کور / هراړخیز / د ارواښاد پيرمحمد گرديوال نوم به د افغانستان د ژبپوهنې په ملي اطلس کې تلژوندی پاتې شي!

د ارواښاد پيرمحمد گرديوال نوم به د افغانستان د ژبپوهنې په ملي اطلس کې تلژوندی پاتې شي!

پوهاند دوکتور م.ا. زيار

دسمبر 7, 2016 213 کتني

اکسفورډ-۳۰نوېمبر۱۶

د ارواښاد پيرمحمد گرديوال نوم به د افغانستان د ژبپوهنې په ملي اطلس کې تلژوندی پاتې شي!

خدای شته، د ملي سوداگر ارواښاد حاجي صاحب پيرمحمد گرديوال د مړينې خبر پوره ودردولم، يوازې په دې نه چې گوندې همزولی مې وو او زما وارو پار هم راوننگوي، او يوازې په دې هم نه چې زما د گردو گرديوالو دوستانو د سر سيوری وو او پر راپرېوتو يې زه هم له ځان سره تورنمری (سياه پوش) کړم، بلکې تر هرڅه وړاندې داچې ما ونه شو کړای، له هغه ارواښاد سره پر ژوندونې يو نيم پېړييز ارمان شريک کړم!

د ۱۳۴۱ل. روستۍ شپې ورځې وې چې خپل شاگرد شيريندل د گردي د جامع جومات خواته بوتلم او د يوه دوکانگي مخې ته يې له درېدا سره راته کړل: چې غواړې، پرې واوړې، همد غه دوکاندار تر بل هر گرديوال د دې کلي او شاوخوا نورو کليو بانډو د نږه پښتو گړدود استازی دی او ستا له آرونو او آړونو (اصولو او شرايطو) سره سم د بل گړدود يا ژبې تر اغېز لاندې نه ده راغلې،نه يې کابل ليدلی او نه پېښور… .

هغه هم په پوره مينه زما هرکلی وکړ، ورسره کېناستم، پوښتنليک او قلم کتابچه مې مخې ته کېښوول. خو وار له مخه دې بل گرديوال تر غوږ ورتېره کړه چې دا د يوې گړۍ دوو خبره نه، بلکې ښايي، څلور پېنځه ورځې واخلي، بيا يې هم ټټر راته وټپاوه او پرکار مو پيل وکړ. دومره لوراندو مهربانه چې زماد خوراک وڅښاک پازه يې هم پرغاړه واخېسته. په پای کې يې ، د پروژې له خوا د ټاکلې پېنځوس افغانۍ لاسباړې له اخېستو هم نټه وکړه او د يوه گران مېلمه په توگه يې آر کوربه ته وسپارلم.

درې ژمي وروسته چې د گړدودڅېړنو په لړ کې پر ټپټپي باندې له هغې سيمې تېرېدم، په هماغه دوکانگې کې مې ورسره د منډې له مخې ليده کاته وشول . درېيم ځلي مې څه ناڅه دېرش کاله روسته هغه مهال د پېښور په ښويه ښالاکه جوړه کړې کلا کې وليد چې زه هم د نورو ډېرو غوندې له جهادي- تنظيمي اله گولې په توره تېښته ورکډوال شوی اود گران زرين انځور په بلنه هلته ورغلی وم. گرديوال حاجي صاحب له ښه مرغه له هغه دوکانگيه دومره شتمنۍ ته رسېد لی وو او دومره په کاروبار کې بوخت وو چې پخواني يادونه مې ورسره راتانده نه شوه کړای؛ په ترڅ کې هم هغه ٌيو کتاب خبرې ٌ او نور ډېر څه بيا وخته د کابل پوهنتون اړ وندې بلوسگرې ٌٌ وحدت ٌ ډلې تر ولکې لاندې ورغلي ول- او لا کال دوه روسته چې د هېواد هغه لوړترينه علمي- فرهنگي منځۍ د بې فرهنگو جگړه مارو پر سنگر بدله شوه، او زموږ د ۲۸۴گړدودو څو مليوني پروژې زېرمه د جنگ غرغنډو تورې ايرې کړه، له حاجي صاحب سره د هغه کتاب پر نه يادونه پښېمانه نه شوم.

له پېښوره لندن ته له راکډوالېدو سره سم له سمونې مې د اړوندې زېرمې د آرې بڼې او کار بهير (پراسس) په تړاو د اطلس پروژې له فرانسي همکار (شارل کيفر) څخه دومره تېلفوني ډاډ تر لاسه کړ چې د خپل سويسي استاد(ژارژ ردار)، د يونسکو او بيا دسويس نېشنال فنډ له خوا د پروژې مشر په توگه په روغتون کې پروت دی او په کارده، ورشم او پر ژوندونې ترې هرڅه وپوښتم او يوه کاپي ځنې لاسته راوړم. خو له ورتگ سره يې يوازې داومو توکو د کاپۍ ژمنه وکړه، نه د ۹۵ ٪ چاپ ته چمتو کړې هغې. بيا هم د فرانسي کيفر او انگليسي مېکنزي او نورو همکارو آريانپوهانو سپارښتنې دېته وهڅولم، په کابل کې د هماغو جها دي چارواکو په يوه رسمي ليک، نه تش هغه پخه کاپي ترلاسه کړم چې لا سويس دولت خپل اړوند فنډ په هوکړه د استاد ردار ځايناستی الماني آريانېست (و. ماير) د کار بشپړونې ته وگوماري.

د يوويشتمې پېړۍ له رابرېدو سره د اطلس پروژې له مشر استاد ردار راروسته له انگرېزي مېکنزي او گېرشويچ نيولی تر امريکايي هربرت پنزل پورې ټول آر او افتخاري غړي آريا نېستان او بيا افغانپوهان پرلپسې د تلپاتې يانه په تکل کې شول. الماني لورنڅ او ماير هوفر، فرانسي فوسمن او کيفر … هم پسې تلونکي ول. په لندن کې افغان سفارت هم د سقاويانو په ولکه کې وو. ]هغه هم ً ولي مسعودٌ چې همدانن يې د ولسمشر اشرف غني له خوا ٌغازي امان الله ملي اتل بللٌ وروننگول[ .

تر برلينه په دې تمه ولاړم چې گوندې د اکادېمۍ له مهاله د پېژندتيا په پار راسره سفيره اغلې مليحه ذوالفقار څه مرسته وکړای شي، خو پر هغه ورځ ناسوبه وه او زه راستنېدونکی.

دا يوه هيلمنه برابري وه چې ۴-۵ کاله روسته بون او کوېلن ته د يوه علمي- فرهنگي يانه په ترڅ کې بياهم راته گران او منلي ليکوال دوست زرين انځور د کابل د واکمن ٌ جمعيتٌ يوه استثنايي ٌفاضلٌ کونسل را پر گوته کړ. هغه هم داسې مهال چې د بيرته راتگ لپاره يې هوايي ډگر ته رسولم، هغه د نيمه گړۍ په کتنه کې راسره ټيگه ژمنه وکړه چې د افغانستان د ژبپوهنې اطلس اړوند غوښتنليک مې تر کابله ورسوي. خو له بده مرغه د بهرنيو چارو وزا رت د دې پرځای چې د هغه ليک منځپانگه سمه په خپل ليک کې راواخلي ، د چاخبره ٌکوټٌ کړي، په پاريس کې يې د يونسکو افغان پازوال ته څه ناڅه په دې ټکو راواستاوه: ((يونسکو دې د افغانستان اړوند کتاب زموږ په واک کې راکړي… ))، نو اړوند پازوال ښا غلی ظاهر يې هم پر سروبر پوه شوی نه وو ، که نه، تر دويمې سقاوۍ مخکې يې، ان له دوه درو لسيزو راهيسې هلته اړونده پازه پر مخ وړې او پرکار پوره بلد وو. بلخوا زما د منځني ښوونځي ټولگيوال او د کابل پوهنتون پوهنځيوال دوست پاتې شوی، خو زما له گرانبيه ور تگ او نارسمي څرگنداوي او سپيناوي سره يې هم څه نه شو کولای!

د ځايناستو کرزي خېلو فرهنگي پاليسي هم پرهماغه دويمې سقاوۍ راڅرخېدله او خپل پا يښت يې هم له هغې سره تړلی او پېيلی انگېره. سړکونه او څلارۍ يې د اړوند کمسواده سقاوبچي په نامه ورنومولې ، په هر تلين کې يې پرې نمانځغونډې او څېړنغونډې جوړولې، گډونوال او رسمي مېلمانه يې هم دېته اړېستل، تر پنجشېره ورسره ولاړ شي او پر مړستون يې د گلو کړۍ او گېډۍ کتارکاندې!

همهغه ملي- فرهنگي ضد پاتوړې تر اوسه داسې ټينگه او ترينگه پاتې ده چې له اوسني ٌ نړيوال انديال هېواد مشره ٌ يې هم لارلودن ورک کړی دی. ما د فرهنگيالو دوستانو او ان علمي او فرهگي سلاکارانو په هڅونه له تختناستۍ راهيسې پرلپسې د ژبپوهنې ملي اطلس پرو ژې پراپوزلونه ور سپارلي او د سقاويانو له وېرې يې پرې تر دې گړۍ يوه سرسري کتنه نه ده لورولې؛ ښا يي لامل يې داوي چې گوندې يوازې په پښتو او پښتنو اړه لري، نه د برلاسې پارسي گړدودو په گډون د هېواد پر څه له پاسه د دېرشو ژونديو او نيژواندو ژبو څه کم درې سوه گړدوده هم را نغاړي ! زه پوره باور لرم چې د لگښت ربړه يې هم د يونسکو د پاريس دوتر له لارې په يوه يوازېني رسمي ليک د پخوا په څېر د سويس دولت پر غاړه اخلي.

له گردو لالهانديو او نهيليو سره سره بياهم هيلمن يم چې پر ژوندونې مې دغه ستر ارمان تر سره شي، پر افغاني او جهاني کچ دغه ارزښتمنه علمي کارنامه سرته ورسي، او ورسره، هم نيم ژواندې ژبې له بشپړې مړينې راوژغورل شي او هم د ارواښاد حاجي صاحب پيرمحمد گرد يوال په گډون د ۲۸۴ ٌانفارمنټانوٌ نومونه تلتاندو تلژوندي پاتې شي، د دغو ټولو ارواوې دې ښادې وي!

ستاسې د ټولو منندوی زيار

.