کور / شعر / غزل

غزل

د جمعې شپه ده، په درود سینه روښانه ساتم
زه خو فقیر یمه، جونګړه به ودانه ساتم

د محمد نامه په زوره، زوره اخلم ځمه
د ژوند ځنګله ستا فتنې لرې له ځانه ساتم

ددې نه لویه معجزه د هغه ذات به څه وي
چې زه دې هم لکه د خوږ ګوتې ایمانه ساتم

د محمد د فیض سایه په مخلوقاتو منم
څوک یمه زه چې یې محدود تر مسلمانه ساتم

زما په خوله صل علی محمد العربي
روح کې ممتازه! دا سړه چینه روانه ساتم

#ممتاز_اورکزی