونه اوڅومره ملایان په دې وطن کې شته چې هغوی به دملت دتنکیوبچیانو دزده کړې ملي سوال ته په سمه اوعلمي توګه ځواب وویلای شي ،یوه پیړۍ مخکې امیرحبیب الله خان لکه چې په پیل کې مودهغه نظرولوستموږ ته داشرف غني ددغه نیمګړې اوغیرعملي ملایيطرحې ځواب ویلی دی، آیا زموږ له پاره به دا وړوي چې یوه پیړۍ وروسته دجناب مفکر؟ دپردي پالي حکومت په توره دوره کې موږ دهم هغه ملا چې امیریي یوه پیړي دمخه راته تعریفوي ترڅپیړولاندې خپل تنکي ماشومان واچوو ؟ له هرڅه سره لوبې د بابا له ږیرې سره هم ؟ دملت دځوان نسل له برخلیک سره هم ؟  نه، نه، نه …داکارناشوني دی ، ځکه نو راځۍ یوازې د اشرف غني دغې تورې خیټیالوژۍ ته هم دا په ډاګه ووایو چې، راویښ شه ، را په خودشه شه ،خپله دغه توره طرحه زموږ دمعارف په خلانده پیکرباندې مه ورتپه، ملت ته نور ستا درواغ ، دوه رنګې د زغم وړنه ده ځکه ستا پرمخ تاته هم هغه دمشروطه غوښتونکو نامتوشعردرباسي اودرته وايی چې :  

گراین ملا بود واین مسجد

کارطفلان را خراب می بینم

پای

پروفیسور عبدالخالق رشید

د نهرو پوهنتون ډیلي

.