کور / تازه خبرونه / د علي وزیر په نیولو خواشینی یم – فضل هادي مسلمیار

د علي وزیر په نیولو خواشینی یم – فضل هادي مسلمیار

نن د افغانستان د مشرانو جرګې مشر د پښتون ژغورني غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر پر نیول کیدو خواشیني څرګنده کړه.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار وویل:
پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر په نیولو خواشینی یم، د ښاغلي علي وزیر کورنۍ د پښتنو د حقوقوڅخه د ملاتړ په لاړه کې خپل د کورنۍ ډېر غړي له لاسه ورکړي دي، تمه ده د هغه د خوشې کېدو په اړه د پاکستان پارلمان او د نړۍ بین الپارلماني اتحادیه جدي هڅې وکړي ځکه د کورنۍ په ګډون یې پښتانه ولسونه تشویش لري او باید له بنده خوشې شي.