کور / نوميالي / «خدای بخښلې کریمه فیض زاده رسولي زموږ دیاده نه ده وتلې »

«خدای بخښلې کریمه فیض زاده رسولي زموږ دیاده نه ده وتلې »

دکندهاروتلې شاعره پوهه اومدنی فعاله خدای بخښلې کریمه فیض زاده رسولي.په یوه منوره اوښوونیزه کورنۍ کي په کال ۱۳۳۵هـ ش کال کی زیږیدلې ده پلارئې حاجي عبدالشکورخان دکندهاردنامتوپوهانواومنورینوڅخه وو،چی خپل ټول اولادونه ئې هیوادپاله اوتعلیم یافته وروزل.لکه : پروین ملال فیض زاده، انجنیرعبدالرسول فیض زاده،محمداکرم فیض زاده،خوهمدغسي دکورنۍ دښې تربیې په سلسه کي خدای بخښلې کریمه یوه هیوادپاله باجرئته شاعره وه چي دکندهاردطلوع افغان په ورځپاڼه کي دمخکښوښځوپه قطارکي وځلید له.خدای بخښلی کریمي فیض زاده رسولي په نثراونظم کي هغه پاخه اثاراولیکني رامنځته کړې چي په کندهارکي د ښځوشاعرانوپه لومړي قطارکي حسابل کیږي. په رسمی توګه خدای بخښلی کریمې دطلوع افغان سره په ادبي صفحه کي په ۱۳۵۰هـ ش کال کي خپله همکاري را پيل کړه،ترهغه راوروسته ئې دهیوادپه بیلو،بیلومجلواواخبارونویانشراتوکي مضمونونه او شعرونه خپاره سوي دي.دخدای بخښلي کریمې دژوند ملګری خدای بخښلی علي احمد رسولي چي خپله هم شاعر،لیکوال اودبیالوژۍ په برخه کي یوعلمی کدروو.دکابل دپیداګوژۍ په پوهنتون کي استاداودهمدغه پوهنتون دمرستیال په توګه دنده ترسره کوله،ددې درنې کورنۍ سره ما دژوندپه اوږدوکی شناخت اوداسي اړیکي درلودلې لکه دیوې کورنۍ غړي چې یودبله سره لري.ترهغه وخت چی په کابل کي دجنګ سالارانومجاهدینوخپل منځي جنګونه لانه وه موږیودبله سره همیشه تګ اوراتګ اوکورنۍ شناخت دورورولۍ ترحده درلودی.دخدای بخښلی کریمې اوخدای بخښلي علي احمد رسولي ترمنځ مینه اومحبت ترهغه اندازې ډیروو. چي څه وخت خدای بخښلې کریمه دیوه دوامداره ناروغۍ له کبله دمسافرۍ په ستړي حالت کی په کال ۱۳۹۷هـ ش کي دیوې نا اعلاجه ناروغۍ په وسیله د می دمیاشتي پردیرشلمه نیټه دجمعی په ورځ وفات سوه.نوسمدلاسه دخدای بخښلي دوفات سره سم یولږ موده وروسته علي احمدرسولي هم سمدلاسه عجل ته لبیک ووایه اودخپلي میرمني سره په ابدي خوب ویده سو. ددوی دي خدای مل سي روح دې ښادوي.
خدای بخښلی کریمی فیض زاده رسولي دشعرونویوه ډیره په زړه پوري مجموعه موږ ته را پرایښې ده چي دخپل وخت عیني شرایط ناخوالی اودسمون چاري ئې په شعرکي دمیني سره یوځای لیکلی دي.داهغه څه دی چي زموږافغانان دجنګونوسره یوځای مینه،دوستي محبت هم لري.خوددې دشعرمحتوا په دې سره دارزښت وړده چي:هغه دمیني اومحبت دلاری افغانان دخپل هیواد،خلکو،قومونو،کورنیواوانسانی ژوند ته دمیني پرګلشن سره راټولوي.
دخدای بخښلی کریمې شعري نازک خیالي ،استعارې، کنارې اوشعري جوړښت ویونکي ته ښکلی احساس اوخوند ورکوي.دشعرونوسبک ئې پرعروضي اوکلاسیک سبک جوړاو دځانګړی خوندلرونکی شعرونه دي.خودځینوشعرونوبنسټ ئې پرآزادسبک اوشعری جوړښت باندي دی. چي هغه هم دکیفیت له مخي ډیردمحتوا څخه ډک اوالهام بخښونکي شعرونه لري.دکریمي شاعري دیوه پاخه شاعرځانګړني په ځان کی لري، اوهره تشبیه ئې پرځای او دخونده ډکه ده.دخدای بخښلي کریمې شعرونه پرریالیستیک سبک برابردي اودټولنی عینی شرایط ئې په داسي حال کی په شعري ژبه انځورکړی دي چي هم ئې نا خوالي انتقاد کړی دي اوهم ئې دحل وړلاري چاري په شعرکي بیان کړي دي.خودشعرونوپه ټولګه کې رومانتیک او دخوند شعرونه هم دخپلي ځانګړي معنا سره شته .خدای بخښلې کریمه او خدای بخښلی علي احمد رسولی تر ۱۹۹۱م کال پوری ددریم مکرویان په شاه وخوا کي زموږ سره نژدې کورنیولی وو.زموږ ترمنځ دپنجشنبې دما ښامونو ناسته ولاړه کیده او موږبه ددوی کورته ورتلویا به دوی زموږکورته را تلله.ما دهغې په ژوند کي دهغې شعرونه خپله دخدای بخښلي کریمې اورسولي صاحب څخه اوریدلي وه.چی دځانګړی خوند اوستایني وړوه. زموږ کهول اودخدای بخښلي رسولي صاحب کهول په فکري لحاظ سره یوشانته وه.اوډیر مو سات هم سره تیروو.
خو! دبده مرغه چي به هیواد کی دمجاهدینوترمنځ جنګونو دهیواد بلبلان ټوله دخپل بڼ څخه وشړل چی په دغه ترځ کی خدای بخښلی رسولی هم زما په شان فرار ته مجبورکړل سو.او دمهاجرت ستونزمند شرایط دکریمې نازک شاعرانه زړه تحمل نه کړای سو. او ډیر لږوخت ئې دمرګ او ژوند تر منځ سخت جسمي او روحي دردونه تیرکړل ترڅوپه کال ۱۹۹۷ کي حق ته وسپارل سوه. دخدای بخښلي کریمې په دغه ناروغه حالت زه نه وم خبراویوه ورځ په کراچي کي ،ددوی کورته ورغلم. خوبرسیره پردې چي ددې صحیح حالات ښه نه وه. خو دیوې افغانی با مسؤلتی پښتنې خورپه توګه ئې زه دغرمي پرډوډۍ په ټینګارسره پاته کړم. او دغه وخت خدای بخښلي کریمې هم ډیرسخت دردونه درلودله . چي زه پردغه را تګ دځانه سره پښې مانه سوم. اوددې پرناروغۍ باندي سخت خواشنی هم سوم. اوتراوسه می هم دغه دردناکه خاطره دیاده نه ده وتلي.تر څو چی بیا زه وه اروپاه ته مهاجرسوم. اودخدای بخښلي رسولی صاحب لیک را ته راغلی اودمایوسۍ په فضآ کې دخدای بخښلی کریمي دمړیني خواشینونکی خبرراکړ.ددې خبرپه اوریدو سره مایوه زړه وره خور دلاسه ورکړه.
خدای دی دغه معصومه هیوادپاله خورکریمه وبخښي. ددې پرمړیني نه یوازي دهغه دوستان اودکورنۍ غړي دغم پرټغرکښیناسته بلکی پښتانه اوافغانان لیکوالان ئې هم په ویرکي ورسره شریک سوه.دعرفان دکتاب خپرونی مؤسیسې په ۱۹۹۵م کال دخدای بخښلي شعری ټولکه (زخمي شونډي) کتاب خپورکړ.چي دطاهرافریدي له خوا سریزه پرولیکل سوه اوهمدغسي دښاغلي محمد یوسف ویران له خوایادونه پرسوې ده او دښاغلي محمد معصوم هوتک له خوا په زرنګارجریده کې دعقرب دمیاشتي په ۱۰مه ګڼه کی یادونه سوې ده.اوهمدغسي ددې په یاد دکراچي منورینوله خوائې سیمنارونه اوتجلیل سوی دی. اوهمدغسي دمسافر په میاشتنۍ جریده کې هم ددې دمړینی خبرخپورسوی دی. دا اوس زموږ په منځ کی شاعره کریمه نسته خو یادونه به ئې زموږ سره ټول عمررا سره وي. دلته موږ دخدای بخښلي کریمې په یاد دهغه دټولګي څخه یوڅوملغلری دبیلګی په توګه رااخلو څودهغې یادموتازه ساتلی وي.
خدای بخښلې کریمه فیض زاده رسولي وایی :


دسترګو فتنې

دادسترګــوپه کا سو کي چي فتنه وړې
دزړه سرمــي بیا په کومه بهانه وړې
چي دغبرګوسترګو توردي نیمه خواکړه
څه حاجت دی چي پرشونډو نن خوږه وړې
خپل ایمان دي په محراب کي ووپلورلی
چــي نفس مــی دپــرد و په اشاره وړې
هغه شان دي تر چوخې لاندی برباد کړه
په لستوڼــي کـــي چي پټه پیمــانه وړې
زما له اوښکو هم ویریږې ښه پوهیږې
ګریوانه ته چي مي ګورې کناره وړې
سرپر سترګو مي ددارمرګی قبول دی
دارسۍ ته چي مي غاړه نذرانه وړې
زمـــا وینو هم بل قسم رنګ اخیستی
د چــاړه که دي په وینو تکه سره وړې
۳۰ – ۱ – ۱۳۷۱هـ ش کویټه
همدغسي دسپین یا زادشعر یوه بیلګه ئې په دغه ډول ده.
دخاوري دښمن ته!
ته به څه وائې وطن ته
چي زه څه یم ؟
داچي نن ئې ورانوي
او لټوې ئې
په کوم مخ ؟ او کومو ستر ګو؟؟
به وګورې؟
داړه ماره!
ګناه کاره
چي پلورې ئې
۳ـ ۳ – ۱۳۷۳
کراچي
یوه هم څلوریځه :
مرګ
چي دمرګ په لومه نه تلای ډیربه ښه وای
مــرګ نیستي ده ،نا بــودی ده ، جدایي ده
چـــي داتــوری پنجې کښیکاږې پر غا ړو
خــــوږ ژوندون لـــره ،برباه بربا دی ده
پښتنه مینه
اوښکه پر ګریوان چي را ایله سوله
ښه سوه چي توده سوه لادرنه سوه
ښکلې سوه رنګینه سوه امیله سوه
هیــلــه سوه په مــیــنه پښتنه سوله
زخمي شونډي
زړه ته مي نژدې ، نژدې اوسیږي اوس
مـــخ ته مي لا ډیر، ډیر منزلـــــونه سته
مــیــنــه پـــر زړه هسي لـــویــنــۍ راسي
خولې باندي تراوسه لا مهرونه سته
کومه لاره سمه چي پرې ورسمه؟
دې لاره کې هسي ګړنګونه سته
مــــا ویل : آزادبې له کـــړیو سم !
غاړه کي زندۍ لا ځینځیرونه سته
سترګي مې ویني چي نژدې را ځي
زموږ منزل ته لا ډیر فرسنګونه سته
زه به ئې په کومو شونډو ښکل کړمه
زما پر شونډواوس لاهم زخمونه سته
۱۸ ـ ۹ ـ ۱۳۷۱
کویټه
بــد مســتـــي
چي دبل په میومست ئې او مستی کړې
څه به غم د خپل و طن د بد بختي کړې
څه به واخلې دوطن ددرد او رنــځــه!
چي په سرو وینو ئې لوبي په سستي کړې
سکروټه
ایره نه وم سره سکروټه وم دننه
زه په بوټو اوخــځــلوددیګدان کې
یوه ورځ په لوبو،لوبو کي چا پؤ کړم
اوس لګیږم او بلیږم په خپل ځان کي
خدای بخښلي کریمې فیض زاده رسولي په خپل لنډوخت کي دهیوادپالني هغه ږغ په خپل قلم اوشاعرانه اندازکي پورته کی چی دغه ږغ به همیشه ژوندی وي.اودښمن ته ئې هغه ګذارپه خپلوادبي لیکنوکی ورکړی دی. چي ترتوري تیزاوترتوپک کړندی دی.
دخدای بخښلي کریمې دي روح ښادوي او یاددې تل پاته وي.

لیکوال ننګیالی بڅرکی