کور / خبرتیا او پيغامونه / د خیرالبیان پښتو برخه چاپ سوه

د خیرالبیان پښتو برخه چاپ سوه

خیرالبیان د روښانې نهضت د بنسټ ایښوونکي بایزید انصاري تر ټولو اوڅار او اساسي کتاب دئ. که څه هم دا کتاب څو لسیزي پخوا په پېښور او کابل کي د جرمني د ټیوبنګن نسخې له مخي چاپ سوی وو، خو دا چي دواړه چاپونه له یوې ناقصي قلمي نسخې څخه سوي ول، نو اړتیا وه چي د خیرالبیان یو بشپړ متن تهیه سي.

په ۱۳۹۶ش کال استاد محمدمعصوم هوتک د دکن د سالار جنګ موزیم له بشپړي نسخې څخه د خیرالبیان متن تهیه کړ. په دې نسخه کي د پیر روښان له ادعا سره سم د څلورو ژبو (عربي، پارسي، پښتو او هندي) خیال ساتل سوی دئ. استاد هوتک د متني اصولو سره سم همدغه نسخه د خپل کار له پاره اصل وټاکله او د پېښور خطاطي سوی او کابل عکسي چاپ ئې ورسره مقایسه کړ. د دې تر څنګ ئې د مرحوم قلندر مومند رامنځته کړی خیرالبیان هم ورسره پرتله کړ.

له یوې خطي او درو چاپي نسخو څخه ئې د خیرالبیان انتقادي متن برابر کړ، پر متن ئې مبسوطه سریزه وکښله او د خطي او چاپي نسخو نسخه بدلونه ئې په لمن لیکونو کي ورواچول. د استاد دغه کار د روښاني نهضت د علاقمندانو او پښتو کلاسیکو متونو د خوښوونکو او لوستونکو له پراخ استقبال سره مخامخ سو. استاد د هماغه چاپ په سریزه کي ژمنه کړې وه: «له پاک خدایه غواړم چي په بېل ډول د خیرالبیان د پښتو متن د برابرولو توان راکړي.»

استاد ته خدای توان ورکړ او خپله کړې ژمنه ئې وفا کړه.

د خیرالبیان خاضر پښتو متن په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويي ټولني له خوا په ۳۶۰ مخونو کي پر سپین کاغذ، ډبله وقایه او اعلی کیفیت چاپ او خپور سوی دئ. خدای دي استاد هوتک ته اوږد ژوند ورکړي چي زموږ د ادب، تاریخ او فرهنګ نوري تیاره خواوي د دوی د تحقیق په روڼا کي له تیارې راووزي او د ادب او تاریخ علاقمندانو ته وړاندي سي.

ولي پښتو متن؟

د لوستونکو سره به سوال وي چي ولي د خیرالبیان پښتو برخه په مستقل ډول چاپ سوه، دا کار د لاندي موخو تر لاسه کولو په خاطر وسو:

یو: بایزید د خپل وخت علمي او سیاسي شخصیت وو، پر پښتنو سربېره ئې په پیروانو کي د پارسي او هندي ژبي پیروان لرل، ده خپل کتاب ځکه په پښتو، پارسي او هندي وکیښ چي ټول پیروان ئې ځني مستفید سي او عربي د علم او پوهي ژبه وه ځکه ئې نو د خیرالبیان په لیکلو کي لومړی ځای عربي ته ورکړ، خو که د خیرالبیان اصلي مخاطبین په نظر کي ونیسو هغه پښتون قام دئ، بایزید غوښتل دغه قام د هماغه مهال د مغولو او زورواکانو له سلطې خلاص کړي. نو موږ ته بویه چي د خیرالبیان پښتو پیغام په مستقل ډول تر پښتانه قامه ورسوو.

دوه: د پښتو ژبي او نثر په تاریخي سیر کي خیرالبیان د یوه معلوم بشپړ کتاب په توګه له پوره شهرته برخمن دئ که څه هم دغه اثر په مسجع نثر کښل سوی دئ خو که غواړو د خپلي ژبي او نثر تاریخي سیر ځانته معلوم کړو په ځانګړې توګه د دې برخي چاپ مهم وو.

درې: خیرالبیان یو له هغو آثارو څخه دئ چي د لر او بر پښتانه قام د تعلیمي او تحصیلي مؤسساتو په نصاب کي شامل دئ، د دې له پاره چي زموږ څېړونکي، د پوهنتونونو استادان او محصلان د خیرالبیان پښتو متن ته په مستقل ډول لاسرسی ولري، نو مو مناسبه وبلله چي د دې غنیمت اثر پښتو برخه په ځانګړې توګه چاپ او خپره کړو.

څلور: د کابل له عکسي چاپ سره د اکاډمیسین پوهاند رشاد مغتنمه لغتنامه مل وه، د ۱۳۹۶ش کال له بشپړ چاپ سره د ځینو تخنیکي او اقتصادي ستونزو له مخي د پوهاند صاحب لغتنامه چاپ نه سوه، دا چي د لغتنامې مغتنمي محتوی ته لوستونکي لاسرسی ولري، د دې چاپ سره مو هغه مل او خپره کړه.

پنځم: د یوه اثر بېلابېل چاپونه، که چیري هغه په څو ژبو لیکل سوی وي د هري برخي ځانګړي چاپونه د دغه اثر د علاقمندانو، محققینو او لوستونکو له پاره نه یوازي د آسانۍ سبب کیږي، بلکي د نورو څېړنو له پاره د تحقیق او تحلیل ور پرانیزي.

د پورته یادو سوو ملاحظاتو په نظر کي نیولو سره استاد هوتک او علامه رشاد خپرندويي ټولني وغوښتل چي د دغه مهم اثر پښتو برخه په ځانګړې توګه چاپ او تر تاسي ښاغلو او آغلو پوري درورسوي. موږ له خدایه استاد ته د اوږده او صحتمند ژوند غوښتنه کوو او د علامه رشاد خپرندويي ټولني مسئولینو ته د پښتو ژبي د نور خدمت دعا کوو.