کور / خبرتیا او پيغامونه / دبين الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو دپيليدو اړوند دسولې ولسي حرکت اعلاميه

دبين الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو دپيليدو اړوند دسولې ولسي حرکت اعلاميه

ټاکل سوې ده چي د روان ۱۳۹۹ لمريز کال دمرغومي پر شپاړسمه د خپل منځي خبرو اترو دوهم پړاو په دوحه کې پيل سي دا خبرې په داسې حال کې پيليري چي دهيواد په ګوټ ګوټ کې هره ورځ په لسګونه افغانان وژل کيږي او په لسګونه ژوبل کيږي، هره ورځ په هدفي وژنو ، چسپکي ماينونو دسړک دغاړې ماينونو او بمباريوکې د وطن ګلالي ګلالي بچي ضايع کيږي، دهيواد ټولې لوې لارې دعام ولس لپاره انتهايي خطرناکې سوي دي چي يوازې ډير مجبور خلک پرې سفر کولای سي ، دلارو بندښت په ټولو لويو او وړو ښارونو کې نرخونه انتها ته پورته کړي دي چي دفقر کچه يې ۷۰ سلنې ته لوړه کړې ده اوپه ټوله کې دا ټوله دربه دري عام ولس ته دجنګ له امله پېښه سوې ده باوجود ددې چي نوره روانه جګړه په هيڅ دين او په هيڅ مذهب جايزه نه ده نو په همدې بنسټ د واقعي خلاصون لپاره مذاکراتي ټيمونه بايد د افغان ولس لاندې غوښتنې ومني .

۱: تر هر څه وړاندې د جنګ پر درولو کار وسي دواړه لوري دې يوازې او يوازې داوربند په ټينګيدا او مربوطاتو يې کار وکړي عام باور دا دی چي اختلافي موارد پيچلي دي دا موارد بايد دخونريزۍ لامل ونه ګرځي .
۲: ددې لپاره چي اختلافي موارد ژر حل سي ښه خبره دا ده چي دواړه جنګي لوري يوه دريمه منځګړې ډله چي مطلق له بې طرفه افغانانو څخه جوړه وي ومني چي له دې ډلې ، جنګي لوري نړيوال او ملل متحد پوره ملاتړ وکړي اجازه دې ورکړي چي دا منځګړې ډله ټول اختلافي مسايل حل کړي .
۳: که احيانآ منځګړې ډلې دا اختلافات حل نه کړای سول د مذاکراتي ټيمونو داستازو ، ملل متحد او منځګړې ډلې څخه دې يوه ګډه کاري کمېټه جوړه سي دوی دې د يوه منظم انتخاباتي ميکانيزم له مخې د دولت او طالبانو د واک لاندې سيمو قومي مشران ، علما او ځوانان راوغواړي او يوه واقعي دوديزه لويه جرګه دې دايره کړي دمذاکراتو ټول اختلافي موارد دې، دې جرګې ته وړاندې کړي د افغان ولس دې عنعنوي مرجعې چي هر راز پرېکړه وکړه ، ټول جنګي لوري ، نړيوال او سيمه وال دې يې ملاتړ وکړي ، پرته له داسې يوې بنيادي لارې ،هيڅ شونې نه ده چي دا ژور او پيچلي اختلافي موارد دې سره حل و فصل سي ، که اختلافي موارد هر څومره ځنډ رامنځته کوي هغومره ولس او وطن خطرناکترين لوري ته روانيږي او له بده مرغه دا ټول جابرانه پور افغان بيچاره او ښکيل کړل سوی ولس پرې کوي ، دسولي ولسي حرکت په داسې بنيادي حل لارو کې هر راز مرستې اوهمکارۍ ته چمتو دی چي دجنګ له ټولو لورو ملل متحد او نړيوالې ټولنې سره ديادو ميکانيزمونواو طرزالعملونو پر جزياتومفصل بحث وکړي .
۱۶مرغومي۱۳۹۹
کابل افغانستان

حرکت مردمی صلح
۱۶جدی ۱۳۹۹
کابل / افغانستان